شاته

په امریکا کې د لاک ډاون په ضد احتجاجونه په اړه د ناروغو د مخنیوي ډاکټر وايي دا مظاهرې اقتصاد ته زیان رسوي

په امریکا کې د وبايي مرضونو د مخنیوي څانګې مشر ویلي هغه خلک چې کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر کور نه کښېني او د لاک ډاون خلاف احتجاجونه کوي د ملک اقتصاد ته نقصان رسوي.

ډاکټر اېنتني فاوچي چې د نېشنل انسټېیټېیوټ اف اېلرجي اېنډ انفېکشس ډیزیز مشر دی د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې ای بي سي ټیلې وژن "ګدمارننګ امریکا" یا سحر په خیر امریکا پروګرام کې وویل د امریکې اقتصاد تر هغه وخت پورې نشې بحال کېدلی ترڅو ملک نه کرونا وایرس نه وي ختم کړی شوی.

په تېرو څو ورځو کې د امرېکې په مختلفو ریاستونو کې د ګورنرانو یا والیانو خلاف مظاهرې شوي چې پکې د احتجاج کوونکو غوښتنه وه چې په لاک ډاون کې دې نرمي وکړی شي.

په امریکا کې کرونا وایرس د مخنیوي په غرض پرځای کړي شوي لاک ډاون په مهال کاروبارونه یا خو تړل شوي یا یې کارکونکي د کورونه کار کوي او یا کارکونکي بې رزګاره شوي دي او په ملک کې د اقتصاد پایه قریباً ودرېدلې ده. په امریکا کې کرونا وایرس د خپرېدو نه پس ۲۲ مېلین کارکونکي بې روزګاره شوي دي.

د لاک ډاون خلاف په ځینو احتجاجونو کې د "فایر فاوچي" نعرې هم پورته کړی شوي دي چې مطلب یې دی چې ډاکټر فاوچې دې د دندې څخه لېرې کړی شي.

صدر ډانلډ ټرمپ هم د لاک ډاون د لېرې کولو په حق کې ښکاري او غواړي چې می د لومړۍ نېټې نه لاک ډاون لېرې کړی شي خو ډاکټر فاوچي د احتیاط نه د کار اخیستلو غږ کوي.

د ای بي سي ټېلې وژن سره مرکه کې ډاکټر فاوچي وویل ترڅو په کرونا وایرس قابو ونه موندل شي اقتصاد نشې بحال کېدلی."

صدر ټرمپ د لاک ډاون خلاف احتجاج کوونکو ستاینه کړې ده. او ویلي یې دي چې ځینې ګورنران په لاک ډاون کې د ضرورت نه زیات وړاندې تللي دي.

نایب صدر مایک پېنس چې د وايټ هاوس د کرونا د مخنیوي د هلو ځلو مشري کوي فاکس ټېلې وژن ته یې ویلي چې په هر ریاست کې په مناسب مقدار کې کرونا وایرس د ټېسټ الات موجود دي او ریاستونه کولی شي چې په ورورو ژوند معمول په لوري بوتللو دپاره ګامونه واخلي.

خو د یو شمیر ریاستونو ګورنرانو د مایک پېنس په خبره بې اعتمادي څرګنده کړې ده.