ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ترکي او سعودي عرب د یو بل د خبرونو وېب پاڼې بندې کړي دي

په کال ۲۰۱۸ کې په استنبول کې د سعودي عرب په قونصلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژل کېدو وروسته د ترکي او سعودي عرب ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی

20.04.2020 ډیوه

شمالي افغانستان کې په جګړه کې د ځايي پوځ ۱۷ عسکر وژل شوي دي

په عین حال کې د افغانستان په بلخ ولایت کې مامورینو وویل د خالي، شنبې، په ورځ په شولګره ولسوالۍ کې د طالبانو په حمله کې د ځايي امنیتي ځواکونو نهه کسان وژل شوي او اووه نور یې زخمیان کړي دي

20.04.2020 ډیوه

د لاک ډاون په مهال پاکستان کې د تېلو طلب کم شوی

د تېلو درامد د تېرو څو مياشتو راهسې د کمي ښکار و خو چې کله داسې لاک ډاون شوی دی نو عام ټرانسپورټ هم بند دی، چې له عمله يې د تيلو په طلب  د يو اندازې تر مخه شپېته نه واخله تر اويا فيصده پورې کمي راغلی دی

20.04.2020 ډیوه

پکتیکا: دوزیرستان کډوالو په موټرماین چاودنه کړې،۵ تنه کډوال وژل شوي 

پکتیکا اوخوست ډیورنډ کرښې ته څیرمه دافغانستان هغه ولایتونونه دي چې په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ میلادي کال پرمهال د ضرب عضب عملیاتوله امله زرګونه متاثره شوي کورنۍ په کې د کډوالۍ ژوند مخ ته وړي

20.04.2020 ډیوه

په نړۍ کې د کورونا لاک ډاون د نرمولو هڅې پیل شوي

واشنګټن: په ګرده نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۲۴ لکه او ۲۰ زرو څخه زیات شوی او پرې مړه شوي کسان له شاخوا ۱۶۶۰۰۰ څخه اوختي دي. تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد امریکا ده چېرې چې په کرونا د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۰۵۰۰ څخه اوختی او پرې اخته کسان نږدې ۷۶۵۰۰۰ ته رسېدلي دي. په امریکا کې د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې په نیویارک کې رپوټ شوي چې شمېر یې نږدې دوه نیمو لکو ته رسېږي او یواځې په همدې ایالت کې په کرونا باندې له ۱۸۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي. بل پلو د نړۍ ګڼ هېوادونه په احتیاط سره د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګېدلي لاک ډاون د نرمولو هلې ځلې پیل کړي. که څه هم د ولسمشر ټرمپ ادارې د امریکا د بیا پرانېستلو اعلان کړی خو په امریکا کې کاروبارونه او ښونځي لا تړلي دي چې له امله یې په ځینو ځایونو کې خلکو لاریونونه هم کړي دي. ټرمپ پلوو وړو ډلو د امریکا په بیلا بیلو برخو کې لاریونونه کړي او ویلي یې دي چې د دوی د کاروبارونو تړل په اساسي قانون کې د دوی له حقونو څخه سرغړونه ده. د امریکا د ځینو ایالتونو والیانو ویلي، چې ځینې ایالتونه لا تر اوسه هم له بیا پرانېستلو څخه ډېر لېرې دي خو ولسمشر ټرمپ د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، چې خلک لاریونه کوي او والیان د محدودیتونو پر دوام ټینګار کوي خو حکومت به د بیا پرانېستلو پرېکړه کوي. د مېرېلنډ والي وايي، مونږ خلکو او والیانو ته ګډ وډ پیغامونه استوو او له واشنګټن څخه ډیموکراټ جې انسلې وايي، د ټرمپ لخوا د ایالتونو د بیا پرانېستلو خبره خطرناکه ده. په جرمني کې چارواکو  د ګل یا دوشنبې په ورځ د ځینو وړو دوکانونو  بیا پرانېستلو ته اجازه ورکړې خو تر اوسه یې هم د ټولنیز واټن ساتلو مسله په پام کې نیولې. په هسپانیه  کې لا له مخکې څخه د کارخانو او ابادۍ کارونو ته اجازه ورکړل شوې وه او په ایټالیا کې هم ځینې واړه کاروبارونه پرانېستل شوي دي. په البانیا کې د ګل په ورځ په سلګونو واړه کاروبارونه پرانیستي وو. د کب نیولو کښتیو او د خوړو تولیدونکو کاروبارونو ته به هم د پیلېدو اجازه ورکول کېږي. په سریلانکا کې له دریو څخه په دوه برخه هېواد کې لګېدلې کرفیو لېرې کړای شوې ده او په پام کې ده چې په پاتې نورو برخو کې به هم د شورو یا چهارشنبې په ورځ لاک ډاون نرم کړای شي. په ناروې کې د ګل یا دوشنبې په ورځ زده کونکي ښونځیو ته تللی او ټاکل شوې ده چې په ډنمارک کې زده کونکي د شورو یا چهارشنبې په ورځ ښونځیو ته ولاړ شي.‌ د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس وايي، دی د هېوادونو لخوا د ټولنیزو محدودیتونو په لېرې کولو باندې خوښ دی خو خبرداری یې ورکړی چې د بیا پرانیستلو لړۍ باید په احتیاط سره په بیلا بیلو پړاونو کې ترسره شي.‌ نیوزیلنډ د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی پلان لري چې د یو میاشتني لاک ډاون څخه به د اپرېل په ۲۷ نېټه راوځي. لومړۍ وزیرې جسینډا اردرن وویل، ځینې محدودیتونه به د دوو اونیو لپاره نرم کړای شي او د هغې حکومت به د حالاتو ارزونه کوي چې ایا نورو کارونو ته هم اجازه ورکړي او که نه؟ د جنوبي کوریا چارواکو د ځینو محدودیتونو له لېرې کولو وروسته د احتېاط غوښتنه کړې. په دغه هېواد کې د کورونا په نویو پېښو کې کموالی راغلی. ولسمشر مون جې ان وویل، "مونږ به تر هغې پورې دفاعي حالت نه پرېږدو تر څو د کورونا وروستی ناروغ هم جوړ شوی نه وي. د برتانیې چارواکو ویلي، د اپرېل په اومه نېټه به په هېواد کې ځینې محدودیتونه نرم شي خو بارونه او رسټورانټونه به تړلي وي. د زیمبابوې ولسمشر ویلی، کانونه او کارخانې به بیا پرانېستل کېږي خو لاک ډاون یې دوه اونۍ نور هم اوږد کړی دی.

