شاته

ترکي او سعودي عرب د یو بل د خبرونو وېب پاڼې بندې کړي دي

په ترکي کې حکومت د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د خبرونو ویب پاڼو ته رسايي بنده کړې ده. د دې نه وړاندې سعودي عرب د ترکي خبري ادارو وېب پاڼې تړلي دي.

ترکي د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د خبرونو وېب پاڼو د اتوار، یکشنبې، په ورځ بندیزونه ولګلو.

دواړو خواو په بدل د يو بل خبري ادارو خلاف ګامونه په داسې حال کې اخېستي دي چې یوه میاشت وړاندې د ترکي سرکاري وکیلانو په ۲۰ سعودي شهریانو د خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې فرد جرم ولګولو.

په ترکي کې که چا په انټرنېټ د سعودي عرب حکومتي خبري ادارې اېس پي ای او یا د متحده عرب اماراتو خبري ادارې ډبلیو ای اېم یا ګڼ شمېر نورې وېب پاڼې خلاصول غوښتل نو په سکرین به یې دا پېغام لیدلو چې دغه وېپ پاڼې د انټرنېټ په اړه د ترکي د قوانینو دلاندې بندې کړی شوي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه ترک او سعودي مامورینو په اړه د څه وېلو نه ډډه کړې ده.

یوه هفته وړاندې سعودي عرب د ترکي د خبرونو یو شمېر وېب پاڼې بندې کړې.

خو د اتوار، یکشنبې، په ورځ په متحده عرب اماراتو کې خلکو وویل کولی شول چې د ترکي خبري وېپ پاڼو ته رسايي وکړي.
په کال ۲۰۱۸ کې په استنبول کې د سعودي عرب په قونصلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژل کېدو وروسته د ترکي او سعودي عرب ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

تېره میاشت په استنبول کې حکومتي وکیلانو د سعودي عرب د استخباراتو په پخواني نایب مشر باندې د خاشقجي د قتل په لړ کې فرد جرم ولګولو. د استخباراتو دغه پخوا چارواکی د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان مرستیال دی او جمال خاشقجي به په ولي عهد تنقید کولو.

د ترکي صدر رجپ طیب اردوان ویلي د جمال خاشقجي د قتل امر د سعودي حکومت تر ټولو اوچتو سطحو ورکړی شوی و. محمد بن سلمان دا خبره ردوي چې د جمال خاشقجي د قتل امر یې کړی و.