ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ایران په خلیج کې د امریکايي جنګي بیړیو د ویجاړولو ګواښ کړی

واشنګټن: د ایران د انقلابي ګارد مشر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، کچېرې امریکايي جنګي بیړیو په فارس خلیج کې ایراني کښتۍ وګواښلې نو دوی به یې ویجاړې کړي. دغه ګواښ یوه ورځ وروسته له هاغې وشو چې ولسمشر ټرمپ له امریکايي بیړیو سره د ایراني کښتیو له نږدې کېدو وروسته د هغوې په وړاندې د پوځي بریدونو امر ورکړ. جنرال حسین سلامي د ایران په دولتي ټي وي باندې وویل، "ما خپلو سمندري ځواکونو ته امر ورکړ چې په فارس خلیج کې هر هغه امریکايي ترهګر ځواک ویجاړ کړي کوم چې د ایران د پوځي او غیر پوځي برخو امنیت ګواښي." نوموړی زیاتوي، "د فارس د خلیج امنیت د ایران د سټراټیژیکو لومړیتوبونو څخه دی." تر دې وړاندې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې ویلي وو، چې ده د امریکا سمندري ځواکونو ته لارښونه کړې چې هر هغه ایراني کښتۍ دې وولي کومه چې په سمندر کې زمونږ بیړۍ ځوروي. خو هغه وروسته وویل، چې دی نه غواړي د امریکايي‌ پوځ د چلند په تګلاره کې بدلون راولي. د ټرمپ ددغه حکم څخه څو ورځې وړاندې د ایران انقلابي ګارد ویلي وو چې تېره اونۍ د دوی ځواکونه په خلیج کې تمرینونه کول چې د امریکايي جنګي بیړیو لخوا له غیر مسلکي او پارونکو اقداماتو سره مخ شول. خو په هغې ویډیو کې چې د امریکا د سمندري ځواکونو لخوا خپره شوې ښکاري چې وړې تېزې ایراني کښتۍ امریکايي جنګي بیړیو ته نږدې کېږي. د زیارت یا پنجشنبې په ورځ  ایران د بهرنیو چارو وزارت د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستیو شخړو له امله په تهران کې د سویس سفیر هم ورغوښتی وو څوک چې په دغه هېواد کې د امریکايي ګټو استازیتوب کوي.  د امریکا او ایران ترمنځ شخړې له ۲۰۱۸ کال وروسته له هاغې راوروسته زیاتې شوې کله چې ټرمپ له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له شوي اټومي تړون څخه ووت او په ایران یې یو ځل بیا اقتصادي بندیزونه ولګول. د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی د جنورۍ په لومړیو کې هغه وخت نور هم زیات شو کله چې د ایران جګ پوړی پوځي قومندان قاسم سلیماني په بغداد کې د امریکا په ډرون برید کې ووژل شو. ایران د دې په غبرګون کې په عراق کې په امریکايي اډو باندې چېرې چې امریکايي سرتیرو دېره وو توغندي وویشتل. د ایران د بحرنیو چارو وزیر جواد ظریف د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ټوېټر باندې ویلي دي، چې ټرمپ باید د کورونا له وبا څخه د امریکايي سرتیرو ژغورلو ته پام واړوي. ظریف ویلي، "د امریکا پوځ کې ۵۰۰۰ کسان په کوېډ ۱۹ باندې اخته شوي دي او همدارنګه امریکايي ځواکونه هېڅ کار نه لري چې له هېواد څخه ۷۰۰۰ مایله لېرې زمونږ په خپل فارس خلیج کې زمونږ کښتۍ ګواښي."   د ټرمپ د شورو یا چهارشنبې د ورځې له ګواښ څخه څو ساعته مخکې، د ایران انقلابي ګارد ویلي وو چې له ګڼو ناکامو هڅو وروسته دوی د هېواد لومړنی پوځي سټلایټ اوربټ ته توغولی دی. له دې سره امریکا یو ځل بیا دایران د سټلایټ پر پروګرام باندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې له دغه پروګرام څخه د بالسټیک توغندیو د ودې لپاره کار اخلي کوم چې بیا اټومي کوپړۍ له ځانه سره لېږدولی شي. خو ایران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې یواځې د ملکي موخو لپاره دی.

