شاته

پاکستان: اوس هم ځينې خلک کرونا وايرس دروغ ګڼي او دا يو غټ چېلنج دی، ډاکټران وايي

په پاکستان او په خصوصي توګه په خېبرپښتونخوا کې ډاکټران وايي، د کرونا وايرس د وبا په ضد بې بنياده پروپېګنډې د کرونا وايرس د مخنيوي سره سره د مريضانو په علاج کې ستونزې رامخې ته کوي.

د مومندو د صحت د محکمې مشر ډاکټر محمد حيات وي او ای ډيوه ته ويلي، څو ورځې وړاندې په سيمه کې د کرونا وايرس له امله د مړ شوي تن زوي کې هم د دې وايرس پخلی شوی ؤ، د علاج نه انکاري ؤ او د ضلعي چارواکي وايي دغه تن له کوره تښتېدلی ؤ.

"اوس هغه راوستل شوی او د دغه تن د کورنۍ نور څلور غړي هم په خپل کور کې قرنطين کړی شوي دي".

د نوموړي په وينا دوي ته ويل شوي، د کرونا وايرس ښکار خلک په روغتونونو کې د زهرو په انجکشن يا ستن وژل کېږي.

هغه وايي "دلته لويه ستونزه دا ده چې دې خلکو ته دروغ ويل کېږي چې ګنې د دې علاج نشته نو ډاکټران د څارملنې په مرکزونو يا ځان له کړې شوو ځايونو کې دغه مريضانو ته کومه ستن وهي او وژل کېږي خو حقيقت دا دی چې په دغه مرکزونو کې د مريض خيال ساتل کېږي. ۲۴ ساعته د دوي سره د ډاکټران او نوره عمله موجود وي".

ډاکټر حيات وايي، خلک په دروغو يقين کوي خو د دوي په باوري خبره يقين نه کوي.

له دې وړاندې هم د ملک د بېلا بېلو برخو نه داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې د څارملنې د مرکزونو نه ځيني مريضان تښتېدلي دي.

ډاکټرحيات وايي، داسې تن د ټولنې لپاره يوه لويه خطره وي ځکه د حکومت او چارواکو له خوا بيا بيا ويل کېږي، يو بل له لاسونه مه ورکوئ، د يو بل ترمنځه دوه ګزه فاصله ساتئ، غاړه به نه ورکوئ او خپل لاسونه به هره ګنټه پس د شل سېکنډه لپاره وينځئ.

د نوموړي په وينا که په دې هداياتو عمل وشي نو له دې رنځه بچ کېدل ګران نه دي ځکه چې دا وايرس څوارلس ورځې په بدن کې وي له هغې وروستو په خپله ختمېږي.

ډاکټران اوس هم دا ګيله لري چې دوي يواځې د کرونا وايرس د مريضانو علاج نه کوي بلکې د دې پروپېګنډې ځوابونه هم وايي او دا يوه ننګونه يا چېلنج دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی