شاته

په پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۹۲ ته ورسېده، ۹۲۱۶ اغېزمن

په پاکستان کې په تېر شوا روز کې په کرونا وايرس اخته نور ۱۶ تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ کسانو شمېره ۱۹۲ ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې په ۹۲۱۶ کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی او سرکاري شمېرې وايي ۲۰۶۶ کسان د دې وايرس نه ښه شوي هم دي.

د کرونا وايرس نه د مړو شمېره په خېبرپښتونخوا کې سېوا ده

په پاکستان کې د کرونا وايرس نه زيات مړي په خېبرپښتونخوا کې شوي چې شمېره يې ۷۴ ده.

په خېبرپښتونخوا کې پرله پسې دوه ورځې د کرونا وايرس نه اووه، اووه مړي شوي دي، په ۱۸م اپرېل په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس نه ۱۰ تنه مړه شوي وو.

په خېبرپښتونخوا کې په ۱۲۷۶ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې پکې ۲۹۷ کسان صحتمند شوي هم دي.

په نورو صوبو کې د کرونا وايرس تازه حال

په سند صوبه کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۶۱ ته رسېدلې، په دغه صوبه کې په ۲۷۶۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په سند کې د کرونا وايرس نه ۶۳۵ کسان ښه شوي دي.

په پنجاب کې په ۴۱۹۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۴۵ کسان ترې مړه شوي دي.

په پنجاب کې د کرونا وايرس نه ۷۴۲ کسان صحتمند شوي دي.

په بلوچستان کې د کرونا وايرس نه اغېزمنو شمېره ۴۶۵ او يواځې شپږ کسان ترې مړه شوي او ۱۶۱ ترې ښه شوي دي.

اسلام اباد او ګلګت بلتستان کې د کرونا وايرس نه درې، درې تنه مړه شوي دي.

په ګلګت کې په ۲۸۱ کسانو او اسلام اباد کې په ۱۸۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.