د samim samim لخوا خپرې شوې لیکنې
د اوسپنې ويلي کول مو له چا زده کړل؟
د اوسپنې ويلي کول مو له چا زده کړل؟ داوود (ع) د اوسپنې د ويلي كولو معجزه لرله او الله (ج) د داوود (ع) دا معجزه نورو وګړو ته بېلګه ګرځولې ده. که پخوا وختونو ته ځير شو اوسپنه، مس، پطرول او نور توكي د ځمکې لاندې موجود وو؛ خو انسانانو يې د کارونې وړتيا نه لرله. الله (ج) خپل پيغمبران د نورو بندګانو د لارښوونې لپاره را استولي دي، چې د خپلو معجزو په رڼا کې نورو ته لارښوونه وکړي او وګړي
اټوم بم ته د قرآن کريم اشاره
اټوم بم ته د قرآن کريم اشاره سدوميان يو بې اخلاقه او بې تربيې ملت و، تر هغه وخته، چې کومې نادودې او غلط کارونه چا نه وو کړي؛ هغه سدوميانو ترسره کړل، غلا، لوټل، وژنه او هر ډول ناوړه کار به دوی کاوه او د دوی ورځني کارونه همدا ول. په هغه وخت کې داسې بېلارې خلک وو، چې له خپلو لوڼو او خويندو سره به يې ودونه کول، دا ډول کارونه به يې په ډېر وياړ سره کول او نورو ته به يې په ويلو خوښېدل.
انسانانو الوتل له چا زده کړل؟
انسانانو الوتل له چا زده کړل؟ پخوانيو انسانانو به الوتونکو ته په ډېره اريانتيا (حيرانتيا) سره کتل او د هغو په اړه به يې په ډېره ځيرتيا فکر کاوه او ويل به يې، کاشکې موږ هم د هغوی په څېر الوتای شوای. ايټالوی رسام او عالم ليونارډو ډو ونسي (Leonardo da vinci) به د الوتونکو الوت ته په ډېره اريانتيا سره کتل او ډېری ورځې به د يوې غونډۍ پرسر کېناسته او د الوتونکو بېلابېل الوتونه به يې ک
بيا څنګه ژوندي کېږو؟
بيا څنګه ژوندي کېږو؟ پاک څښتن تعالی په خپل کتاب قرآن کريم کې په تر مرګ وروسته ژوند خبرې کړي او موږ يې په اړه خبر کړي يو. (بعث بعد الموت). دې خبرې ته بايد په تعجب کې پاتې نه شو، ځکه چې ميليونونه نباتات د مني په رارسېدو سره له منځه ځي، وچيږي، خو بيا د پسرلي په رارسېدو سره بېرته راژوندي کېږي. ځينې حيوانات په ژمنيو خوبونو سره بې له خوراک او څښاکه ټول ژمی خوب ک
آيا قرآن کريم له اتوم څخه بحث کړی؟
آيا قرآن کريم له اتوم څخه بحث کړی؟ قرآن کريم په خپل يوه مبارک آيت کې تر ډېرې د کوچنۍ مادې (اتوم) په باب بحث کوي، اسلامي عالمانو تر ټولو کوچنۍ ذره (اتوم) (الجز لا يتجزا) نومولې ده. په قرآن کريم کې هرې علمي موضوع ته اشاره شوې ده، موږ بايد هر آيت شريف ته ځير شو او د هغه پر مانا او تفسير په ښه ډول ځان پوه کړو، ځکه، چې ځينې ماناوې پټې ساتل شوي، ځينې ډېرې لنډې توضيح شوي او ځينو ته خو ي
د ځمکې ګردوالی
د ځمکې ګردوالی قرآن کريم ، ځمکه د چرګې يا اوښ مارغه (شترمرغ) له هګۍ سره ورته ښوولې او پوهانو ته يې په دې اړه رڼا اچولې ده. نصارا وو هغه وخت د ځمکې د هوارۍ ادعا کوله او د هغوی پاپانو به هم دا ويل، چې په انجيل کې هم شته دي، په هغه وخت کې د دې ادعا کول، ځمکه ګرده ده او څرخي د هغه وخت خلاف و، (ګاليله) په همدې ويلو، چې ځمکه په څرخېدو ده سزا ليدلې وه. د ا
