ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په ټانک کې د جنوبي وزيرستان د خلکو احتجاجي ناسته د درېو میاشتو راهسې روانه ده

د جنوبي وزيرستان د محسود قبيلې هغه خلک چې د سروکۍ او لدهې تحصيلونو سره یې تعلق دی په ټانک کې د درېو مياشتو راهسې په احتجاج ناست دي چې د راه نجات پوځي عملياتو په مهال دوی ته د اوختي تاوان معاوضه دې ورکړی شي.

27.04.2020 ډیوه

پاکستان: نړيوال پروازونه به تر ۱۵ می ځنډېدلي وي

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د کرونا وایرس د وبا له امله به نړيوال پروازونه تر ۱۵می پورې ځنډېدلي وي.

27.04.2020 ډیوه

پاکستان کې ۱۳زره ۲۸۶ کسان کرونا وايرس اغېرمن کړي، ۲۸۱ مړه

په پاکستان کې د کرونا وايرس نه نور ۱۲ تنه مړه شوي او په ملک کې په ۱۳زره ۲۸۶ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

27.04.2020 ډیوه

سعودي عرب د کم عُمره مجرمانو دپاره د مرګ سزا لغوه کړه

سعودي عرب پس له هغه چې په دُرو یا کوړو وهلو سزاگانې یې بندې کړلې، د اتوار/یکشنبې په ورځ یې د کم عمره مجرمینو د اعدام یا مرګ سزاګانې هم ختمې اعلانې کړلې. دغه اصلاحات د سعودي عرب د شهزاده ولیعهد محمد بن سلمان د هغو کوششونو یوه بله څرګندونه ده چې هغه غواړي د سخت دریځه وهابي اسلام تر اثر رسوخ لاندې سعودي عرب بدل کړي او ماډرنه څهره ورکړي. د سعودي عرب د بشري حقونو د کمېشن مشر عواد العواد په یو بیان کې د شاهي فرمان په حواله ویلي، د هغو کسانو د اعدام یا تیزندۍ کېدو سزاګانې لغوه شوې کوم چې د جرم ترسره کولو په وخت کې ماشومان حسابېدل. العواد زیاته کړې: "دا کسان به اوس د اعدام په ځای، د اوږده قید سزا وګوري، هغه هم چې له لسو کالو زندان نه زیات نه وي." تمه ده چي د سعودي عرب د دغه شاهي حکم په بنیاد، کم تر کمه د هغو شپږو شیعه نارینه و د مرګ سزا هم لغوه شي کوم چې د مرګ سزا ورته ټاکل شوې وه. په دغو کسانو تور لګېدلی کله چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کښته و، نو د حکومت ضد مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارکنانو تېر کال له سعودي عرب نه په ټینګار وغوښتل چې د دې کسانو د مرګ سزا دې وځنډوي. د سعودي عرب د بشري حقونو د کمېشن مشر عواد العواد وایي: "دا د سعودي عرب دپاره یوه مهمه ورځ ده. دا حکم نامه مونږ سره مرسته کوي چې د سزاګانو یو ماډرن تره کوډ جوړ کړو." سعودي عرب د نړۍ یو له هغو ملکونو ځینې دی چې د مرګ سزاګانې پکې خورا ډېرې عملي کیږي او هغه کسان چې د مرګ سزا ورته ورکول کیږي، یا د ترهګرۍ، قتل، جنسي زورزیاتي، وسله واله غلا، او یا د مخدره موادو د قاچاق په کېسونو کې نیول شوي وي. یوازې په تېر ۲۰۱۹ کال کې، د سرکاري شمېرو تر مخې، سعودي عرب کم از کم ۱۸۷ کسان اعدام کړل. د ۲۰۲۰ کال د جنوري میاشتې راهیسي بیا تر اوسه ۱۲ کسان په سعودي عرب کې اعدام شوي دي. تر دې وړاندې، د سعودي عرب سپریم کورټ اعلان وکړ چې نور به په دې هېواد کې هیڅ یو مجرم ته د کوړو یا دُرو سزا نه ورکول کېږي. د سعودي د بشري حقونو سرکاري کمېشن د شنبې- خالي په ورځ‌ په یوه بیان کې مجرم ته په کوړو د وهلو د سزا ختمول د سعودي د باچا سلمان بن عبدالعزیز او د هغه د زوی ولیعهد محمد بن سلمان د حکومت له خوا یو لوی پرمختګ بللی دی. د بشري حقونو نړیوال تنظیمونه وخت په وخت په سعودي کې مجرم ته د کوړو ورکولو سزا غندنه کوي، خو وایي اوس هم په دې هېواد کې هغو کسانو ته د مرګ سزا ورکول کېدای شي چې د حکومت د تګلارې خلاف نظر ولري، وایي دا د بنیادي بشري حقونو خلاف کار دی. د بشري حقوقو د څار نړیوالې ادارې یا هيومن رایټس واچ د سعودي د حکومت د دې ګام هرکلی کړی دی. د دې ادارې یوه مشر ایډم کوګل ویلي، دا کار باید ډېر مخکې لا شوی وای، وایي اوس نو د سعودي د عدالتي نظام- چې له انصافه لرې دی- د اصلاحاتو په مخکې هیڅ خنډ پاته نه دی.  