20.04.2020 ډیوه

چين هغه دعوې رد کړي چې کرونا وايرس په چين کې په ليبارټرۍ کې جوړ شوي

چين دغه دعوې رد کړي چې کرونا وايرس په ليبارټرۍ کې جوړ کړی شوي دي د کوم په اړه چې خيال کيږي چې د چين په وهان ښار کې د څاروي نه انسان ته منتقل شوي دي.

20.04.2020 ډیوه

د شمالي وزیرستان په بريد کې یو پوځي سرتيری او پينځه ترهګر وژل شوي، پوځ وايي

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې په پوځي چيک پوسته بريد کې يو پوځي سرتيری او په ځوابي عملياتو کې پينځه ترهګر وژل شوي وو.

20.04.2020 ډیوه

پاکستان: اوس هم ځينې خلک کرونا وايرس دروغ ګڼي او دا يو غټ چېلنج دی، ډاکټران وايي

په پاکستان او په خصوصي توګه په خېبرپښتونخوا کې ډاکټران وايي، د کرونا وايرس د وبا په ضد بې بنياده پروپېګنډې د کرونا وايرس د مخنيوي سره سره د مريضانو په علاج کې ستونزې رامخې ته کوي.

20.04.2020 ډیوه

پاکستان کې د کرونا وايرس نه نور ۱۷ تنه مړه شوي، د مړو شمېره ۱۷۶ ته ورسېده

پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس نه نور ۱۷ تنه مړه شوي دي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د ټولو مړو شمېره ۱۷۶ ته رسېدلې ده.

20.04.2020 ډیوه

مسلمانان دې د روژې عبادتونه په کورونو کې وکړي، د سعودي عرب د علماؤ شورا

د سعودي عرب لوړ رتبه مذهبي ادارې او د مشرانو علماؤ شورا (مجلس هېئته الکبارالعلما) ټينګار کړی چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې مېشت مسلمانان دې د کرونا وايرس له امله په روژه کې عبادتونه په کورونو کې وکړي.

