شاته

د لاک ډاون په مهال پاکستان کې د تېلو طلب کم شوی

د پاکستان د شمارياتو ادارې تر مخه په ملک کې کرونا وایرس وبا د خپرېدو په نتیجه کې د معدني تېلو يا د پېټرولو مصنوعاتو په استعمال کې کمی شوی او د تېر کال د مارچ د میاشت په مقابل کې د سږ کال په مارچ کې ملک ته د پېټروليم مصنوعاتو په وارداتو یا امپورټس کې ۳۳ فيصد کمی شوی دی.

پوهان وايي چې د تېلو په درامداتو کې کمی به په ملک کې معيشت باندې اثر غورځوي چې عام خلک به هم اغېزمند کړي.

د ډان ورځپاڼې سره کار کونکی خبريال مبارک زېب وايي چې د تېلو په دارامداتو کې کمی ښايي چې د ملک صنعتونه، کارخانې، ټرانسپورټ او نور روزګار اغېزمند شوی او د دې اثرات به د ملک په ټول معيشت ښکاري.

مبارک زېب وویل يو نقصان يې دا دی چې مقامي کارخانې بندې دي او د دې له کبله چې په دې کارخانو کې کوم تيل او د تيلو مصنوعاتو سره تړلي نور څيزونه دي د هغې لګښت ډېر زيات کم شوی دی.

مبارک زېب وویل د بجلۍ پېدا کولو د پاره چې کومې جنرېټرې کارول کيږي هغه هم بندې شوي دي، نو دې لحاظ سره که وکتل شي چې په ښکته درجه کې به کومې معاشي هلې ځلې کېدلې هغه ولاړې دي." کله معاشي سرګرمۍ ورو شي او يا ودريږي، د تيل درامدات بند شي نو هغې سره يو شمېر نقصانات مخې ته راځي، د حکومت خزانې ته ټېکس نه راځي، روزګارونه او دې سره تړلي نورو ډېرو څيزونو باندې د دې ډېر لوې اثر پريوځي."

مبارک زېب وايي د ډېرې مودې راهسې د تيلو درامداتو کې کمی شوی و خو دا ورستی کمی د کرونا وبا خورېدو د لاسه د لاک ډاون له وجې شوی دی.

د تېلو درامد د تېرو څو مياشتو راهسې د کمي ښکار و خو چې کله داسې لاک ډاون شوی دی نو عام ټرانسپورټ هم بند دی، چې له عمله يې د تيلو په طلب د يو اندازې تر مخه شپېته نه واخله تر اويا فيصده پورې کمي راغلی دی. د تېلو په استعمال يا طلب کمي سره دې درامد هم کم شي.

د پاکستان شماريات ادارې تر مخه چې د ټولو درامداتو کوم بل دی په هغې کې د مقدار او ارزښت لحاظ سره ډېر زيات کمی راغلی دی او د لاک ډاون نه پس په دې کمي کې نوره هم اضافه شوې ده.

د مردان ضلعې سره تعلق لرونکی د صوبې د پټرول پمپس ایسوسي اېشن یو غړی اختر نواز خان وايي چې د دوی کاروبار متاثره شوی دی. د کرونا وبا د خورېدو له وجې ملک کې لاک ډاون او په عام ټرانسپورټ باندې د بندېز د لاسه د پټرولو خرڅ نوي فيصده پورې شوی دی او د پټرول پمپونو مالکان د ستونزو سره مخامخ دي.

اخترنواز خان وايي "زه که صرف د مردان ضلعې خبره وکړمه نو زمونږ دلته صرف لس فيصده خرڅ کيږي، پاتې نوي فيصده خرڅ ولاړ دی. او د دې وجه دا ده چې عام ټرانسپورټ ولاړ دی، د توکو يا سامان وړلو ټرانسپورټ ولاړ دی او شخصي ګاډي هم ولاړ دي ځکه چې خلک دوېرې د لاسه د کور نه بهر نه راوځي. په خرڅ کې د ډېر کمي له وجې مونږ دې حد ته رارسيدلي يو چې مونږ سره په پمپونو کې کوم خلک روزګار يا نوکرۍ کوي مونږ هغوي ته تنخواګانې نه شو ورکولی."

د پاکستان د شماريات محکمې شمېرې ښایي چې ملک کې د پټرول درامدات شپېته فيصده راکم شوي دي او د دې غټه وجه د کرونا وبا مخنيوي له شوی لاک ډاون، په عام او شخصي ټرانسپورټ يا ګاډو کې سفر باندې بنديز دی.

د شمارياتو د محکمې د شمېرې تر مخه د خام تيل ملک ته درامد د درې سوه دوه څلوېښت اعشاريه څلور اويا ملين ډالره په مقابله کې يو سل شپږ دېرش اعشاريه نهه نوي ملين ډالره ته راکم شوي دي. ملک ته درامد کېدونکي د تيلو مقدار هم څه دوه څلوېښت فيصده راپرېوتی دی.

هم دغه رنګ ملک کې د مائع قدرتي ګېس يا اېل اېن جي درامد هم د دوه سوه پينځلس اعشاريه درې نوي ملين ډالره نه يو سل اوه اويا اعشاريه اوه نوي ملين ډالره ته راښکته شوی دی او پکې څه اوولس اعشاريه اته پنځوس فيصدي کمی راغلی دی. دا مائع قدرتي ګېس په ملک کې د بجلۍ جوړولو کې پکار راځي او د دې به دا اثر غورځيږي چې د دې په ځای به د بجلۍ جوړولو د پاره تيل يا فرنس ائل استعماليږي او داسې به يې لګښت سېوا کيږي.

ملک کې د تيل ټول برامدات د تېر کال په مقابله کې نهه سوه پينځه نوي اعشاريه دوه څلوېښت ملين ډالره په ځای څه شپږ سوه اته شپېته اعشاريه دوه دېرش ملين ډالره ته څخ کال د مارچ مياشت کې دوه دېرش اعشاريه شپږ اتيا فيصدي سره راکم شوي دي.

د پاکستان شماريات ادارې له په ملک کې دننه د پټرول مصنوعاتو د پېداوار په اړه خپلې شمېرې نه دي رامخې ته کړي خو د خام تيل دراند کې کمي به ملک کې دننه هم خپل اثرات ښايي. دغه شمېرې ښائي د ملک د پټرول مصنوعات د ملک نه بهر لېږلو يا برامد کې د کال په حساب د مارچ مياشت کې د تېر کال په مقابله کې څه پينځه ويشت فيصدي پورې کمی راغلی دی او د خام تيل برامد هم څه لس اعشاريه يو کم څلوېښت فيصدي کمی راغلی دی او هم دغه رنګ د پټرول د مصنوعاتو برامد هم څه شپږ اويا اعشاريه څلور فيصدي راکم شوي دي.

دا شمېرې ښایي ملک کې د تېر کال د جولائي د مياشت نه واخله د څخ کال د مارچ مياشت پورې د ملک د مالي کال لوموړو اته مياشتو کې دوه د تيل مهم مصنوعات پټرول او هائي سپيډ ډيزل چې په ټرانسپورټ او کرکروندې شعبو کې زيات کارولی کيږي د دې پېداوار کې کمی شوی دی. او داسې د پټرول پېداوار کې څه لس اعشاريه شپږ فيصدي کمی او د ډېزل پېداوار کې څوارلس اعشاريه څلور پنځوس فيصدي کمی مخې ته راغلی دی.