23.04.2020 ډیوه

د پېښور قاسم علي خان جومات د جمعې په ورځ د لومړۍ روژې اعلان وکړو

په پاکستان کې زیاتره مهال روژه اؤ اختر دمیاشت لیدنې د دولتي کمیټې اؤ دقاسم علي خان جومات ترمنځ داختلافاتو له امله په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي

23.04.2020 ډیوه

کروناوایرس له امله د اقتصادي کړکیچ په مهال څلور اشاریه څلور مېلینه نور امریکایان بې روزګاره شوي دي

د امریکې محنت وزارت یا لېبر ډپارټمنټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په تازه رپورټ کې وویل په تېرو پنځو هفتو کې په ملک کې د بې روزګاره شویو خلکو شمېر شپږویشت اشاره پنځه مېلین ته ورسیدو

23.04.2020 ډیوه

کرونا وایرس د مسلمانانو دپاره د سږکال د روژې روایات بدل کړي

په داسې مهال به د دنیا قریباً دوه ارب مسلمانانو دپاره  د روژې دا میاشت ډیره بدله وي او تر ډیره حده به پکې د تېرو سوونو کلونو د رمضان روایات وه نه لیدل شي. په کورونو او جوماتونو کې د روژه ماتي دپاره د خلکو لوې غونډې او د تراوو په موقع په جوماتونو کې رونقونه به تر ډیره حده کم وي

23.04.2020 ډیوه

ایا پاکستان کې داځل بیا روژه په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي؟ دمیاشت لیدنو غونډې نن کښېني

په پاکستان کې د روژې د میاشت لیدلو دپاره د دولتي کمیټې اؤ په پېښور کې د قاسم علي خان جومات دشخصي کمیټې بیلابیلې غونډې نن د زیارټ په ماښام رابلل شوي دي.

23.04.2020 ډیوه

صدر ټرمپ امریکې ته د مهاجرت ځنډولو حکمنامه لاس لیک کړه

صدر ټرمپ د مهاجرت په اړه خپل اقدام ډیر قوي وبللو خو د دې عملداري به په هغه خلکو نه کیږي چې د زراعت په مد کې د موسمي روزګارونو دپاره هر کال امریکې ته راځي او هغه خلک به هم مستثنا وي چې په نان امیګرنټ یا په امریکا کې مهاجرت د نه اخیستلو په ویزه امرېکې ته راتګ غواړي

23.04.2020 ډیوه

چارسده:ترهګرو سره نښته کې یو پوځي وژل شوی،پینځه عسکر ژوبل

چارواکي وایي دخیبر پښتونخوا په چارسده سیمه کې دامنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ یوه سخته نښته کې یو پوځی  وژل شوی اؤ‌ پینځه امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.

23.04.2020 ډیوه

کرونا وايرس زر د ختمېدو نه دي، د صحت نړيواله ادارې خبرداری ورکړی

د صحت نړيوالې ادارې خبرداری ورکړی چې د کرونا وايرس زر د ختمېدو نه دي او ډېری ملکونه د دې وبا د لمړي پړاؤ نه تيريږي.

23.04.2020 ډیوه

سند حکومت د ډېنئيل پرل د وژنې د مقدمې فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې

د پاکستان د سند صوبې حکومت د امریکايي ژورنالسټ ډېنئيل پرل د وژنې او تښتولو په مقدمه کې د سند هايکورټ اورول شوې فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې ده.

23.04.2020 ډیوه

کرونا وایرس خېبر پښتونخوا کې دسبزیانو کاروباریان څومره اغېزمن کړي؟

د کرونا وايرس د وبا سره چې هر ډول روزګارونه اغېزمن شوي د مردان په سبزي منډۍ کې کارکوونکي وايي، د دوي کاروبار هم ورسره نيم په نيمه کم شوی دی.