20.04.2020 ډیوه

په کاناډا کې د پولیسو په جامو سمبال بریدګر دیارلس کسان ووژل

د کاناډا پولیس وایي چې د هغه هېواد د نووا سکوشیا ایالت کې د ډزو د یوې پېښې په ترڅ کې، ۱۳ کسان وژل شوي او هغه کس چې ډزې یې کړي، هم وژل شوی دی. ملزم شخص، ۵۱ کلن ګبریل ورتمن پېژندل شوی او کاناډایي چارواکي وایي چې هغه ځان د پولیسو په جعلي جامو سمبال کړی او ګاډي باندې یې هم د پولیسو جعلي نښې لګولې وې. پولیسو اول هغه په یو ګېس سټېشن کې ژوندی ونیو، خو وروسته وویل شول چې هغه مړ شو. د پولیسو ویاند ډانیل برائین وویل چې کیدای شي د وژل شویو کسانو شمېر، تر ۱۳ هم زیات شي. پېښه د خالي/شنبې په ورځ پیل شوه او بریدګر قریب دوولس ساعته کله یو ځای او کله بل ځای په خلکو ډزې کولې، څو د اتوار په ورځ د پولیسو لخوا وویشتل شو او ونیول شو. د پولیسو په جامو سمبال بریدکوونکي، د کاناډا په نووا سکوشیا ایالت کې په خپل ګاډي کې له یو ځایه بل ځای ته تګ کاوه او په خلکو یې ډزې کولې. په همدې خاطر پولیس وایي ښایي وروسته نور مړي هم وموندل شي. ویل کیږي چې په ۱۳ وژل شویو کسانو کې یو یې پولیس و. د نووا سکوشیا وزیراعلی، سټیفن مک نیل وویل چې دا پېښه د هغه ایالت په تاریخ کې د تشدد تر ټولو بې موجبه پېښه ده. تر اوسه دا نه ده معلومه چې ملزم بریدکوونکي ولې پر خلکو ګولۍ اورولي او وژلي یې دي. چارواکو ویلي چې هغه کسان چې وژل شوي دي، اکثرو یې د ملزم بریدګر سره کوم شناخت نه درلود. په کاناډا کې په ګڼو خلکو باندې د ډزو کولو پېښې ډېرې کمې دي. پس له هغه چې په ۱۹۸۹ کې په کاناډا کې یو سړي ۱۴ ښځې په ډزو ووژلې او بیا یې ځان په ګولیو وویشت، کاناډا د وسلو د کنټرول قوانین سخت کړل.

20.04.2020 ډیوه

وال سټریټ جرنل : افغانستان کې د سیکانو او هندوانو اخری ټولنه په امریکا کې د پناه غوښتنه کوي

دوی د پناه غوښتنه تیره میاشت د افغانستان په پایه تخت کابل کې د داعش تندلارو لخوا د برید وروسته کړی ده

20.04.2020 ډیوه

د رمضان په اړه د صدر ټرمپ وروستۍ څرګندونو، ولې غبرګونونه راپارولي دي؟

صدر ډونالډ ټرمپ وایي په امریکا کې له عیسایانو سره ډېر بې انصافه سلوک کیږي، او په داسې حال کې چې د کروناوایرس د خورېدو له وېرې د عیسایانو ایسټر اختر باندې د ټولنیزو فاصلو پابندۍ لګېدلې وې، د ټرمپ په باور، اوس وکتلی شي چې امریکایي چارواکي په رمضان میاشت کې هماغه ډول پابندۍ په مسلمانانو باندې هم لګوي او که نه. د ټرمپ دغه بیان، ځیني غبرګونونه هم راپارولي او د امریکایي مسلمانانو د شورا په شمول، یو شمېر کسانو هغه په اسلام په وړاندې په تفریقي وینا تورن کړی دی. ټرمپ د خالي/شنبې په ورځ وویل: "زه داسی یو داسې کس یم چې په دین باور لرم، پروا یې نشته چې هر دین وي، خو داسې ښکاري چې زموږ سیاستوال د مختلفو دینونو له پیروانو سره په سلوک کې، ډېر تفریقي چلند کوي." یاده دې وي چې همدا څو ورځې مخکې، د اپریل په ۱۲مه، د عیسایانو اختر (ایسټر) و، او عیسایانو ته وویل شول چې د کروناوایرس له وجې دې پخپلو کورونو کې پاته شي. همدا شان د اپریل په ۸مه د یهودانو پاسوور مذهبي ورځې پیل شوې، خو هغه هم د کرونا وایرس له وجې، امریکایي یهودانو په خپلو کورونو کې تیرې کړې. اوس دا دی د مسلمانانو مذهبي میاشت، رمضان رارسیږي او ټرمپ هدف همدا دی چې وکتل شي مسلمانانو ته هم ویل کیږي چې په دې میاشت کې د کرونا وایرس د خورېدو له وجې، په کورونو کې پاته شي او که نه. د ټرمپ د خبرې هدف دا دی چې ممکن مسلمانانو ته د امریکا ځایي سیاستمداران دا اجازت ورکړي چې د روژې په میاشت کې مسجدونو ته ولاړ شي او جماعت لمونځونه وکړي. ټرمپ په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل: "کیدای شي [د نورو دینونو د پیروانو په نسبت، مسلمانانو سره په چلند کې] یو فرق وي، وګورو چې څه به وشي. ځکه ما په دې ملک کې ډېر تفریقي چلند لیدلی دی." د امریکا د مسلمانانو د تعلقاتو شورا (CAIR) د یو بیان په جاري کولو سره د ټرمپ په خبرو غبرګون ښودلی او دې شورا مشر، نهاد عوض ویلي: "د صدر ټرمپ دا متعصبه کوشش چې امریکایي مسلمانان د رمضان مبارکې میاشتې په درشل کې، د یو سیاسي فټبال په توګه وکاروي هم تفریقي او هم تحقیر کوونکی عمل و. په امریکا کې مسجدونو له وړاندې لا اعلان کړی چې تر نامعلوم وخته پورې به تړلي پاته وي." بل اړخ ته، د سعودي عرب تر ټولو غټې مذهبي ادارې او د علماوو شورا "مجلس هیئة الکبار العلمأ" هم ټینګار کړی چې مسلمانان، که د نړۍ په هر هېواد کې وي، د کرونا وایرس له وجې دې د ټولنیزو فاصلو ساتنې په هدایاتو عمل وکړي او د رمضان په میاشت کې دې عبادتونه، پخپلو کورونو کې وکړي. د رایټرز خبري ایجنسۍ د سعودي عرب د سرکاري خبري ادارې په نقل رپوټ ورکړی چې د سعودي عرب د دیني عالمانو سترې شورا زیاته کړې چې مسلمانان دې د اجتماع ګانو نه لیرې ګرځي، ځکه د ګڼو کسانو په یو ځای راټولېدو سره، د کرونا وایرس وبا په تېزۍ خورېدی شي. د سعودي عرب تر ټولو ستر مفتي عالم، شیخ عبدالعزیز آل شیخ هم د سعودي عرب د دیني عالمانو کونسل ته ویلي چې که د کرونا وایرس خورېدل همداسې روان وي، نو لازمه ده چې مسلمانان په رمضان کې پخپلو کورنو کې عبادات وکړي، او د اختر لمونځ دې هم په لویو جماعتونو کې نه ادا کیږي. په مدینه منوره کې د مسجد نبوي انتظامیې هم اعلان کړی چې د رمضان په میاشت کې د افطاري یا روژه ماتي دپاره په مسجد نبوي کې د خلکو د راټولېدو اجازت به نه وي او د روژه تیانو دپاره د خوراکونو تقسیم به هم ممنوع وي.