27.04.2020 ډیوه

خلیلزاد: افغانان دې اختلافات یوې خوا ته کېږدي او له کرونا سره دې مقابله وکړي

امریکا یوځل بیا له افغان مشرانو او طالب یاغیانو غوښتي چې د کروناوایرس وبا سره د مقابلې دپاره دې خپل منځي اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او جنګ و تشدد دې بند کړي. د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ټویټر له لارې افغانانو ته د روژې د رارسېدو له امله مبارکۍ ورکړې او تر څنګ یې په دې پیغامونو کې له حکومت او طالبانو غوښتي چې د بندیانو د خوشې کولو پروسه دې تېزه کړي. خلیلزاد ویلي چې روژه، ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ته یوه موقع ده چې "د خپلو ګټو پر ځای د هېواد ګټو ته لومړيتوب ورکړي". د خلیلزاد اشاره د ولسمشر غني او پخواني اجراییه رئیس عبدالله سیاسي لانجو ته ده چې د انتخاباتو وروسته راپیدا شوي او تر اوسه هوارې شوي ندي. د امریکا استازي دا هم لیکلي چې روژه د طالبانو دپاره یوه موقع ده چې ډزبندي پکې وکړي.  خلیلزاد دا هم ویلي چې دواړه خواوې باید د دواړې خواوې باید د بندیانو خلاصون چټک کړي. د COVID-19 پر خلاف جګړه دې ته فوریت ورکوي او د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو په ګډون، د سولې له بهیر سره هم مرسته کوي. په افغانستان کې تر اوسه د کروناوایرس 1531 کېسونه مخې ته راغلي او په دې مرض کم از کم پنځوس تنه مړه شوي دي. افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی چې د صحت سیسټم یې دمخه لا زیانمن پاته شوی و. له خلیلزاد نه وړاندې، افغان حکومت، د اسلامي کنفرانس غړو هېوادونو او نېټو هم په طالبانو غږ کړی و چې د کروناوایرس وبا سره د مقابلې دپاره دې تشدد نه لاس واخلي. مګر طالبانو د اتوار/یکشنبې په ورځ د یو بیان په خپرولو سره، د ډزبندۍ دپاره ټولې داخلي او خارجي غوښتنې ردې کړلې او ویې ویل چې دوی به د روژې په میاشت کې ډزبندي نه کوي. د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ ۲۹مې نیټې لوظنامه، د افغانستان د جنګ د ختمولو یوازینۍ لاره ده. د طالبانو ویاند زیاته کړه چې د دې لوظنامې له مخې، په لسو ورځو کې باید زرګونه طالبان له زندانونو راخوشې شوي و او د مارچ په لسمه باید بین الافغاني مذاکرات پیل شوي و، چې دا کار ونشو. که څه هم افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ لوظنامې کې شامل نه و، خو اوس طالبان پر افغان حکومت دا تور لګوي چې د لوظنامې د عملي کولو مخه نیسي او د طالب بندیانو په راخوشې کولو کې ځنډ او خنډ پېښوي. خو بل اړخ ته د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د اتوار/یکشنبې په ورځ ویلي چې افغان دولت ټول لازم اقدامات ترسره کړي او د جنګ ختمولو ته ژمن دی.  صدیقي زیاته کړې چې طالبانو په دې وروستیو کې پر خلکو او حکومتي قواوو باندې خپلې حملې زیاتې کړي او د روژې په میاشت کې یې د ډزبندۍ دپاره د ټولو غوښتنې هم رد کړي نو دا څرګندوي چې طالبان نه غواړي تشدد راکم کړي. یاده دې وي چې افغان حکومت تر اوسه په څو جوپو کې، ۵۵۰ طالبان له زندانونو آزاد کړي دي او وایي چې که طالبان تشدد راکم کړي او مذاکراتو ته حاضر شي، نو د طالب زندانیانو د آزادېدو لړۍ به همداسې روانه وي. طالبانو بیا ۶۰ تنه بندیان، د پوځیانو او پولیسو په نوم خوشې کړي، مګر افغان حکومت وایي چې اکثره دغه کسان غیرپوځیان و چې طالبانو د عسکرو په نوم خوشې کړل. طالبانو په وروستو کې په بیلابیلو ولایتونو کې خپلو حملو ته زور ورکړی او یوازې په همدې تېره هفته کې یې له سلو زیات افغان عسکر وژلي دي.

