ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


خليلزاد د نېټو هرکلی کړی، چې په طالبانو يې د تاوتريخوالي کمولو غږ کړی

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د نېټو هرکلی کړی چې "له طالبانو یې وغوښتل چې اورکم وکړي، له افغان حکومت نه یې وغوښتل چې سیاسي کړکیچ ختم کړي".

25.04.2020 ډیوه

خېبرپښتونخوا کې په کرونا وايرس اخته شوی لمړی ډاکټر مړ شو

د پېښور په حیات اباد مېډېکل کمپليکس روغتون کې په کرونا وايرس اخته شوي ډاکټر پروفېسر محمد جاوېد نن د خالي/ شنبې په ورځ ژوند د لاسه ورکړو.

25.04.2020 ډیوه

د کلوروکين د لارې دې د کرونا د علاج نه ډډه وشي، اېف ډي ای

د امریکې د خوراک او دوایانو ادارې (اېف ډي ای) سره اړونده ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې د مليريا دپاره کارېدونکې دوايانې که د کرونا وايرس دپاره کارول کيږي د دې نه دې ډډه وشي

25.04.2020 ډیوه

په پاکستان کې کرونا وايرس نور ۱۶ تنه مړه کړي

په پاکستان کې کرونا وايرس نور ۱۶ تنه مړه کړي دي، په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ کسانو شمېره ۲۵۳ ته رسېدلې ده.

25.04.2020 ډیوه

کرونا وایرس د امریکې د سمندري پوځ دویمې بیړۍ ته هم ورسیدو، ۱۸ عسکر یې ناروغه دي

د دی نه وړاندې د امریکې د سمندري پوځ په یواېس اېس تیوډور روزوېلټ نومې بیړه کې عسکر کرونا وایرس وهلي وو. تراوسه پورې د بېړې د ۵۰۰۰ عسکرو په عمله کې د ۸۵۶ عسکرو د کرونا وایرس ټېسټونه مثبت ختلي دي

25.04.2020 ډیوه

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو اداره وايي ځینې ملکونه د کرونا وایرس حالات د خبریالانو د ازادۍ په خلاف استعمالوي

مېشېل بېچلېټ خپل بیان کې د انټرنېشنل پرېس انسټی ټیوټ هغه رپورټ ته هم اشاره کړې ده چې پکې وویل شوي دي د چین نه خورې شوې وبا وروسته په نړۍ کې اصل شمېرو ته د رسېدو په سر د مېډیا د ازادۍ خلاف  ۱۳۰ پېښې رپورټ شوي دي

25.04.2020 ډیوه

ډبلیو اچ او: د کورونا ممکنه واکسین او درمل باید په ټولو هېوادونو ووېشل شي

واشنګټڼ: د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د نړۍ له مشرانو او خصوصي سکتور سره به په همغږۍ د کورونا وایرس د هر ممکنه واکسین او درمل په مساوي ویشلو کې همکاری وکړي.‌ د ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس له جینوا څخه د ملګروملتونو له عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش او د اروپايي ټولنې له مشرانو سره د ټیلي کانفرانس له لیارې یوځای شوی وو. دوی د هغې پروژې اعلان وکړ چې له مخې به یې ټول هېوادونه د کورونا وایرس له وبا سره د جګړې نوي وسایل ترلاسه کوي. ګوټرېیش ویل، د کورونا وایرس واکسین او درملنه باید د ټولې نړۍ پورې تړاو و لري نه یو هېواد او یا سیمې پورې. هغه وویل، چې د کورونا وایرس درملنه باید ارزانه، خوندي او اغیزناکه وي او په اسانۍ سره ورکول کېدای شي. په دغه ټیلي کانفرانس کې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون، د جرمني چانسلره انګیلا مرکل، د اروپايي کمېسیون مشر او د بېل او مېلانډا ګېټس د فونډېشن استازو ګډون درلود خو د امریکا کوم استازي په دغه اعلان کې برخه نه وه اخېستې.