20.04.2020 ډیوه

د کاروبارونو د بیاپرانېستې په اړه د صدر ټرمپ او ګورنرانو اختلاف

په داسې حال کې چې د کرونا وایرس له وجې په امریکا کې د مړیو شمېر له څلوېښت زرو اوړېدلی دی، صدر ټرمپ دعوه کوي چې په ځینو ریاستونو کې د کروناوایرس پوره اندازه ټېسټونه شوي او هغه ریاستونه باید زر کاروبارونه او بازارونه بیرته پرانیزي. مګر د سختو ځپل شویو ریاستونو ګورنران د صدر ټرمپ له دغه بیان سره اختلاف څرګندوي. د ټرمپ د هدایاتو له مخې، یو ایالت کولای شي په هغه صورت کې کاروبارونه پرانیزي چې په ۱۴ ورځو کې یې د کروناوایرس د نویو کېسونو په شمېر کې کمی راغلی وي. د اوهایو، ټېکساس، او فلوریډا په شمول ځینو ایالتونو ویلي چې هغوی شاید د مئی تر ړومبۍ نیټې پورې او یا تر هغې مخکې، کاروبارونه بېرته پرانیزي. بل اړخ ته په یو شمېر ریاستونو کې چې خلکو ته د کور کې پاته کېدو موده غځول شوې ده، د لا نورو مظاهرو انتظام شوی دی. په امریکا کې د کروناوایرس له وجې اول کس چې مړ شو، هغه د فرورۍ په ۲۹مه و. له هغه نه پس په ۳۸ ورځو کې د مرګونو شمېر ۱۰ زرو ته ورسېد، پنځه ورځې پس د مرګونو شمېر ۲۰ زرو ته او بیا دا دی اوس له څلويښتو زرو نه هم د مرګونو شمېر اووښتی دی. په نیویارک کې په هسپتالونو کې د بستري شویو کسانو شمېر، له ۱۸۰۰۰ نه ۱۶۰۰۰ ته راټیټ شوی او د هغو مریضانو په شمېر کې هم کمی راغلی کوم چې د ژوندي پاته کېدو دپاره وېنټلېټر ته ضرورت لري. په نیویارک کې به څو ورځې مخکې د ورځې اووه سوه کسان د کروناوایرس له وجې مړه کېدل، خو دا شمېره ۵۰۷ ته راټیټه شوه. د نیویارک ګورنر اندرو کومو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل که حالات همداسې روان وي، نو معلومیږي چې نیویارک خپلې بدې ورځې تېرې کړي او ورو ورو به د پېښو او مرګونو شمېر مخ په کمېدو وي. خو ګورنر کومو زیاته کړه چې لا کروناوایرس ماته نده خوړلې او خلک باید هوښیار پاته شي. په نیویارک ریاست کې چې څه باندې ۱۹ میلینه آباتي لري، پس له دې به د ورځې دوه زره کسان د کرونا په خاطر ټېسټ کیږي. د مريلنډ او وېرجنیا ریاستونو ګورنرانو دواړو د وفاقي حکومت دا خبره ناسمه ګڼلې چې ګني دوی د خلکو دپاره کافي اندازه کرونا ټېسټونه لري. په نیوجرسي کې هم د نویو کېسونو په تعداد کې د زیاتېدو خبر ورکړل شو. د مشیګن او اوهایو ګورنرانو ویلي چې که مرکزي حکومت ورسره مرسته وکړي، نو دوی کولای شي چې د ټېسټونو کچه درې برابره زیاته کړي.

19.04.2020 ډیوه

ایران: ځواکونه مو د امریکا له جنګي جهازونو سره په مقابله کې راغلي و

د ایران انقلابي دستې (سپاه پاسداران) د اتوار/یکشنبې په ورځ دا ومنله چې دوی تېره هفته په خلیج فارس کې د امریکا له جنګي سمندري جهازونو سره په مقابله کې راغلي و. سپاه پاسداران د کومو شواهدو نه بغیر، دا دعوه کړې چې په دې پېښه کې اول مقابله امریکایي ځواکونو پیل کړې وه. دا پېښه د چهارشنبې/شورو په ورځ مخې ته راغله او د امریکا سمندري ځواکونو یوه ويډیو خپره کړه چې په کې وړې تېزرفتاره ایرانۍ بیړۍ د امریکا جنګي جهازونو ته د نږدې کېدو په حال کې ښکاره کوي. دغه امریکایي جهازونه، کویټ نه نږدې د خلیج په اوبو کې فعالیت کاوه. ایران وایي د دوی ځواکونه د مشق کولو په حال کې و چې "د امریکا د غیرمسلکي او پاروونکي اقداماتو" سره مخامخ شول. ایران دا دعوه هم کوي چې امریکاییانو د دوی خبرداریو ته پام ونکړ خو وروسته بیا ترشا شول. د ایران سپاه پاسداران د خپلو دغو دعوو د اثبات دپاره کومه وېډیو یا بل ثبوت ندی وړاندې کړی. هغو دا دعوه هم کړې چې ګني د اپرویل په ۶مه او ۷مه، امریکايي ځواکونو د ایران د جنګي جهازونو مخه نیولې وه. بل اړخ ته په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې دستې ویاند پیت پګانو ویلي: "امریکایي ځواکونو ته تعلیم ورکړل شوی چې په داسې حالاتو کې په مسلکي یا پروفېشنل ډول عمل وکړي." د تېرې هفتې پېښه په داسې وخت کې رامخته شوه چې د کرونا وایرس د عالمي وبا د خپرېدو باوجود هم د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات پاتې دی. د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو ټویټ کې، د امریکا په صدر ډونالډ ټرمپ باندې اعتراضونو ته دوام ورکړ او دعوه يې وکړه چې ایران به ډېر زر د وېنټلیټرو (د سا ورکولو ماشینونو) اېکسپورټ پیل کړي.

19.04.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more