26.04.2020 ډیوه

د صحت پوهان: په خیبر پښتونخوا کې د کرونا وایرس د مړینې لوړې کچې علت د ناروغانو په وخت سره روغتونونو ته نه رسیدل دي

 د روغتیا پوهان وايي څومره چې د کرونا وايرس زيات ټيسټونه وشي هغه هومره په دې رنځ قابو بيا موندلې شي

26.04.2020 ډیوه

د خېبرپښتونخوا د ماربلو کارخانه دار بې له سوده قرضې غواړي

د خېبرپښتونخوا د ماربلو د کارخانو مالکانو غوښتنه کړې چې حکومت دې دوی ته بې له سوده د دوو کالو د مودې لپاره قرضې ورکړي. په دې اړه د خېبرپښتونخوا د ماربلو د کارخانو د سازمان صدر اصغرخان اتمانخېل وايي، د لاک ډاون له امله دوی ته د بجلۍ د بلونو او پېسو د واپسۍ له امله زيان رسېدلی، چرته چې دوي ماربل استوي له هغه ځایه دوی ته کومې پېسې نه راځي او که دوی ته دغه قرضې ترلاسه شي نو د پېسو زيان قابو کېدلی شي.   دا په داسې حال ده چې په نړۍ کې د تېلو د نرخونو کمېدو او د کرونا وبا له امله اقتصاد ته د زیان وروستو د وزيراعظم له خوا جوړه ځانګړې کميټۍ هڅه کوي چې د سود په شرح - کچه کې نور کمی راولي، او په نړیوال مارکیټ کې د تیلو په بیو کې د کموالی ګټه عام وګړی ته ورسوي. د وزيراعظم د خزانې سلاکار ډاکټر حفيظ شېخ په مشرۍ کې د کمېټۍ په غونډه کې غړي په دې سلا شوي چې د بهر هېوادونو نه راتلونکې پېسې زياتول، زراعتو ته د ودې ورکولو، لويو کاروبارونو ته د قرضې ورکولو په مد کې ګټې رسولو او جنرل سېلز ټېکس يا جي اېس ټي د ۱۷ فيصده نه پينځه فيصده ته راولي. دغه کمېټۍ ويلي، دوي هڅه کوي چې په نړيوال مارکيټ کې د تېلو د بيو کمېدو ګټه اولس ته ورسوي. د ذکر وړ ده چې دا وخت په نړیوال مارکیټ کې د یو بېرل د خام تیلو- برېنټ کروډ ائل بيه ۲۱ ډالرو ته راکمه شوې ده.   د خېبرپښتونخوا په مردان خارکید پټروليم اېسوسي اېشن مشر اخترنواز وايي، د نړيوال مارکټ ترمخه که حکومت د پټرولو يو لټر په ۵۰ روپۍ کړي نو اولس ته به هم ګټه ترلاسه شي.   نوموړی وايي، دا وخت ۳۷ روپۍ حکومت په يو لټر کې اخلي او دا چې په څومره پېسو دوي ته تېل ورکول کېږي، دا ټولې پېسې د ټېکس په شکل کې حکومت ته ځي. روانه مياشت د پاکستان مرکزي بېنک د سود شرح ۹ فيصده ته راکمه کړې وه او ويلي يې وو چې د کرونا وايرس له امله معيشت د بې باورۍ سره مخ دی او په مالي کال ۲۰۲۰م کې د اقتصادي پرمختيا شرح يو اعشاريه پينځه فيصده ته د کمېدو اندېښنې زياتې شوې دي. ماهرين هيله څرګندوي چې د می په مياشت کې به مرکزي بېنک د ۱۰۰ - ۳۰۰ پواينټونو کمی راولي او د سود شرح به شپږ فيصده ته را کښته کړي.    

