شاته

د احساس پروګرامونو مرکزونه د کرونا وايرس خورېدو لامل جوړېدی شي

په ګرد پاکستان کې د کرونا وايرس وبا خورېدو وروستو د حکومت له خوا د احساس پروګرام د منصوبې لاندې بې وزله کورنيو ته ۱۲ زره روپۍ ورکول کېږي چې لپاره يې ځانګړي مرکزونه هم جوړ کړل شوي دي.

خو په ګرد هیواد کې په بیا دغه مرکزونو ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره ورغلي خلک يو بل ته دومره نژدې ولاړ وي چې د کرونا وایرس د خورېدو لامل جوړېدې شي.

د بېلګې په توګه د چارسدې ضلعې تنګي سيمې سهراب ګل کلي په يو سکول هم د احساس پروګرام د پېسو ورکولو لپاره مرکز جوړ کړی شوی چرته چې رجسټر شوې زنانه او نارينه د پېسو اخستلو لپاره راغونډ شوي.‌ خو په دغه سکول کې ګڼه ګوڼه دومره زياته وي چې د حکومت له خوا اعلان شوې شپږ فټه فاصله یا واټن په پام کې نه نیول کیږي.‌

په دغه مرکز کې موجود يو خبريال محمد داود خان وي او ای ډيوه ته وايي، په مرکزونو کې د ځان ساتنې هېڅ خيال نه ساتل په اصل کې ځان د خطرې سره مخ کول دي. نوموړی وایي‌ يواځې دولس زره روپۍ اخستل مهم نه دي، د کرونا وایرسه ځان ساتل هم مهم دي. خو په روانو حالاتوکې معلومېږي داسې چې دا دولس زره روپۍ به دوي ته د کرونا وايرس رنځ هم ورکړي کوم چې يو لوی تاوان دی.

داود خان زیاتوي: ٫٫ پښتانه دې مرض ته په سنجيده نظر نه ګوري ځکه چې په دغه مرکز کې يو بل له خلکو لاسونه ورکول، فاصله يې نه ساتله او د لاسونو وينځلو هم کوم انتظام نه وو موجود.

په دې اړه د تحصيل تنګي مرستيال کمشنر عدنان جميل وي او ای ډيوه ته وويل، د ګڼې ګوڼې جوړېدو لويه وجه د اولس له خوا د انتظاميې سره مرسته نه کول دي ځکه چې هر تن د احساس پروګرام پېسې زر اخستل غواړي او بل لوی لامل يې دا هم دی چې په دې ورستيو کې د احساس پروګرام له اړخه ډېرو خلکو ته پېغامونه استول شوي دي.

د احساس پروګرام لاندې حکومت د ۱۲زره روپو ورکولو يوه منصوبه د نهم اپرېل نه پېل کړې او د ياد پروګرام مشرې ثانيه نشتر ويلي، ۱۴۴ اربه روپۍ به ۱۲مليونه کورنيو ته ورکول کېږي او يوه ورځ وړاندې يې ويلي وو ۵۳ اربه روپۍ څلور اعشاريه څلور مليونه کورنيو ته ورکړل شوي‌ دي خو شاوخوا اته مليونه کورنۍ لا هم پاتې دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی