شاته

صدر ټرمپ وايي د کرونا له امله اېمګرېشن ځنډوي

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي د کرونا وايرس له امله په موقتي ډول اېمګرېشن ځنډوي، په امریکا کې د کرونا وايرس نه اووه لاکه ۸۷ زره ۳۷۰ اغېزمن شوي، ۴۲ زره ۳۳۵ ترې مړه شوي دي.

صدر ټرمپ د ګل/ دوشنبې په ورځ ناوخته په ټويټر کرونا وايرس ته په نظر د نه راتلونکې دښمن بريد ويلی او زياته کړې يې ده د خپلو امریکايانو نوکريانو خوندې کول اړتيا لري.

هغه ويلي هغه به يو صدارتي حکمنامه لاسليک کړي او امریکا ته به اېمګرېشن وځنډوي.

په ګرده نړۍ کې په امريکا کې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې پېښې مخې ته راغلي دي.

د مارچ په مياشت کې د صدر ټرمپ انتظاميې د مېکسيکو او کېنېډا سره د اړين تګ راتګ پرته پولې تړلې وې.

امریکا د هغو بهرنيانو بندېز لګولی چې په چين کې يې ۱۴ ورځې تېرې کړې وي.