26.04.2020 ډیوه

د مولانا دعا کې په ښځو د کرونا وبا الزام ښځو پرضد تشدد لا زیات کړي ، پوهان وایي

سياست مداره بشری ګوهر د مولانا د دې بيان پحقله وائي چې دې سره به په کورونو کې تشدد نور هم سېوا شي او د دې زور به په ښځو باندې پرېوځي

26.04.2020 ډیوه

زلمی خلیلزاد: طالبان دې په روژه کې اوربند وکړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد له طالبانود روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه کړې ده.   زلمي خلیلزاد نن د یکشنبې یا اتور په ورځ د روژې په مناسبت پیغام کې په خپل یو ټویټ کې لیکلي طالبان باید د کرونا وایرس له امله رامنځته شوي روغتیايي کړکیچ ترپای ته رسیدو پورې د روژې په دې میاشت کې خپل تهاجمي بریدونه او عملیات په افغانستان کې ودروي.   نوموړی وايي که د بندیانو ازادولو پروسه چټکه شي د کرونا وایرس د خپریدو مخنیوي په ګډون د سولې بهیرله پرمختګ سره مرسته کولی شي. زلمی خلیلزاد له طالبانو او افغان حکومت وغوښتل چې د بندیانو د خوشي کیدو په حالت کې چټکتیا راولي. ښاغلي خلیلزاد همدارنګه په خپل یو بل  ټویټ کې لیکلي ، روژه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله لپاره هم یو فرصت دی چې د افغانستان ګټو ته تر خپلو شخصي ګټو لومړیتوب ورکړي.     دافغان سولې لپاره دامریکا له دې ځانګړي استازي  څخه وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني،ناټو،امریکا اود اسلامي هیوادونو دهمکاریوسازمان له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده.   طالبانونن د یکشنبې په ورځ  د اوربند د ټینګښت غوښتنه یوځل بیا رد کړې او په یوې اعلامیه کې دامریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې موافقې په په عملي کیدو یې ټینګار کړی دی.   پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا وايي لند مهاله اوربند او د جګړو کمول دسولې پروسې سره مرسته نه شي کوالی. نوموړي وايي که د بندیانو ازادولو لپاره دمکانیزمونو د جوړلو حالت کې بندلون رامنځته نه شي اوبندیان بغیر قید اوشرط څخه خلاص نه شي د ده په باورد افغانستان جګړې او نامنی نه شي دریدلی.   دسولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي د افغانستان د سولې برخلیک د پرمختګ لپاره دامریکا متحدو ایالتونو اوطالبانو ترمنځ دسولې موافقې عملي کیدل اړین دی.   له ډيوې سره په خبرو کې ناجیه انوري وايي د امریکا اوطالبانو ترمنځ دهوکړه لیک له مواردو څخه یوهم اوربند او دملکي وګړود ژوند ژغورل دي. نوموړې وویل:((د ملکي وګړو دژوند ژغورلولپاره بشردوستانه اوربند نه یوازې دافغان دولت وړاندیز دی بلکې دټولو افغانانانو نړیوالوسازمانونولکه د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان ناټو اود امریکا غوښتنه ده.))   طالبانو په داسې حال په یوې اعلامیه کې چې نن خپره شوې د اوربند اود تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه رد کړې ده چې تیره ورځ افغانستان دملي امنیت شورا ویلي که طالبان دسولې رامنځته شوی چانس د لاسه ورکړي ملامتي به یې دهمدې ډلې پرغاړه وي.

26.04.2020 ډیوه

کرونا وایرس:دنړۍ یو شمیر هیوادونو کې دمعاشي بدحالۍ اؤ ولږو،تندو اندېښنه

په بېړنیو حالاتو کې مرسته کوونکي د نړۍ تر ټولو ستر سازمان دنړۍ په ټولو حکومتونو ټینګار کړی چې دکرونا وائرس له امله د شوؤ اقتصادي زیانونو د ازالې دپاره باید یو پلان برابر کړي.

26.04.2020 ډیوه

پي ایي ای بهرنیو هیوادونو کې دکرونا دلاسه بند پاتې شوي پاکستانیان په دواړه لاسه لوټي ؟

دپاکستان حکومت د کرونا وائرس دمخنیوي په خاطر په نړیوالو الوتنو بندیز تر ۱۵م غځولی دی خو وایي دا بندیز به په ځانګړو الوتنو نه وي چې د اړتیاؤ په صورت کې خلک وړي،راوړي

26.04.2020 ډیوه

دپېښور د روژې هغه ګرم ماذیګري اوس څنګه دي ؟

د روژې په ورځو کې عموماً دپېښور سړکونو ماذیګر مهال دومره ګرم وي چې دپېښې اېښودلو ځائ پرې نه وي خو صوبه کې روان لاک ډان له دا ځل د روژې ماذیګري ساړه کړي دي اؤ‌ هغه خواریکښه طبقه چې دمزدورۍ دپاره یې سترګې د روژې میاشت ته وې ، دمایوسۍ سره مخ ده.

26.04.2020 ډیوه

پاکستان کې د کرونا وائرس ۷۲۳نوې پېښې مخې ته راغلې دي،په یوه ورځ ۱۵کسان مړه

پاکستان کې دکرونا وائرس ۷۲۳نورې پېښې ثبت شوي چې دې سره دغه هیواد کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۱۲۷۲۳ؤ ته رسېدلې ده اؤ تر اوسه په دې وائرس ۲۶۹کسان مړه شوي هم دي.

26.04.2020 ډیوه

ډاکټر ظفر مرزا: د پاکستان د کرونا وایرس 79 فیصده پېښې د ملک دننه ورپوری شوي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د صحت چارو مشاور ډاکټر ظفر مرزا ویلي چې په دغه هیواد کې خپریدونکي د کرونا وایرس د ټولو پېښو 79 فیصده پیښې په ملک کې دننه ورپورې شوي, او 21 فیصده پېښې د بهرڅخه روړل شوي دي. د رپوټونو تر مخه په پاکستان کې تر دې دمه د کرونا وایرس باندی د اخته کسانو شمیره 12 زره 507 او د مړه شوؤ کسانو شمېره 261 ته رسېدلې ده. ښاغلي مرزا په اسلام اباد کې خبري کانفرانس ته په وینا کې وویل ،" اوس دا خبره سمه ده چې ووایو چې زموږ ډیری پیښې ځایې پیښې دي." نوموړي هغه خبرونه غلط وګرځول چې ګني پاکستان د کرونا وایرس پرضد کوم ویکسین جوړولو باندی کار کوي. هغه وویل : " تر اوسه په پاکستان کې د کوویډ19- ویکسین نشته او نه هم د هغه پر جوړیدو کوم کار روان دی." د پاکستان حکومت د جمعی په ورځپه دغه هېواد کې د کرونا وایرس د خپریدو مخنیوي لپاره د لاک ډاوڼ – ټول بندیز موده تر د میتر نهمې نېټې پورې د غځولو اعلان کړی. په پاکستان کې ډاکټرانو خبرداری ورکړی که چیرې حکومت کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر لاک ډاون په موثره توګه عملي نکړو او په روژه کې یې په جوماتونو کې په ګنه ګوڼه پابندي وه نه لګوله نو د کرونا وایرس به نور هم خپور شي.  

25.04.2020 ډیوه

طالبانو د امریکا سره د سولی تړون وروسته 2804 بریدونه کړي، د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل د خالي - شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو لخوا شوي بریدونو کې 789 ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

25.04.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more