25.04.2020 ډیوه

ايي اېس ايي د کرونا وایرس مريضانو په معلومولو کې مرسته کوي، وزیراعظم عمران خان وايي

عمران خان د کرونا وایرس مريضانو معلومولو په لړ کې د ايي اېس ايي د کردار خبره کرونا د حکومت اقتصادي مرستې پروګرام دپاره د چندې جمع کولو په یوه دستوره کې وکړه. هغه وویل په مقامي کچه د کرونا وایرس د خپرېدو په مخنیوي کې د ايي اېس ايي نه کار اخیستل کیږي

25.04.2020 ډیوه

په پاکستان کې لاک ډاون د می تر نهمې نېټې وغځول شو

یوه ورځ وړاندې د پاکستان یو شمېر سینیر ډاکټرانو ووېل په پاکستان کې په لاک ډاون په مکمله توګه عمل نه کیږي، د خلکو ګنې ګوڼې لیدل کېږي او حکومت ته پکار ده چې د روژې په میاشت کې په جوماتونو کې د اجتماعي عبادتونو اجازت ورنکړي

24.04.2020 ډیوه

نېټو : طالبان دې تاوتریخوالی کم او زر تر زره مذاکرات پیل کړي

نېټو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې په طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی دې زر تر زره کم کړي او مذاکراتو ته دې شرایط برابر کړي. نېټو ویلي ‌چې په افغانستان کې د "طالبانو د تاوتریخوالي‌ اوسنۍ کچه" د منلو وړ نه ده. نېټو په دغه اعلامیه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت په استازيتوب د ټول اړخيزه مذاکراتي ټيم - پلاوي د جوړېدو هرکلی کړی ، او په طالبانو یې غږ کړی " چې پرته له ځنډ دې دغه ټیم سره مذاکرات پیل کړي چې د امریکا - طالبانو د تړون مهمه برخه ده. " نیټو اعلامیه زیاتوي چې " دوی تمه لري چې دا مذاکرات به د تلپاتې او هر اړخیز سولې لوظنامې لامل شي چې تاوتریخوالي پای ته ورسوي ، د ښځو او ماشومانو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونه، د قانون حاکمیت ساتي ، او ډاډ ورکوي چې افغانستان بیا هیڅکله د ترهګرو لپاره د خوندي ځای په توګه کار ونکړي. " نېټو همدغه شان ویلي چې ټول اړخونه باید د تاوتریخوالي په کمولو کې خپلې ژمنې عملي کړي. په اعلامیه کې د ټولو سیاسي مشرانو او د هغوی له پلویانو نه غوښتنه شوې‌ ده چې خپل اختلافات دی ختم کړي،‌ او یو ټول شمول حکومت دې جوړ کړي او د سولې د دغه فرصت نه دې ګټه پورته کړي. نېټو له افغان حکومت او طالبانو نه غوښتي‌ چې د بندیانو د پرېښودو لړۍ دې ګړندی کړي او د اوربند په اړه دې د نړیوالو غوښتنه ومني. د نېټو په اعلامیه کې ویل شوي چې کوویډ- 19 ناروغۍ دې ګام ته اړتیا نوره هم زیاته کړې.  دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په روژه کې د افغان حکومت له لوري د اوربند خبره رد کړی. افغان حکومت او نورو هیله څرګنده کړې وه چې د کرونا وایرس ګواښ ته به د اوربند په حال کې غوره ځواب ورکړل شي. أفغان حکومت وايي‌ تر دې دمه یې 550 طالب بندیان پرېښي دي‌ او ټاکل شوې چې 950 نور طالبان به هم پرېښودل شي. طالبانو هم 60 تنه پرېښي دي‌ چې افغان چارواکي‌ وایي یوازې 19 کسان یې افغان سرتېري وو. نېټو په خپلې اعلامیې کې یو ځل بیا د افغانستان سره او افغان ځواکونو سره خپلو اوږد مهاله ژمنو په دوام ټېنګار کړی دی. نېټو دا مهال په افغانستان کې زرګونه عسکر لري،‌ هیله لري‌ چې له طالبانو سره خبرې نتیجه ورکړي. په عین وخت کې نېټو ویلي چې افغانان دی د سولې د فرصت نه ګټه واخلي.

