د samim samim لخوا خپرې شوې لیکنې
د لو ګریانو غږ
د لو ګریانو غږلوګر د افغانستان اوپه تیره بیا د کابل سهیلی لورته پرته سیمه ده چې پکتیا د یوې لویې لارې پواسطه له کابل شره نښلوي او همدارنګه د میدان وردګو، غزني او ننګرهارولایتونو سره ګډې پولې اود تګ راتګ لارې لری او ډیر ځلې د کابل د در وازې په نوم بلل شوی چې کابل ته د تاریخ په اوږدوکې ددې دروازې له لارې ډیرې ګټې اوتاوانونه ور اوښتی دي.داسیمه له نیږدې پنځو لسیزو را په دې خوا په اداری توګه د ولایت (نایب الحکومګي) په تو ګه غوره شوی ده چې اوس د مرکز په شمول اوه اداری ( د برکي
د ايساف په هوايي بريد کې ٩ ملکي وګړي
د ايساف په هوايي بريد کې ٩ ملکي وګړي او اوه طالبان ووژل شول پل علم (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٠):د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو د هوايي عملياتو په پايله کې نهه ملکي وګړي او اوه وسلوال طالبان وژل شوي دي. د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکتر عبدالولي وکیل د دې خبرې په څرګندولو سره نن سهار د (چنگاښ په ٢١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ايساف ځواکونو تېره شپه يوه بجه د دغه ولايت د ازرې په تنګه دره کې د مولوى غلام رسول او يوه بل تن پر کورونو
شاغاصي کلا چېرته ده؟
شاغاصي کلا چېرته ده؟ څېړنيار:عبدالرحمان حبيب زوی په دغه نامه دوې کلا ګانې موږ لرو، چې یوه یې په لوګر کې د یوه کلي نوم دی او بله یې په کابل کې ده.کیدای شي د هیواد په ځینو نورو سیمو کې هم وي.شاغاصي کلا هغه کلا ده، چې له ځانه سره یې یوه فوکلوریکه کسیه او بدله را نقل کړې ده. د شاغاصي مانا تر دې مهاله ما نه ده پیدا کړې،خو داسې ویل کیږي،چې په پخوا وختونو کې شاغاصي یو ډول نظامي رتبه او منصب و. د ډیرو خلکو په آند
د پلار کېدو لپاره تیار اوسه! (دريمه او وروستۍ برخه)
د پلار کېدو لپاره تیار اوسه! (دريمه او وروستۍ برخه) رفيع الله ستانکزی د ماشوم له زېږېدا څو اونۍ وروسته نويو نويو کارونو او کړنو ته اړتيا پيداکېږي، چې دلته به يې په ځينو بحث وکړو:
د پلار کېدو لپاره تیار اوسه! (دوهمه برخه)
د پلار کېدو لپاره تیار اوسه! (دوهمه برخه) رفیع الله ستانکزی له زېږون وروسته لومړنۍ اونۍتر زېږون وروسته به ستاسې د کور لومړنۍ اونۍ ډېرې غير عادي وي، شپه او ورځ به مو سره ګډه وي، ستاسې په کو
د لوګري ليکوالانو او ژورنالېستانو چوپتيا- بې غوري او که...؟
د لوګري ليکوالانو او ژورنالېستانو چوپتيا- بې غوري او که...؟ رفیع الله ستانکزی ليکوال او ژورنالېست د ټولنې سترګې دي او دوی کولای شي د يوه هېواد په رغونه، بيارغونه، پرمخوړنه او ... کې رغنده ونډه واخلي او لکه څنګه چې یې اوس خپل شتون، اړتیا او مهموالی په زبات رسولی دی همداسې د همدې څانګې کسان یانې ليکوالان او ژورنالېستان بايد خپل ملي رسالت د هېواد او سيمې په برخه کې ترسره کړي او پرې نه ږدي،
د ازرې پېښه او د والي صاحب ښکرور دروغ
د ازرې پېښه او د والي صاحب ښکرور دروغ د لوګر ولايت ډېر ښکلی ولايت دی او ډېر ښکلي خلک لري، همدغو خلکو د ټول هېواد په ودانولو کې ډېرې هلې ځلې کړې دي، د هېواد او نړۍ په کچه يې عالمان، پوهان او تکړه انسانان روزلي او وړاندې کړي دي. نوموړی ولايت يو وخت د ښوونې او روزنې ځای و، چې بیا ورپسې باب الجهاد ونومول شو، خو اوس د تراوسه په واک کې پاتې شويو مشرانو لامله ورنه هغه نو
د پلار کېدو لپاره تيار اوسه! (لومړۍ برخه)
د پلار کېدو لپاره تيار اوسه! (لومړۍ برخه) رفيع الله ستانکزی د ماشوم زېږېدنه ستاسې په ژوند کې يو ستر بدلون دی او دا د ټولو هغو شېبو انتظار ته پای وربښي، چې تاسې ورته نهه مياشتې ساعتونو شمېرلي او همدارنګه ستاسې د ژوند د کتاب يو نوی باب پرانيزي او ستاسې د ژوند د نويو اړيکو نويو هيلو او نورو خوښيو يو بشپړ فصل دی. اوس راځو دېته، چې پلار بايد په دې ټولو خوښيو کې څه رول ولوبوي او بايد کومې تيارۍ ونیس
د ماشوم روزنې اصول
د ماشوم روزنې اصول رفيع الله ستانکزی نننۍ روانپوهنې دا په زبات رسولې، چې د انسان د برياليتوبونو او ناکاميو راز د هغه د ماشومتوب په پېر (دور) پورې تړلی دی، راځۍ، چې د خپلو ماشومانو لپاره دا پېر داسې برابر کړو، چې دوی د بريالیتوب لوري ته بوځي، نه د پرلپسې ناکامۍ په لور. مينه، ثابت پاتې کېدل، د ښه والي نمونه جوړېدل، د باور وړ کېدل، صابر، ځان نه خوښوونکی او ف
د ماشومانو په روزنه کې د لوبو رول
د ماشومانو په روزنه کې د لوبو رول د ماشومتوب د پېر له ځانګړنو يو هم لوبې کول دي. په دې پېر (دوره) کې لوبې کول د فعاليت يا کړنې يوه طبيعي چار ده، د ماشومانو لوبې په بېلابېلو وختونو يا د عمر په بېلابېلو پوړونو کې خپلې ځانګړنې لري، په لومړيو کې د ماشوم لوبې کول له توکو يا شیانو پيلېږي او بیا یې تر انسانه رسوي بيا درې يا څلور
د ښه پلار کېدا په پار غوره لارې (دوهمه برخه)
د ښه پلار کېدا په پار غوره لارې (دوهمه برخه) رفيع الله ستانکزی په لومړۍ برخه کې مو د ښه پلار کېدا په پار په ځينو غوره لارو چارو خبرې وکړې او په دې ليکنه کې به هم په ځينو نورو رڼا واچوو، ځکه چې د ماشوم په روزنه او ژوندانه کې د پلار رول حياتي رول دی. پلرونه د ماشومانو د ژوند يو تر ټولو مهمه برخه جوړوي او بايد هم وي. لاندينۍ ليکنه به د ماشوم
دوه پښتانه کپتانان
دوه پښتانه کپتانان ډېره ښکلې او په زړه پورې ليکنه ده، زما زړه پرې اوبه وڅښلې تاسې يې هم ولولۍ، کېدای شي ستاسې هم خوښه شي. له تاند سايټ نه په مننې مطیع الله عابد خوب وینم عالمه که يې څوک راکړي مانه. خوب وینم عالمه چې د ...افغانستان او پاکستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ د ایبټ اباد په میدان د کرکټ مسابقه پیل کیدونکې ده.د میدان چارچاپیره په زر
د ښه پلار کېدو په پار غوره لارې
د ښه پلار کېدو په پار غوره لارې رفيع الله ستانکزی ۱- فعاله اوسئ که پلرونه په خپلو کارونو کې فعاله ونه اوسي، نو فکر نه کوم، چې د خپل ماشوم د روزنې په برخه کې به خپل مسؤليتونه (هغه تکليفونه، چې د دوی ماشومان ورته اړتيا لري او د دوی حق هم دي) ښه پرمخ بوځي. د دې پرځای چې د خپلو ماشوم د ژړا پر مهال په هغه پټکه يا غوسه وکړئ هغه ته مينه ورکړئ او له پيله يې په مينه ناکو خبرو اموخته کړئ، چې له دې لارې يې جرات هم ښه پاتې کېږ
د تېرو هېرو او نوو حماسو ټولگه
د تېرو هېرو او نوو حماسو ټولگه / پوهاند دوکتور م.ا. زيار اکسفورډ،۰۱۱-۱۳-۵ ((ته زما ټوله شاعري يې)) ((ته زما ټوله شاعري يې)) يو زړه راکښونکی شاعرانه نوم دی چې دپښتني- افغاني ځوان پښت استازندويه نوښتگر شاعر غفور لېوال پکې د خپلې ازادې او نيم ازادې ريالېستي شاعرۍ گردې پنځونې په يوځايي ډول رانغښتې دي. شاعرانه نوم يې په دې بولو چې زما په څېر، د ژبني هنر او بيا يې د هن
ماشومان او مطالعه
ماشومان او مطالعه ژباړه او اوډنه: رفيع الله ستانکزی لوست د علم او پوهې کيلي ده او د تمدونونو د پرمختګ له ترټولو ښو وسيلو څخه شمېرل کېږي. د لوست له لارې انسان کولای شي، چې له پوهانو او ليکوالانو سره اشنا شي او د هغوی له تجربو څخه معلومات ترلاسه کړي او په خپل ژوند کې ورڅخه ګټنه وکړي. څښتن تعالی په خپل رالېږل شوي پيغمبر (ص) لومړنی ايت شريف داسې نازل کړ، چې هغه مبارک يې لوستنې ته وهڅاوه او ويې فرماي
په ماشومانو کې شرم او کم جراتي
په ماشومانو کې شرم او کم جراتي ژباړه او ليکنه: رفيع الله ستانکزی د روزنيزو علومو پوهان په دې اند دي، چې د ماشومتوب پړاو د راتلونکي ژوند په جوړښت کې ډېر ستر رول لوبوي او که د ماشومتوب پړاو له ستونزو سره مخ شي؛ نو د هغه ماشوم په راتلونکي او په ټوله کې به په ټولنې ډېر منفي اغېز ولري. که په ځينو ماشومانو کې د شرم او کم جراتي ستونزه وليدل شي؛ نو ميندو، پلرونو او ښوونکو ته لازمه ده، چې د دې ستونزې د ل
مورې ته راته ژوندۍ واى
دوستانو مورنۍ مینه داسې یوه پدیده ده چې بیا ځلې یې څوک لاس ته نه شي راوړی په وړوکوالي کې د مور رحم او د ماشوم نازونه او په غټوالي کې د مور دعاوې او سپيڅلې مینه، ډيری د ژوند لوړو پوړیو ته رسولي دي، ما چې د آزمون صیب دا نظم ولوست، راته د مورنۍ مینې بیلابیل ډولونه را یاد شول، دې شعر کې د مور د نه شتون ډير ارمان شوی دی او د ارمان ژبه شاعرانه او ډيره روانه ده، دا شعر دې ټولو هغو دوستانو ته ډالۍ وي کوم چې خپلې میندې له لاسه ورکړي دي یانې میندو یې له دوی سره
رښتينې مينه
له سهاره تر ماښام له خوارۍ مزدورۍ وروسته چې كور ته لاړ ورور ورځينې وپوښتل: څه دې ګټلي؟ مېرمنې ځينې وپوښتل: څه دې سپمولي؟ اولادونو ځينې وپوښتل: څه دې راوړي؟ خو يوا
د اسامه بن لادن ژوند ته یوه کتنه
د اسامه بن لادن ژوند ته یوه کتنه ليكوال :ايمل يوسفزى اسامه بن محمد بن اواد بن لادن د سعودي عربستان د ریاض په ښار کې په یوه شتمنه کورنۍ كې په ۱۹۵۷ کال کې وزیږید. د اسامه مور د محمد بن لادن لسمه ښځه وه. کله چې اسامه وزیږید، دده مور او پلار ډیر ژر سره جدا شول، د اسامه مور بیا د محمد الاعطا سره واده وکړ، دوی څلور زامن درلودل، او اسامه په یوه نوې کورنۍ کې خپل ژوند پیل کړ
پر اسامه بن لادن برید او پټ رازونه
پر اسامه بن لادن برید او پټ رازونه ضیاالحق رشیدی، لوګر - د روان کال د غوایی د میاشتې په ۱۱ نېټه د شپې په ۳ بجو او ۱۰ دقیقو د اسامه بن لادن د استوګنې پر کور د امریکایي ځانګړو ځواکونو او د پاکستاني ځواکونو له خوا عملیات پیل شول او د ۴۰ دقیقو په شاوخوا کې دا عملیات پای ته ورسیدل. هغه څه چه په رسنیو کې خپریږي او عامه اذهانو ته رسول کیږی د ریښتونې انځور سره ډیر توپیر لری. زه دلته غواړم یو څومو مهمو پټو رازونو ته اشاره وکړم: