د لو ګریانو غږ
لوګر د افغانستان اوپه تیره بیا د کابل سهیلی لورته پرته سیمه ده چې پکتیا د یوې لویې لارې پواسطه له کابل شره نښلوي او همدارنګه د میدان وردګو، غزني او ننګرهارولایتونو سره ګډې پولې اود تګ راتګ لارې لری او ډیر ځلې د کابل د در وازې په نوم بلل شوی چې کابل ته د تاریخ په اوږدوکې ددې دروازې له لارې ډیرې ګټې اوتاوانونه ور اوښتی دي.
داسیمه له نیږدې پنځو لسیزو را په دې خوا په اداری توګه د ولایت (نایب الحکومګي) په تو ګه غوره شوی ده چې اوس د مرکز په شمول اوه اداری ( د برکي، څرخ، خروار ، خوښۍ، ازرې او محمداغې ولسوالۍ) واحدونه لری او مر کز یې د پل علم په نامه یادیږي چې د کابل په ۶۰ کیلو متره واټن کې پروت ده . ازره او خروار یې له پلعلم څخه یو څه لرې پرتې ولسوالۍ دي خو دا واټن دومره اوږد هم نده چې سړی دې د موټر پواسطه په ورځ کې تګ او راتګ ونشي کړي.

ولې د دولتونو له خوا د حکو مت اداري ویش را مینځ ته کیږي؟
دا ځکه چې ټولنې د او سیدو او ژوند په اوږدو کې ډیرې اړتیا وې او غوښتنې لري او له ستونځو او کشالو سره مخا مخ کیږي، د اړتیاوو او غوښتنو لړۍ دو مره اوږده ده چې خلک نشي کولی ټولو ستونځو او کشالو ته د حل سمې لارې را مینځ ته کړي په تیره بیا په امنیتي او پر مختیایي ساحوکې، که څه هم زموږ ټولنه یو لړ دودیزې لارې چارې لري چې د چرګو او مرکو له لارې په حقو قي او مهمو چارو کې کارول کیږي چې دا هم کږلیچونه او پیچلتیا وې لري، له همدې کبله په ټولو اړخونوکې ددولتي ادارو شته والي ته کلکه اړ تیا پیښیږي او دا ادارې د ولایت او ولسوالیو ترکچې پورې غځیدلې دي تر څو له خلکو سره په ګده د هغوی د ستونځو او کشالو اوارولو لپاره مرستې او هڅې وکړي. دا په دې معني چې ولایت په یوه سیمه کې د مرکزي حکومت نیابت په غاړه لري او ولسوالی په یو ښمېرکلیو کې د ولایت نیا بت کوي چې دا په حقیقت کې د مر کزي حکومت وروستی اداري واحد ده، نه داچې د یارانو او دوستانو دخوشحالولو لباره د څوکۍ اومقام پیدا کول دي.
ولایت چې د دولت د مرکزي عالي ادارې ( جمهوري ریا ست او اړوندو وزارتونو) او ولسوالیو تر منځ حکو متی جوړښت ده دحکومت قوانین، فیصلې، تګلارې، کړنلاره او ارزښتونه په خپله او د ولسوالی د ادارې له لارې خلکو ته ور پېژ نې او پلی کوي یې او همدارنګه د ولس لانجې، کشالې، غوښتنې، بریاوې او داسې نور وپیژني او د حل لارې ورته پیدا کړي او د پروژو یا پروګرامونو له لارې د هغوی لپاره پراختیا یي او ژوند دسمون لارې چارې ولټوي او د هغه لپاره اړوندو وزارتونوته وړاندیز وکړي او که مالي امکانات نلري باید وغوښتل شی اواړوندو وزارتونو ته سمې مشورې ورکړي.
په ولایت کې د ټولو وزارتونو اړوندې ادارې شته چې هغوی ته د ریاست ویل کیږي چې ټول اړوند ریاستونه په ګډه د ولایت اداري، پرمختیا يي، قضایي، حقوقي، اجرايي امنیتي او داسې نورو تیم او یا ډله جوړوي چې د دې ډلې د لارښوونې او په سمه توګه د روانو قوانینو په چو کات کې ددندو وړاندې بیولو، څارنې او پلټنې مسؤلیتونه د والی په غاړه وي او والی باید د ولایت دچارو مشر، د ډلې مشر او د ولایت او اړوندو ولسوالیو لار ښود وي چې باید په حقوقي، اقتصادی ، ټولنیزو، پرمختیايی او د لارښوونې (رهبریت) په چارو کې لږ او ډیره پوهه او تجربه ولرې او ددې تر څنګ د خپلې دندې او مسؤلیتونود سرته رسولو په وړاندې ژمن وي او همدارنګه د خپلې کاري ډ لې( ټیم ) او نورو اړوندو مرستندویه ادارو سره د پرمختیايي چارو په هکله د همغږي وړ تیا ولري. بله دا چې د خپلې سیمې د امنیتي او اقتصادي چارو د ښه والي لپاره له ګاونډیو ولایتونو سره اړیکې، همغږي او ګده مرسته ولري چې دا ډیره ضروری خپره ده .
اوس راځۍ چې د لو ګرولایت د مشر تاپه کړه وړه او د چارو پایلې او امنیتي ناوړه حالت د پورتینو یادو شویو ټکو سره پرتله کړو او وګورو چې دا وړتیا او د دندو په وړاندې مسؤلیت پیژندنه هلته شته که نه؟

 


ادارې :
- له خلکو سره ناوړه چلند او د خپلو مسؤلیتونو او دندوپ وړاندې بې تفاوتي
- امنیت ته نا سمه پاملرنه: د ولایت مقام په ۲- ۳ کیلو متري ساحه کې شوکې، سړي وژنې، لوټل، د مسافرو او لارویو لټون او د هغوی ژوند ته خطر او ویره، د کورونو سوځول، له کارونو څخه د خلکو د منع کولو په خا طر زور زیا تی.
- په دې نیږدې تیرو اونیو کې د پورک د هلکانو د لیسې مدیر حاجی غلام نبي چې یو قومي او مخور سړی هم وو د معارف دښمنو وسلوالو له خوا په قتل ورسید ه د ولایت د چارواکو له ډلې څخه هیڅوک د هغه د کورنۍ پوښتنې ته رانغلل او آن دا چې د هغه د فاتحې په مراسمو کې هم ګډون و نکړ. له هغه وروسته یوبل مخور سړی په همدې سیمه کې وژل شوی او هیڅ پوښتنه یې و نه شوه. د ازرې ولسوالی د میندو او ماشومانو، ناروغانو او کلینیک کار کونکو ډله ایزه بمی وژنه د یوې لویې غمیزې په توګه دیره د اندیښنې وړ ده.
- والي صاحب د لوګریانو او د لو ګر له مینځه تیرید ونکو خلکو د امن په هکله نه کوم فکر لري او نه کوم پروګرام، یوازې د ځینې مالونو او لاریو د تیرولو لپاره دهغه په یو څو کیلو متري واټن کې یوه ځانګړی امنیتي ډ لګۍ ( اسکورټ) جوړه کړېده چې د هغه پواسطه د مالونو او لاریو له خاوندانوڅخه پیسې تر لاسه کړي.
- له ساختماني شرکتونو او نورو مؤسسو څخه بډې اخیستل: دا کار د ولایت مشرتابه او اړوندې ادارې خبل حق بولي، کله چې د ښوونځي ، سړک، کلینیک تعمیرجوړول پیل شي دوي ورته وايي چې زموږ حق څه شو، کله چې شرکت یا مؤسسه ورته وایی چې دا ډول نا مشروع حق غوښتنه او ورکول دکار په څرنګوالي باندې ناوړه اغیزه لري، ورته ویل کیږي چې خدای وکړي جوړ شوي کار سبا ته په بل مخ واوړي زه یې هیخ پروا نلرم( د ولایت د بازار سړکونه )، د محمدا غیې ولسوالۍ به سیمه کې د یو ښوونځي تعمیرجوړولوکې د ناروا حق غوښتلو له امله څو میاشتې ځنډ را منځ ته شو.
- د ټیم د غړو تر منځ او له نورو مرسته کوونکو سره د یو ښه افهام او تفهیم اوهمغږي نشتوالی : د چا خپره ُ هر څوک يې ځان ته ډنګويُ
- بډې اخیستل خو یوه عامه خبره ده ، کله چې د کور، ادارې ، ولایت او نورو مشر ناروا او غلط کارونه کو ی د خپلو کشرانو او ټیټ پوړو چارواکو او کارکونکو د بد کاریو مخه به څنګه و نیسي او خبرې یې څنګه ومني او څومره اغیزه به ور با ندې ولری.
- له خارجې منابعو څخه د پروژو به نامه پیسې راایستل او خپل جیبونه ډکول یوه عامه خبره ده، پروژې د کاعذونو پر مخ وي خو په عمل کې نه لیدل کیږي او پراختیايی کارونه په ټپه ولاړ دي او بهانه یې هم امنیتی ستو نځې به ګو ته کیږي او د نا امني د مخنیوي مسؤل څوک ده؟
خلک:
- د لو ګراوسیدونکي د غلې دانې په څېر د ژرندې د دوه کاڼو( پلونو) ترمنځ اوړه دي چې له یو ې خوا د حکو متي چارواکو غیر مسؤلانه کړه وړه او بې کفا یتي او له بلې خوا دحکو مت د مخالفوډلو اخطارونه، سړي وژنې ، ویره اچونې اوشوکو خلک پوزې ته را وستلي چې د تیښتې او فکر کولو لاریې ترې ورکه کړیده.
- بې ځایه کیدل: د کورنیو د بیځایه کیدلو لړۍ د کابل او نورو ښارونو په لور ورځ په ورځ مخ به زیاتیدو ده په تیربیا چې د کومې کورنۍ غړی له حکومتي یا غیر حکومتی ادارو سره د یوې ګولې ډوډې پیدا کولولپاره کارکوی.
- دخلکو د کورونو او هستوګنځایونه څخه یو پربل دزې کول چې پای کې دخلکو کور وران، درمند يې سوی او دکورنۍ غړي یې ټپي یا وژل کیږي او هیڅوک چاته آه هم نشي کولی.
- په شپه کې د سیمې د اوسیدونکو در وازې ټکول اوپه شپه او ورځ کې له خلکوڅخه پیسې ( باج) غو ښتل.
- که له بانک څخه د خپل معاش او یا نورڅه پیسې څوک اخلي باید بډې ور کړل شي او د مستوفیت مامورین خو داسې دي لکه چې د لو ګر ټول خلک یې پوروړي وی.

