شاته

په نړۍ کې د کورونا لاک ډاون د نرمولو هڅې پیل شوي

واشنګټن: په ګرده نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۲۴ لکه او ۲۰ زرو څخه زیات شوی او پرې مړه شوي کسان له شاخوا ۱۶۶۰۰۰ څخه اوختي دي.

تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد امریکا ده چېرې چې په کرونا د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۰۵۰۰ څخه اوختی او پرې اخته کسان نږدې ۷۶۵۰۰۰ ته رسېدلي دي.

په امریکا کې د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې په نیویارک کې رپوټ شوي چې شمېر یې نږدې دوه نیمو لکو ته رسېږي او یواځې په همدې ایالت کې په کرونا باندې له ۱۸۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

بل پلو د نړۍ ګڼ هېوادونه په احتیاط سره د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګېدلي لاک ډاون د نرمولو هلې ځلې پیل کړي.

که څه هم د ولسمشر ټرمپ ادارې د امریکا د بیا پرانېستلو اعلان کړی خو په امریکا کې کاروبارونه او ښونځي لا تړلي دي چې له امله یې په ځینو ځایونو کې خلکو لاریونونه هم کړي دي.

ټرمپ پلوو وړو ډلو د امریکا په بیلا بیلو برخو کې لاریونونه کړي او ویلي یې دي چې د دوی د کاروبارونو تړل په اساسي قانون کې د دوی له حقونو څخه سرغړونه ده.

د امریکا د ځینو ایالتونو والیانو ویلي، چې ځینې ایالتونه لا تر اوسه هم له بیا پرانېستلو څخه ډېر لېرې دي خو ولسمشر ټرمپ د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، چې خلک لاریونه کوي او والیان د محدودیتونو پر دوام ټینګار کوي خو حکومت به د بیا پرانېستلو پرېکړه کوي.

د مېرېلنډ والي وايي، مونږ خلکو او والیانو ته ګډ وډ پیغامونه استوو او له واشنګټن څخه ډیموکراټ جې انسلې وايي، د ټرمپ لخوا د ایالتونو د بیا پرانېستلو خبره خطرناکه ده.

په جرمني کې چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ د ځینو وړو دوکانونو بیا پرانېستلو ته اجازه ورکړې خو تر اوسه یې هم د ټولنیز واټن ساتلو مسله په پام کې نیولې.

په هسپانیه کې لا له مخکې څخه د کارخانو او ابادۍ کارونو ته اجازه ورکړل شوې وه او په ایټالیا کې هم ځینې واړه کاروبارونه پرانېستل شوي دي.

په البانیا کې د ګل په ورځ په سلګونو واړه کاروبارونه پرانیستي وو.

د کب نیولو کښتیو او د خوړو تولیدونکو کاروبارونو ته به هم د پیلېدو اجازه ورکول کېږي.

په سریلانکا کې له دریو څخه په دوه برخه هېواد کې لګېدلې کرفیو لېرې کړای شوې ده او په پام کې ده چې په پاتې نورو برخو کې به هم د شورو یا چهارشنبې په ورځ لاک ډاون نرم کړای شي.

په ناروې کې د ګل یا دوشنبې په ورځ زده کونکي ښونځیو ته تللی او ټاکل شوې ده چې په ډنمارک کې زده کونکي د شورو یا چهارشنبې په ورځ ښونځیو ته ولاړ شي.‌

د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس وايي، دی د هېوادونو لخوا د ټولنیزو محدودیتونو په لېرې کولو باندې خوښ دی خو خبرداری یې ورکړی چې د بیا پرانیستلو لړۍ باید په احتیاط سره په بیلا بیلو پړاونو کې ترسره شي.‌

نیوزیلنډ د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی پلان لري چې د یو میاشتني لاک ډاون څخه به د اپرېل په ۲۷ نېټه راوځي.

لومړۍ وزیرې جسینډا اردرن وویل، ځینې محدودیتونه به د دوو اونیو لپاره نرم کړای شي او د هغې حکومت به د حالاتو ارزونه کوي چې ایا نورو کارونو ته هم اجازه ورکړي او که نه؟

د جنوبي کوریا چارواکو د ځینو محدودیتونو له لېرې کولو وروسته د احتېاط غوښتنه کړې.

په دغه هېواد کې د کورونا په نویو پېښو کې کموالی راغلی.

ولسمشر مون جې ان وویل، "مونږ به تر هغې پورې دفاعي حالت نه پرېږدو تر څو د کورونا وروستی ناروغ هم جوړ شوی نه وي.

د برتانیې چارواکو ویلي، د اپرېل په اومه نېټه به په هېواد کې ځینې محدودیتونه نرم شي خو بارونه او رسټورانټونه به تړلي وي.

د زیمبابوې ولسمشر ویلی، کانونه او کارخانې به بیا پرانېستل کېږي خو لاک ډاون یې دوه اونۍ نور هم اوږد کړی دی.