مړي ژوندي کېږي
مړي ژوندي کېږي کله کله د تلويزون پر پرده ډاکټران راڅرګندېږي او له نورو خلکو څخه غواړي، چې خپلې سترګې نورو ته وبښئ، (زړه مو وبښئ)، (پښتورګي مو وبښئ). موږ بيا له ځان سره فکر کوو، چې دا شيان څه په کار دي؟ هغوی وايي: د مړي زړه، سترګې او پښتورګي ساتو او بيا يې نورو ناروغانو ته لګوو، دا غړي بېرته په کار کولو پيل کوي. ډېر ځلې داسې شوي، چې د مړي پښتورګی اېستل شوی او بيا يې د همدې ن
د پرې شوي لاس بيا ورګنډل
د پرې شوي لاس بيا ورګنډل عبدالمحيط يې يوه موټر ته واچاوه او روغتون ته يې ورساوه، د هغه پرې شوی لاس يې هم په يوه نيلوني کڅوړه کې له ځانه سره راوړی و او په بيړه سره عمليات شو. پوره لس نيم ساعته وروسته يې د هغه پرې شوی لاس بېرته پر خپل ځای وروګانډه. هغه ډاکټر، چې د عبدالمحيط لاس يې بېرته ورپيوند کړی و، وويل: د عبدالمحيط لاس به په (۶) شپږو مياشتو کې ښه شي او (۶) مياشتې وروسته به له ل
لومړنۍ بېړۍ چا جوړه کړه؟
لومړنۍ بېړۍ چا جوړه کړه؟ يوه ډېر بوږنوړي باران په ورېدو پيل وکړ، د اوبو کچه لوړه شوه، هر ځای اوبو ونيو او د نوح (ع) بېړۍ د اوبو پر سر روانه شوه، کله چې توپان پای ته ورسېد، د نوح (ع) بېړۍ د جودي غره پر سر کېناسته. الله (ج) لومړی اوبه پيدا کړې او اوبو ته يې د پورته کېدلو وړتيا هم ورکړه، خو د انسانانو د بېړۍ جوړولو طريقه نه وه زده او هغه يې د نوح (ع) په وسيله دوی ته وروښووله.
آيا قرآن کريم له لېږديزو (نقليه) توکو بحث کړی؟
آيا قرآن کريم له لېږديزو (نقليه) توکو بحث کړی؟ الله (ج) په قرآن کريم کې له ټولو هغو بار وړونکو بېړيو او انسان لېږندو بېړيو او همدارنګه د نورو لېږندو وسايلو -چې په وچه او که په اوبو کې دي يادونه کړې ده. په دې پوهېږو، چې لومړنۍبېړۍنوح (ع) جوړه کړې ده، آيا په هغه بېړۍ کې د اور ګاډي، الوتکې، موټر او نورو لېږندو وسايلو په اړه څه يادونه شوې وه؟
آيا نور (بې ساه) مخلوق خبرې کوي؟
آيا نور (بې ساه) مخلوق خبرې کوي؟ کله چې داوود (ع) د زبور آيتونه لوستل، نو غرونه، تيږې، بوټي او ژوي به په خبرو راتلل او د هغه وينا به يې يو ډول تکراروله. آيا تاسې توتي ليدلی؟ ليدلي به مو وي، چې توتي د انسان خبرې زده کوي او په څوواري يې تکراروي هم، له همدې کبله انسانان توتي ډېر خوښوي. عالمانو توتي د ټيپ د جوړولو لپاره بېلګه ګرځ
آيا قرآن کريم برېښنا ته اشاره کړې؟
آيا قرآن کريم برېښنا ته اشاره کړې؟ ورېځې د طبيعي برېښنا منځۍ (مرکز) دي، ورېځې د برېښنا پيدا کوونکې دي او قرآن کريم برېښنا او تالندې ته په ډاګه او څرګنده نغوته (اشاره) کړې ده. زموږ په منځ ته راتلو هر شی منځ ته راځي، له يوه لوري د مور له تيو څخه شيدې روانېږي او له بله پلوه نور اړين توکي ؛ لکه کالي.... راته برابرېږي. هرشی زموږ د لويېدو لپاره تيار شوی ، په دې نړۍ کې د يو ماشوم په توګه ژوند کوو.
