ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ارګ دنورو مامورینو په پرتله داشرف غني اؤ میرمنې د کرونا وایرس ټیسټونه یې صفا ختلي

دافغانستان ولسمشر اشرف غني وايي دافغان ولس په ګډون دنړۍ وګړي دکرونا وایرس له سختو حالتونوسره مخامخ دی.

21.04.2020 ډیوه

رپورټ: کرونا وایرس د امریکا او طالبانو امن معاهده د خطر سره مخامخ کولی شي 

رويټرز خبري اداره وايي یوې سرچینې ورته د نوم نه څرګندولو په شرط وویل که چیرې د هرې خوا یو شمېر قیدیان په کرونا وایرس اخته شول او یا په زندان کې د دې مرض د خپرېدو کې مړه شول نو دا به یوه انساني مسله وي او د بېن الافغاني مذاکراتو دپاره به مشکلات پېدا کړي

21.04.2020 ډیوه

پاکستان دګوادر بندرګاه څخه افغانستان ته دتجارتي توکو تیرولو اجازه ورکړه

دپاکستان اؤ افغانستان ترمنیځ په کال ۲۰۱۰ کې دشوي تجارتي تړون(پاک افغان ټرانزټ ټریډ) په اساس دپاکستان حکومت د ګوادر بندرګاه څخه افغانستان ته دتجارتي مالونو تیرولو اجازه ورکړه.

21.04.2020 ډیوه

ډبلیو اچ او: د لاک ډاون په ماتولو کې چټکي به د کرونا ګواښ زیات کړي

واشنګټن: په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر شاخوا دوه نیم میلیونو ته رسېدلی او پرې مړه شوي کسان له ۱۷۱۰۰۰ څخه زیات شوي دي. تر ټولو زیات خلک په امریکا کې په کورونا وایرس باندې اخته او مړه شوي‌ دي چې د اخته کسانو شمېر یې نږدې اته لکه او د مړو شمېر له ۴۲۵۰۰ څخه زیات شوی دی. له دغه وایرس څخه تر شپږ نیم لکه زیات کسان ښه شوي هم دي. بل پلو د امریکا وکیلان په ۴۵۰ بیلینه ډالره بستې باندې موافقې ته سره نږدې شوې دي تر څو په وړو کاروبارونو او روغتونونو باندې دا پیسې ووېشل شي. ټاکل شوېده چې سېنېټ به نن د نهې یا سې شنبې په ورځ په دې باندې رایه ورکړي. د امریکا د استازو په جرګه کې د اکثریت مشر سټینې هویر ویلي، کچېرې سېنېت یې د نهې په ورځ تصویب کړي نو د استازو جرګه به پرې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ کار وکړي. دا په داسې حال کې چې د امریکا د ګڼو ایالتونو والیانو اعلان کړی چې دوی به له راتلونکې اونۍ څخه په کور کې د پاتې کېدو په غوښتنه کې نرموالی راولي. په ځینو ایالتونو کې بیا واړه لاریونونه هم وشول او خلکو پکې نورمال اقتصادي حالت ته د بېرته راګرځېدو غوښتنه کوله. خو په امریکا کې د انتاني ناروغیو وتلي مختخصص ډاکټر انټوني فوسي د ګل یا دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې هغه چې په کور کې د پاتې کېدو غوښتنه جدي نه نیسي هغوی د اقتصادي رغېدو مخه نیسي. ولسمشر ټرمپ ددغو لاریون کونکو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ځینې والیان یا ګورنران د محدودیتونو په لګولو کې ډېر مخکې تللي. د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او چارواکو د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، کچېرې هېوادونه د لاک ډاون په ماتولو کې چټکي وکړي نو د کورونا وایرس د بیا خپریدو ګواښ به رامنځ ته شي. د ډبلیو اچ او سیمیز مشر ډاکټر تکیشي کسايي په یو انلاین خبري کانفرانس کې وویل، " دا وخت د کرونا په وړاندې د نرموالي نه دی بلکه ددې پرځای باید مونږ په راتلونکې کې په نوې طریقه ژوند کولو ته ځان تیارو کړو.‌ د ډبلیو اچ او لخوا دغه د احتېاط پیغام په داسې حال کې ورکړل شوی چې په ګرده نړۍ کې حکومتونه په دې غور کوي چې څه وخت او څه ډول به د کرونا د وبا له امله لګېدلي محدودیتونه نرموي. د ایټالیا لومړي وزیر ګوسیپې کانټې ویلی، چې حکومت به یې له کارپوهانو سره تر سلا مشورو وروسته ددې اونۍ په پای کې خپل پلان په ډاګه کړي. هغه ویلي، هېواد به په بیلا بیلو پړاونو کې پرانېستل کېږي او یو مناسب اټکل به دا وي چې دغه پلان به د مې په څلورمه نېټه پیل شي.‌ کانټې دا هم لیکلي‌ چې کاشکې هر څه یو دم پرانېستل کېدای خو داسې کار به بې مسولیته وي او ټولې هغه هڅې به ورسره په اوبو لاهو شي چې مونږ یې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره کوو.‌ د برتانیې پارلمان هم د یوې اوږدې وققې وروسته د نهې یا سې شنبې په ورځ سره په دې مسله خبرې کوي، داسې چې یواځې ۵۰ غړي به یې د ۶۵۰ کسیزه پارلماني خونه کې له یو او بل سره په لازمې فاصله کې ناست وي او پاتې نور به یې د ویډیو کانفرانس له لیارې ورسره په رایه ورکولو کې ملګري وي. د کرونا وایرس د پراخ خپرېدو له وېرې د اندونیزیا حکومت د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې دوی د رمضان په پای کې د خلکو په دودیزو سفرونو باندې هم بندیز لګوي. روغتیايي چارواکو د کرونا د ممکنه زیاتوالي خبرداری ورکړی کچېرې په میلیونونو خلک خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شي. په اندونیزیا کې ۶۷۰۰ کسان په کورونا وایرس باندې اخته شوي او ۶۰۰ یې مړه شوي‌ دي. د کرونا د وایرس له امله همدارنګه په جرمني کې د اکټوبرفیسټ په نامه د بیرو نندارتون کنسل شوی دی او ویلي یې دي چې دا به ډېره خطرناکه وي چې داسې نندارتون جوړ شي چې هر کال ورته دوه میلیونه بهرني سیالانیان ورځي. جرمن چارواکي مارکس سویډر ویلی، له کرونا سره ژوند یعنې په احتیاط سره باید ژوند وشي.   په جنوبي کوریا کې ډېر څه نورمال کېدو خواته روان دي چې ورسره به ددغه هېواد د بیسبال لوبو سیالۍ هم پيلېږي. د ډوسان بیرز او ال جي ټوینز په نامه دوو لوبډلو یې په سوېل کې په داسې حال کې لوبې وکړې چې د لیدلو لپاره ورته هېڅوک هم نه ناست. ټاکل شوېده چې د کوریا د بېسبال د لوبو سیزن چې د مې په پنځمه نېټه پېلېږي هم له نندارچیانو پرته پرمخ ولاړ شي. ددې ترڅنګ د هر لوبغاړي د تودوخې درجه به له هرې لوبې دوه ځله مخکې کتل کېږي او له لوبغاړو به غوښتل کېږي چې په لاس به روغبر او های فایف نه کوي نه کوي.

