شاته

په ټانک کې د جنوبي وزيرستان د خلکو احتجاجي ناسته د درېو میاشتو راهسې روانه ده

د جنوبي وزيرستان د محسود قبيلې هغه خلک چې د سروکۍ او لدهې تحصيلونو سره یې تعلق دی په ټانک کې د درېو مياشتو راهسې په احتجاج ناست دي چې د راه نجات پوځي عملياتو په مهال دوی ته د اوختي تاوان معاوضه دې ورکړی شي.

د سروکۍ او لدهې سره تعلق لرونکي محسود د جنورۍ په ۲۴ په ټانک کې د جنوبي وزيرستان د انتظاميې د دفتر مخې په احتجاج ناست ؤ کومه ناسته چې اوس هم دوام لري.

د احتجاجي ناستې يو مشر شاه فېصل غازې وايي د دوی درې غټې غوښتې دي، چې د راه نجات په وخت په کومو علاقو کورونه وران شوي او د هغو سروی نه ده شوې په سمدستي ډول دې د هغو سروی وشي.

هغه وويل دوېمه دا چې د کومو کورونو سروی شوې هغو ته دې فوري امدادي مرستې ورکړی شي او درېم دا چې کوم ړنک کورونه په تېر سروی کې پاتې شوي د هغو دې بيا سروی وکړی شي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل تراوسه پورې د دوی يوه غوښتنه ونه منل شوه ځکه دوی په احتجاج لاس پورې کړو.

په جنوبي وزیرستان کې په کال ۲۰۰۹م کې د راه نجات په نوم د تندلارو وسله والو پرضد د پاکستان پوځ عمليات کړي چې له امله يې نزدې ۷۲ زره کورنۍ کډه شوې وې.

د هغه د وخت انتظاميې په وېنا دغه خلک چې کله بیرته علاقې ته ستنول کېده نو د دوی شمېره د یو نيم لک کورنيو پورې وه.

د قبايلي سيمو دپاره د افتونو په وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم ای) وايي په جنوبي وزيرستان کې د عملياتو وروسته په ترسره شوې سروی کې دوی ۹۰ زره وران کورونه شمار کړي دي او د سروی عمل اوس هم روان دی.

اداره پخلی کوي چې په دغه سروی کې د ۴۷ زرو کورونو پخلی شوی هغو ته به مالي مرستې ورکول کيږي او په دوی کې ۳۴ زرو ته پېسې ورکړی شوي هم دي.

حکومت د يو وران کار کور دپاره څلور لکه روپۍ او د نيم وران دپاره يو لک شپېبته زره روپۍ مرستې ورکوي.

د جنوبي وزيرستان د انتظاميې مرستيال فهيدالله وايي د کرونا وبا په مهال هر څه په ټپه ودرېدلې دي ځکه دغو خلکو ته د پېسو چيکونه نه ورکول کيږي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دې خلکو ته د مرستو دپاره پېسې راغلي خو د بېنکونو بندېدو له امله دغه عمل ودرول شوی او دوېم دا چې دوی دخلکو د اندراج دپار ه د فارمونو ډکولو بل تېز نظام جوړ کړی دی او په هغې هم کار روان دی.