حضرت محمد (ص) د موندنو (کشفونو) په اړه څه وايي؟
حضرت محمد (ص) د موندنو (کشفونو) په اړه څه وايي؟ حضرت محمد (ص) په هره موضوع کې زموږ لارښود دی، موږ ته د دواړو نړيو د برياليتوبونو لاره ښيي، د الله (ج) رسول (ص) زموږ د نېکمرغۍ په اړه فرمايي: په نړۍ کې د دنيا لپاره داسې کار وکړه، لکه هېڅ چې نه مرې او د آخرت لپاره داسې کار وکړه؛ لکه سبا چې مرې. (له زانګو تر ګوره، علم زده کړه) (د بې ګټې کار پر ځای د الله (ج) ذکر وکړئ او ګټور علم زد
پيلامه
پيلامه د فضا په اړه کتابونو کې به مو ليدلي وي، چې انسانان او د هغو د چاپېريال پر شيانو د يو ډول وړانګو په خورولو سره له يوځايه بل ځای ته لېږدول کېږي. آيا تاسې فکر کړی، چې د دې وړانګو منځۍ (مرکز) څه شی دی؟ بايد وويل شي، چې د الله (ج) کتاب قرآن کريم دی. د نمل سورت همدارنګه يوه
په دې کتاب کې به تاسې څه شی و لولئ؟
په دې کتاب کې به تاسې څه شی و لولئ؟ د دې کتاب په لوستلو سره تاسې کوم ګټور معلومات ترلاسه کولای شئ؟ که چېرې تاسې وپوښتل شئ، چې آيا قرآن کريم د ريل ګاډي، الوتکو، اټم، تلويزون، برېښنا او دې ته ورته نورو څيزونو او اختراعګانو په اړه بحث کوي؟ دا پوښتنه تاسې څنګه ځوابولای شئ؟ که ځوابولای يې شئ؛ نو بايد توضيح يې کړئ او د دغه شان مسايلو توضيح دومره اسا
سريزه
سريزه بې له شکه د الله (ج) دا معجز کتاب، چې خپل ټول منکر يې ننګولي، چې تاسې د دې کتاب د يو آيات په اندازه يو بل آيات راوړﺉ؛ تر دې دمه د قرآن له دې ننګونې ټوله نړۍ عاجزه ده او عاجزه به وي، د الله (ج) دا معجز کتاب او د دې کتاب علمي معجزې به تر قيامته پورې وي. په قرانکريم کې چې کومې علمي اشاري شوي دي په کار ده، چې د هغه تفسير د تجربې له علم سره وشي؛ ځکه علمي نظريې بدلون مومي او هر کله چې د علم ثابته
داسې كتابونو ته څومره اړتيا ده؟
داسې كتابونو ته څومره اړتيا ده؟ د ډېرې بد مرغۍ ځاى دى، چې تل زموږ فكرونه د وخت سياسيتونو پورې تړلي وي؛ په دې مانا د هرې مفكورې حكومت، چې د ګدۍ واګې په لاس كې واخلي موږ ورسره سم مټې رانغاړلي وي او د همغوى له پاليسۍ سره سم خپل قلم چلوو او ليكنې كوو، هېڅكله داسې فكر نه كوو، چې د قلم مانا يانې څه ما او تا ته خداى د څه لپاره استعداد راكړى، كوم مسووليتونه لرو، بويه څه وكړو او څه كول په كار دي؟ دا او دې ته ورته خورا ډېرې خبرې دي، چې ويل يې په كار دي.
قرآن او تخنیک
قرآن او تخنیک قرآن او تخنيک د ګران رفیع الله ستانکزي یوه داسې ارزښتمنه ژباړه ده، چې د قرآني علومو د پوهاوي یوه مهمه او ضروري کړۍ بلل کیږي. د قرآن پېژندنې په برخه کې یوه مهمه موضوع د قرآني حقایقو اثباتول دي، د قرآني حقایقو د اثبات لپاره د هغو دلایلو او براهینو راوړل مهم او لازمې دي کوم چې بني بشر (که هغه مسلم وي یا غیر مسلم) پرې د عقل او بصیرت په سترګو قناعت وکو
له سمندره څو سيپۍ
له سمندره څو سيپۍ داسلام مبارک دين په کوم ځانګړي قوم، سيمې، وخت، ژبې او توکم پورې اړوند ندى؛ بلکې ټول انسانيت او جنيات د رسالت له لومړۍ شېبې څخه د قيامت تر ورځې ددې سپېڅلي دين له خوږو څخه خوند اخيستلى شي. اوس چې رسول الله (ص) زموږ ترمنځ نشته؛ نو الله تعالى دا مسؤوليت دهغه امت ته مخ کړ
د ټولنې يادښت او ډالۍ
بسم الله الرحمن الرحيم د صمیم ادبي ټولنې يادښت (( قرآن او تخنيك )) د هغه گلالي كتاب نوم دى، چې گران رف