21.04.2020 ډیوه

فیصل ايدهي ته کرونا وايرس ور پورې شوی، هغه په وروستيو کې د عمران خان سره لیدلي

په پاکستان کې د خېرښېګړې خېراتي ادارې مشر فېصل ايدهي کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی، فېصل ايدهي په وروستيو کې د وزیراعظم عمران خان سره هم ليدلي وو.

21.04.2020 ډیوه

خوست:د والي اؤ ملي اردو په موټرو بمي بریدونه شوي،دعسکرو په ګډون اته تنه ژوبل

دافغانستان سویلي خوست ولایت کې نن سه شنبې په سهار ددې ولایت د والي دموټرو په کاروان دموټربم برید شوی چې پخپله والي له دغه بریده روغ وتلی خو ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

21.04.2020 ډیوه

ایا پوهیږئ د کرونا علاج کې کاریدونکي شیان وروسته انساني ژوند ته څومره ګواښ پېښولی شي ؟

د سر ښار پیښور لیډي ریډنګ روغتون کې د کرونا وایرس د اغیزمنو لپار ځانګړی وارډ جوړ کړی شوی دی او د یاد روغتون ویاند محمد عاصم خان وایس اف امریکا ډیوه ته وایي هیڅ کوم بنده دغې وارډ ته نشي ورتلی.

21.04.2020 ډیوه

په پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۹۲ ته ورسېده، ۹۲۱۶ اغېزمن

په پاکستان کې په تېر شوا روز کې په کرونا وايرس اخته نور ۱۶ تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ کسانو شمېره ۱۹۲ ته رسېدلې ده.

21.04.2020 ډیوه

اتمر او قرېشي د اسلم فاروقي ترڅنګ په نورو موضوعاتو غږېدلي

د پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزیران د داعش خراسان ډلې د مشر ترڅنګ په څو نورو مهمو موضوعاتو غږېدلي دي.

21.04.2020 ډیوه

صدر ټرمپ وايي د کرونا له امله اېمګرېشن ځنډوي

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي د کرونا وايرس له امله په موقتي ډول اېمګرېشن ځنډوي، په امریکا کې د کرونا وايرس نه اووه لاکه ۸۷ زره ۳۷۰ اغېزمن شوي، ۴۲ زره ۳۳۵ ترې مړه شوي دي.