23.04.2020 ډیوه

په پاکستان کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېره د لسو زرو نه واوښته، ۲۲۴ مړه

په پاکستان کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېره د لس زره ۵۱۳ ته رسېدلې ده، او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس نه نور ۱۵ تنه مړه شوي دي.

23.04.2020 ډیوه

کرونا وايرس: په نيويارک کې مړي ۱۵زرو ته رسېدلي، د دوه نيم لاکه نه زيات پرې اخته

د امريکا په نيويارک ايالت کې چارواکي وايي، د کرونا وايرس له امله د مړو شمېر د ۱۵ زره نه زيات شوی دی خو د ګورنر اندريو کومو هيله څرګندوي چې اوس په ايالت کې بد وخت په ختمېدو دی، خلک بايد لږه موده نور احتياط وکړي.

23.04.2020 ډیوه

طالبانو په روژه کې د افغان حکومت د اوربند غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی

واشنګټن: وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې د افغان حکومت لخوا د روژې په مبارکه میاشت کې د لنډ مهالي اوربند غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. څېړونکي وايي، داسې ښکاري چې طالبان به د حکومتي ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. په افغان حکومت کې د حچ او او مذهبي چارو وزیر عبدالحکیم منیب د اوربند دغه غوښتنه کړې وه او ویلي یې وه چې له اوربند څخه په ګټې اخیستنې به حکومت د دې جوګه شي چې د کورونا د ګواښ په وړاندې غوره ځواب ورکړي. طالبانو دې ته ورته غوښتنې په تېرو کې رد کړي دي. په ۲۰۱۸ کال کې وسلوالو طالبانو یواځې دومره منلې وه چې د کوچني اختر په دریو ورځو کې به اوربند کوي. د نړیوال بحران په ډله یا انټرنشنل کرایسس ګروپ کې د افغانستان د چارو وتلي څیړونکي انډریو واټکنز ویلي، داسې نه ښکاري چې طالبان دې په ټولې روژه کې اوربند وکړي. دی وايي، په لنډ مهاله توګه د جګړې بندول به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هم ډېر ګټور وي خو دغه ډله ښايي دا کار د یو لوی سټراتیژیک هدف لپاره وکوي. واټکنز زیاتوي، بل دلیل چې طالبان دغه غوښتنه ښايي رد کړي هغه د طالبانو هغه وېره ده چې دوی به په دې و نه توانېږي چې په دومره اوږده اوربند کې د خپلې ډلې کنټرول وساتي.‌ دی وايي، کېدای شي دوی له اوربند څخه وروسته هڅه وکړي چې خپل کسان بېرته سره راټول کړي خو کېدای شي خپله طالبان بېرته ورنشي.

23.04.2020 ډیوه

ډبلیو اچ او: په اروپا کې کورونا وایرس ښايي‌ په کمېدو وي

واشنګټن: په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر۲۶ لکه او ۲۱۰۰۰ او پرې د مړو شویو شمېر ۱۸۳۰۰۰ ته نږدې شوی دی. تر ټولو زیاتې پېښې یې په امریکا کې دي چې ۸۳۷۷۱۹ او د مړو شمېر ۴۶۷۷۱ ته رسېدلی. په امریکا کې تر ټولو زیات ځپل شوی ایالت نیویارک دی چې په کې له کرونا څخه د مړو شمېر ۲۰۱۶۷ او پرې د اخته کسانو شمېر له ۲۶۲۰۰۰ څخه زیات شوی. په ټوله نړۍ کې له کورونا وایرس څخه نږدې ۷۱۵۰۰۰ کسان ښه شوي هم دي. بل پلو د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د اروپا په اکثرو برخو کې د کورونا وبا د کمېدو په کال کې ده خو خبرداری یې ور کړ چې دغه وایرس به له مونږ سره تر ډېر وخت پورې پاتې شي. تیدروس ګبریاسس دا خبر داری هم ورکړ، چې په زیاتو هېوادونو کې د کورونا وبا په لومړیو پړاوونو کې ده او په ځینو نورو کې بیا چې مخکې د وبا له امله ځپل شوي وو اوس پکې بیا د پېښو د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي دي. تیدروس دا هم وویل، چې لاک ډاون او د ټولنیز واټن ساتلو سره دغه وایرس په زیاتو هېوادونو کې کنټرول شوی خو بیا هم د وایرس پیچلتیا د یو ستر ګواښ په توګه لا پاتې ده. هغه له هېوادونو څخه وغوښتل چې د ډبلیو اچ او لخوا د عامې روغتیا  کومې سپارښتنې چې شوي باید په پام کې ونیول شي چې په هغو کې په کورونا د اخته ناروغانو پېژندل، له نورو جلا کول او د خلکو قرنطین کول شامل دي. د هسپانیې لومړي وزیر پیدرو سنچس په دغه هېواد کې د کورونا وبا د کمېدو لپاره د مې میاشتې دوهمه نیمايي بللې او حکومت یې په دغه مهال د کرونا له امله د سخت لاک ډاون څخه د وتلو پلان لري. هغه د شورو یا چهارشنبې په ورځ پارلمان ته د وینا پر وخت وغوښتل چې اوسنی لګېدلی لاک ډاون دې د مې تر نهمې پورې وغځول شي او کله چې هسپانیه د محدودیتونو نرمونو ته پیل کوي‌ نو هغه به ورو او بیلا بیلو پړاونو کې وي. دغه تګلاره به د عامې روغتیا له چارواکو سره په همغږۍ وي چاچې په دې وروستیو ورځو کې له حکومتونو څخه غوښتي وو چې د محدویتونو د نرمولو په برخه کې دې له احتیاط څخه کار واخلي او ویلي دي چې که په دې چټکي‌ وشي نو کورونا بیرته ښايي خپره شي. هسپانیه په نړۍ کې د کورونا د سختو ځپل شویو هېوادونو څخه ده چېرې چې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۰۸۳۸۹ او د مړو شمېر ۲۱۷۱۷ ته رسېدلی دی. په هسپانیه کې سخت لاک ډاون د مارچ په منځنۍ برخه کې پیل شو. ځینو کروبارونو ته د بیا پرانېستل کېدو اجازه ورکړل شوې او د خلکو لخوا تر نیوکو وروسته حکومت وویل، چې له راتلونکې یکشنبې یا اتوار ورځې څخه به له ۱۴ کلنۍ څخه کوچنیو ماشومانو ته به له کور څخه د باندې د ګرځېدو لپاره اجازه ورکول کېږي. له یوې خوا د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې خلک د کورونا په معاینه، بیلوالي او قرنطین باندې پام ساتي خو په ځینو برخو کې د خلکو لپاره معاینه کول هم نشته او خلک پکې په تنګو او واړو ځایونو کې اوسېږي. په داسې ځایونو کې د کډوالو له کمپونو څخه یادونه کولای شو چې د بیلګې په توګه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د لیبنان د ختیځ په یو کمپ کې د کورونا د لومړنۍ پېښې راپور ورکړ. یادې ادارې ویلي چې دغه کورونا نیولی کس یو فلسطینی دی چې له سوریې څخه راغلی وو او اوس د بیروت په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی. ادارې دا هم ویلي، چې دوی به د کورنۍ د نورو غړو په بیلوالي کې مرسته وکړي او په دغه کمپ کې به د کورونا د معایناتو لپاره یوه ډله واستوي.  

22.04.2020 ډیوه

ټرمپ د امریکا پوځ ته د ایراني کښتیو د ویشتلو اجازه ورکړه

ټرمپ د امریکا پوځ  ته د ایراني کښتیو د ویشتلو اجازه ورکړه     واشنګټن: د امریکا لوړ پوړو دفاعي چارواکو د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، ایران ته د ټرمپ پیغام ښکاره او روښانه دی او له دې سره یې د تهران په اړه د ولسمشر ټرمپ لخوا په ټولنیزو رسنیو باندې د وروستیو څرګندونو دفاع وکړه. ټرمپ د شورو یا چهارشنبې د ورځې وختي په یو ټویټ کې لیکلي دي چې ده د امریکا سمندري ځواکونو ته لارښونه کړې چې که هره ایراني کښتۍ زمونږ بیړۍ وګواښي نو باید وویشتل شي او ویجاړه کړای شي. داسې ښکاري چې دغه ټویټ د تېرې اونۍ د هغې پېښې په وړاندې مستقیم غبرګون دی په کومه کې چې ګڼې ایراني کښتۍ چې وسلې هم پرې لګېدلې وې د فارس په خلیج کې امریکايي بیړۍ ګواښلې وې. د راپورونو له مخې ځینې ایراني کښتۍ امریکايي بیړیو ته تر لسو مترو فاصلې پورې نږدې شوې وې. د پنټګان دوهم نمبر جګ پوړي چارواکي چې د لوی درستیز مرستیال کېږي، جنرال جان هېټن خبریالانو ته وویل، زما خوښ شول چې ولسمشر په غبرګون کې ګواښ وکړ او وویل چې هېڅ شک نشته چې دا څه معنی لري. هغه وویل، "که تاسو له هغې کرښې تېر شئ چې مونږ پوهېږو چې دا کومه کرښه ده نو مونږ به غبرګون څرګند کړو." خو هیټن او د دفاع وزارت مرستیال ډېوېډ نارکوېسټ دا هم وویل، چې د ټرمپ ټویټ چې د ایران لپاره یو ګټوره یادونه ده، د سمندري ځواکونو لخوا د ځان ددفاع پر وخت د مرګونو وسلو د کارولو معیارونه هم نه بدلوي. دغه ټویټ اود پینټګان غبرګون د امریکايي چاراکو لخوا ایران او ځینو نورو رقیبانو ته د خبرداري په معنی دی چې په دې وروستیو کې یې د کورونا وبا پر وخت د امریکايي‌ پوځ پرضد پارونکي کارونه کړي دي او د امریکا د پوځ صبر او زغم یې ازمایلی دی. ایران دغه ډول تورونه رد کړي دي او ټینګار یې کړی چې په دې وروستیو ورځو کې یې سمندري ځواکونو تمرینونه کول چې تېره اونۍ د امریکايي جنګي بیړیو لخوا د غیر مسلکي او پارونکو اقداماتو سره مخ شول. خو امریکايي چارواکي تر اوسه هم ټینګار کوي چې د تېرې اونۍ پېښه په منځني ختیځ کې د ایران لخوا د ورته چلند او د شخړې د زیاتوالي لپاره د هغوی د روانو هڅو یوه برخه ده. امریکايي چارواکي وايي، په دغو هلو ځلو کې د ایران لخوا د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ایران په وینا اوربیټ ته د پوځي سټلایټ لېږل هم شامل دي.‌ د ایران انقلابي ګارد چې یوه ترهګره ډله بلل شوې نن دغه میزایل توغولی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، دغه کار د ملګروملتونو د امنیت شورا له مسودو څخه. ښکاره سرغړونه وه. پمیو ویلی، ایران باید د خپلې کړنې لپاره مسول وګڼل شي.‌ هغه دا هم وویل، چې امریکايي چارواکو ته ویل شوي چې د خپل ځان او د خپلو خلکو د دفاع لپاره چې هر ډول لازم ګام پورته کړي. امریکا د ایران د سټلایټ پر پروګرام باندې له دې امله نیوکې کړي چې دا د بالسټیک میزایلو د ودې لپاره چې هغه بیا کولای شي له ځان سره اټومي کوپړۍ هم ولېږدوي وکارول شي. امریکايي چارواکو د شورو یا چهارشنبې په ورځ په دې اړه څه و نه ویل چې د ایران د سټلایټ توغولو کار بریالی وه او که نه او وویل، چې ارزونې لا دوام لري. خو امریکايي چارواکو ویلي، ګواښ د لیدو وړ دی او جنرال هېټن ویلي، دغه سټلایټ ډېر اوږد واټن وهلی او دا په دې معنی چې بیا هم دا توان لري چې خپل ګاونډیان او زمونږ متحدین وګواښي. ایران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې یواځې د سولیزو موخو لپاره دی.

22.04.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more