24.04.2020 ډیوه

کرونا وایرس څخه پاکستان کې د مړو شمیره ۲۳۷ؤ ته ورسېده

پاکستان کې په کرونا وائرس د اخته ناروغانو شمیره ۱۱۱۵۵ ته رسېدلې ده اؤ تر دې مهاله په دې وائرس ۲۳۷کسان مړه شوي هم دي چې دې کې تر ټولو زیاتې مړینې خیبر پښتونخوا صوبه کې شوي دی.

24.04.2020 ډیوه

په نړۍ کې په کورونا اخته کسان له ۲۷ لکو زیات شول

واشنګټن: په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۲۷ لکه او ۱۸۰۰۰ او پرې د مړو شویو کسانو شمېر له یو لک او ۹۰۰۰۰ څخه زیات شوی دی.‌ یواځې په امریکا کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له اته لکه او ۸۰۰۰۰  څخه اوختی او پرې د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۵۰۰۰۰ ته رسېدلی دی.‌ په امریکا کې تر ټولو زیات ځپل شوی ایالت نیویارک دی چېرې چې په کورونا د اخته کسانو شمېر دوه لکه ۷۰۰۰۰ او د مړو شمېر پکې ۲۱۰۰۰ ته نږدې شوی دی. په امریکا کې دوهم نمبر زیاتې پېښې په نیوجرسي ایالت کې دي چې له یو لک څخه اوښتي او ۵۴۲۸ کسان پرې مړه شوي دي. په پاکستان او افغانستان کې هم د کورونا پېښې په زیاتېدو دي چې په پاکستان کې دا مهال له ۱۱۰۰۰ او په افغانستان کې له ۱۲۸۰ څخه زیاتې شوي دي. همدانګه د کورونا وایرس له امله په پاکستان کې تر اوسه پورې ۲۳۵ کسان او په افغانستان کې ۴۲ کسان مړه شوي دي. په ټوله نړۍ کې له کورونا وایرس څخه اوه لکه او ۴۵۶۲۰ کسان په بشپړه توګه ښه شوي هم دي.    

24.04.2020 ډیوه

ټرمپ له اغېزمنو سره د ۴۸۴ بیلینه ډالرو پر مرستې لاسلیک کوي

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل، دی ښايي د زیارت یا پنجشنبې ‌په شپه له کوچنیو کروبارونو او روغتونونو سره چې د کرونا د وبا له امله ځپل شوي د ۴۸۴ بیلینه ډالرو د مرستې په مسودې باندې لاسلیک وکړي. دا به په دوو میاشتو کې څلورم ځل مرسته وي چې په لسګونو میلیونو امریکایان به یې د کرونا د وبا د پیل راهیسې د کاروبارونو د تړل کېدو له امله ترلاسه کوي. د کورونا د وبا د پیل راهیسې تر ۲۶ میلیونو زیاتو امریکایانو د بې کارۍ له امله د مرستو غوښتنه کړې. د زیارت یا پنجشنې په ورځ د خپاره شویو مالوماتو له مخې په دغې شمېره کې یواځې تېره اونۍ ۴.۴ میلیونه زیاتوالی راغلی. د ۴۸۴ بیلینه ډالرو د مرستو دغه قانوني مسوده د امریکا د استازو په جرګه یا هاوس اف ریپرېزینټیټیو کې د پنځو مخالفو رایو په مقابل کې په ۳۸۸ موافقو رایو باندې په غوڅ اکثریت سره په داسې حال کې تصویب شوه چې ولسمشر ټرمپ او مرستیال یې مایک پېنس په سپینه ماڼۍ کې د کورونا په اړه خبري غونډه درلوده. ټرمپ وویل، "مونږ واکسین ته ډېر نږدې شوي یو." خو  زیاته کړه چې "له بده مرغه ازمېښت ته یې ډېر نه یو نږدې شوي." ساینس پوهانو ویلي، که کچېرې د واکسین په کاندیدانو باندې لومړنی ازمېښت په سمته توګه پر مخ ولاړ شي نو دوی به یې د کلینکي ازمېښت لپاره له یو کال څخه تر ۱۸ میاشتو وخت کې چمتو شي. بل پلو په امریکا کې د ساري ناروغیو وتلي متخصص ډاکټر انتوني فوسي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ټایمز مجلې ته وویل چې په امریکا کې اوس هم د کورونا وایرس د ټیسټونو په برخه کې ستونزې شته دي.

24.04.2020 ډیوه

په برتانیه کې انسانانو ته د کورونا واکسین ازمېښت پیل شوی

واشنګټن: ساینس پوهانو په برتانیه کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ انسانانو ته د کورونا واکسین د ورکړې ازمېښت پیل کړی. د اکسفورډ پوهنتون یوې ډلې خپل جوړ کړی ازمایښتي واکسین لومړني رضاکار ته ورکړی. ددې ترڅنګ ایټالیا، جرمني او بلجیم هم ویلي، چې د دوی ساینسي ډلې هم په ګډه سره په یو بل ورته واکسین باندې کار کوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به پر انسانان و ازمایل شي. د برتانیې جي اس کې او د فرانسې سنوفي تېره اونۍ د کورنا واکسین د جوړولو په برخه کې د یو ورته تړون اعلان کړی وو چې ددې کال په دوهمه نیمايي کې به په ازمایښتي توګه انسانانو ته ورکړل شي. دا مهال په نړۍ کې د کوېډ ۱۹ شاخوا ۱۰۰ بېلا بېل واکسینونه د ساینس پوهانو او څېړنیزو ډلو لخوا تر څېړنو لاندې دي چې لږ تر لږه پنځه یې پر انسانانو باندې د ابتدايي ازمېښت په پړاو کې دي. د اکسفورډ پوهنتون ساینس پوهانو تېره اونۍ ویلي وو چې د دوی لخوا د جوړ شوي واکسین اوس د میلیونونو واکسینونو د جوړولو وړتیا لري. دوی د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې انسانانو ته د واکسین ورکولو دغه لومړنۍ ازموینې ددې لپاره کېږي چې دا پیدا کړي چې د کوېډ ۱۹ په وړاندې دا واکسین کار کوي.

24.04.2020 ډیوه

طالبانو په روژه کې د اوربند غوښتنه رد کړه

واشنګټن: وسلوالو طالبانو د روژې په میاشت کې چې د جمعې په ورځ پیلېږي د اوربند غوښتنه رد کړه. افغان حکومت او نورو هیله څرګنده کړې وه چې د کورونا وبا ګواښ ته به د اوربند په حال کې غوره ځواب ورکړل شي. د طالبانو یو ویاند د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، چې له امریکا سره د دوی د شوي تړون له مخې دا په ډاګه شوې چې څه ډول افغان سوله پرمخ تلای شي. شهېل شاهین په ټوېټر لیکلي، کچېرې له امریکا سره شوی تړون په بشپړه توګه پلی شي‌ نو دا کولای شي یو تل پاتې اوربند او سولې ته مونږ ورسوي. په دغه تړون کې له افغانستان څخه په بېلابېلو پړاونو کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو وتل او د افغان حکومت لخوا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او او د طالبانو لخوا د ۱۰۰۰ حکومتي بندیانو د خوشې کېدو یادونه شوې. د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون له مخې باید د بندیانو تبادله د مارچ تر لسمې نېټې پورې ترسره شوی وای چې بیا به بین الافغاني خبرې پیلېدې تر څو په یو تل پاتې اوربند او د قدرت د شریکولو پرسر سره توافق ته ورسېږي. شاهین ویلی، "په داسې حال کې چې په زرګونو طالب بندیان د کورونا وایرس خطر ته مخامخ دي او د افغان سولې د تړون د عملي کولو د بهیر په وړاندې خنډونه جوړېږي، نو د اوربند غوښتنه منطقي نه ده." افغان حکومت چې ددغه تړون برخه نه وه د بندیانو ازادول پیل کړي دي چې تر اوسه پورې یې له ۵۰۰ کم بندیان خوشې کړې هم دي. د دې په بدل کې طالبانو ۶۰ بندیان خوشې کړي دي او افغان چارواکي وايي چې له خوشې شویو کسانو څخه اکثره یې ملکي وګړي دي. څیړونکي وايي، د بندیانو د تبادلې له وروالي سره ښايي دغه بهیر ډېرې اونۍ وخت ونیسي که میاشتې ونه نیسي مخکې له دې چې بیا بین الافغاني خبرې پیل شي.       

23.04.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more