21.04.2020 ډیوه

د کاناډا په ډزو کې د مړو شمېر ۱۸ ته ورسېده

واشنګټن: د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو وايي، په نووا سکوشیا ولایت کې د یکشنبې یا اتوار د ورځې په ۱۲ ساعته ډزو کې چې د کاناډا د تاریخ تر ټولو بده پېښه ګڼل کېږي د مړو شویو کسانو شمېر ۱۸ ته پورته شوی. ټروډو د ګل یا دوشنبې په ورځ له دغې خونړۍ پېښې یوه ورځ وروسته ملت ته په وینا کې وویل، "داسې پېښه باید هېڅکله نه وای شوې. هر ډول تاوتریخوالی په کاناډا کې ځای نه لري." په دغه پېښه کې یو بریدګر چې د پولیسو جامې یې اغوستې وې، پر خلکو په کورونو کې ډزې وکړې، اورونه یې واچول او د یوې ۲۳ کلنې پولیسې په ګډون یې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل. پولیسو ویل، دغه پېښه د شنبې یا خالي په شپه د د هالي فکس څخه ۱۰۰ کیلومټره شمال ته د پورټپېک په نامه په یو لېرې ښار کې پيل شوې وه. پولیسو ویل، د پېښې ځای ته له رسېدو سره یې د کور دننه او باندې مړي وموندل. نور مړي بیا د پېښې له ځای څخه ۵۰ کیلومټره واټن کې په یو شمېر نورو سیمو کې هم موندل شوي دي. چارواکي داسې باور لري چې برید کونکي لومړی خپل لومړني قربانیان په نخښه کړي دي او بیا یې په لاره کې په هر چا باندې ډزې کړي دي. د پېښې په ځای کې ګڼ کورونه هم سوزېدلې دي.

20.04.2020 ډیوه

ډاکټران:‌  پاکستان کې د جوماتونه پرانستل د کرونا خورېدو سبب جوړېدی شي

د طب ماهرينو زیاته کړې، که څه هم پاکستان ته د بهر نه د وایرس نه متاثره کسانو راتګ بند شوی خو د دې کار سره به په ځايي‌ توګه وایرس خور شي او د ناروغانو شمیره به زیاته شي. 

20.04.2020 ډیوه

په امریکا کې د لاک ډاون په ضد احتجاجونه په اړه د ناروغو د مخنیوي ډاکټر وايي دا مظاهرې اقتصاد ته زیان رسوي

صدر ډانلډ ټرمپ هم د لاک ډاون د لېرې کولو په حق کې ښکاري او غواړي چې می د لومړۍ نېټې نه لاک ډاون لېرې کړی شي خو ډاکټر فاوچي د احتیاط نه د کار اخیستلو غږ کوي

20.04.2020 ډیوه

د احساس پروګرامونو مرکزونه د کرونا وايرس خورېدو لامل جوړېدی شي

په ګرد هیواد کې په بیا دغه مرکزونو ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره ورغلي خلک يو بل ته دومره نژدې ولاړ وي چې د کرونا وایرس د خورېدو لامل جوړېدې شي.

20.04.2020 ډیوه

م م: د کرونا پر وخت بې ځایه شوې ښځې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي

واشنګټن: د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو اداره یا یو ان اچ سي ار وايي، په داسې حال کې چې کوېډ ۱۹ په نړۍ کې خلک وژني او ټولنې اغیزمنوي، بې ځایه شوې ښځې او جونې د جنسیت له پلوه د تاوتریخوالي له ستر ګواښ سره مخ دي. په یادې اداره کې د ژغورنې د څانګې مرستیال کمېشنر ګېلین ټرېګز وویل، "مونږ باید د کرونا د وبا پر مهال د کډوالو، بې ځایه شویو مېرمنو او جونو خوندیتوب ته بیړنۍ پاملرنه وکړو ځکه دی تر ټولو ستر ګواښ سره مخ دي. تیري کونکو ته باید دروازې خلاصې نه کړو او له تاوتریخوالي څخه د مېرمنو د ساتلو په برخه کې باید له هېڅ څېز څخه دریغ و نه کړو." هغه وویل، لاک ډاون او قرنطین چې د کوېډ ۱۹ د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوی له امله یې ټولنیز اقتصادي حالت زیانمن شوی. ټرېکز زیاته کړه، په داسې شرایطو کې مېرمنې او جونې ښايي په زوره جنسي اړیکو او په کم عمرۍ کې د هغوی ودولو ته مجبورې کړای شي. ملګروملتونو له حکومتونو غوښتي چې د کورونا د وبا د مخنیوي په هلو ځلو کې کډوالو مېرمنو ته د تاوتریخوالي د زیاتېدو ګواښونو ته هم پام وساتي. په ورته وخت کې یو ان اچ سي ار له تاوتریخوالي څخه راوتلو مېرمنو سره بیړنۍ مالي‌ مرسته هم کوي. دغه اداره له اړینو مېرمنو سره د روغتیايي خدماتو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

20.04.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more