شاته

م م: د کرونا پر وخت بې ځایه شوې ښځې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي

واشنګټن: د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو اداره یا یو ان اچ سي ار وايي، په داسې حال کې چې کوېډ ۱۹ په نړۍ کې خلک وژني او ټولنې اغیزمنوي، بې ځایه شوې ښځې او جونې د جنسیت له پلوه د تاوتریخوالي له ستر ګواښ سره مخ دي.

په یادې اداره کې د ژغورنې د څانګې مرستیال کمېشنر ګېلین ټرېګز وویل، "مونږ باید د کرونا د وبا پر مهال د کډوالو، بې ځایه شویو مېرمنو او جونو خوندیتوب ته بیړنۍ پاملرنه وکړو ځکه دی تر ټولو ستر ګواښ سره مخ دي. تیري کونکو ته باید دروازې خلاصې نه کړو او له تاوتریخوالي څخه د مېرمنو د ساتلو په برخه کې باید له هېڅ څېز څخه دریغ و نه کړو."

هغه وویل، لاک ډاون او قرنطین چې د کوېډ ۱۹ د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوی له امله یې ټولنیز اقتصادي حالت زیانمن شوی.

ټرېکز زیاته کړه، په داسې شرایطو کې مېرمنې او جونې ښايي په زوره جنسي اړیکو او په کم عمرۍ کې د هغوی ودولو ته مجبورې کړای شي.

ملګروملتونو له حکومتونو غوښتي چې د کورونا د وبا د مخنیوي په هلو ځلو کې کډوالو مېرمنو ته د تاوتریخوالي د زیاتېدو ګواښونو ته هم پام وساتي.

په ورته وخت کې یو ان اچ سي ار له تاوتریخوالي څخه راوتلو مېرمنو سره بیړنۍ مالي‌ مرسته هم کوي.

دغه اداره له اړینو مېرمنو سره د روغتیايي خدماتو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.