 


باید وپوښتو چې څوک ملامت دي؟
ادارې، پوز پیچلي تنکي څوانان چې مشران وژني، هغه کسان چې د ورځې د حکو مت په ادارو کې کارکوي او د شپې له خوا په بیلوبیلو نومونو او پلمو خلک ګواښوي او یا لو ګر میشتې عامې کورنۍ؟

د پورتینو یاد شویو ټکو، پوښتنو، د لو ګر ناوړه ټولنیز او بد امنیو په پام کې نیولو شره لاندی سپارښتنې وړاندې کیږي:

سپارښتنې:
۱. کله چې خولۍ په سر ایښودل کیږي باید دا خولې په سر برابره وی، خو د لوګر د خلکو د ولایت خو لۍ په دې سر ډیره لویه ده او له دې وړاندې هم په دې هکله سمه پاملرنه نده شوي او خلک له بارانه بورته کړ شوي تر ناوې لاندې درول شویدي او ددې پر ځای چې د دوی ( د حکږمت د نایبانو) د کارونو پایلې وکتل شي لا نور هم په لوړ پوړ کېښینول کیږي.
۲. که ولایت د چا له لورې په ټیکه یا اجاره ورکول شوی وي هیله ده چې اوس اجاره پوره شوی وي او نور باید د خلکو د ژوند او وینو په بیه دا اجاره اوږده نشي.
۳. که د ولایت څو کۍ کومې ډلې یا کوم کس ته په ټیکه هم ورکول کیږي بیاهم یو لړ شرطونه او یو څه محدودیتونه باید موجود وي، دلته داسې ښکاري چې یوازې د اجارې رسول مهم شرط ده، نورپه ټیکه دار پورې اړه لري چې هر څه کوي، زه یوازې دومره ویلی شم چې تر اوسه پورې دولایت د څوکۍ لپاره لازم معیارونه په پام کې ندي نیول شوي چې دهغه له مخې دې سړی ورته وټاکل شي.
۴. زموږ لوړ پوړي چارواکي او مرسته کوونکې هیوادونه چې د ښې حکومت داري خبرې کوي، هر څوک چې ددوي له خواګمارل شوي دهغوی د کارونو پایلې یې لیدلې دي که نه ؟ په ښې حکومت داري کې د بډو، اختلاص ، غلا، کمیشن اخیستل، د حکومت له مخا لفینو سره معامله کول او ...... روا دي که نه؟ خلکو ته دا اصطلاح باید تعریف شي،
د حضرت علي کرم الله وجهه ویناده چې ُیو هیواد له کفر سره پا تې کیدي شي خو له ظلم سره نشی پاتې کیدیُ

له اړوندو چارواکو اودهغوی له سلا کارانو څخه په درنښت هیله کیږي چې دې غږ ته پاملرنه وکړي او نا خوالې وڅیړي او د ولایت د ټیم له مشر او د ټیم له غړو څخه پوښتنې و شي، ځکه والي صاحب وايي چې د واغجان له تنګي پورته یعنې دده تخت ته نیږدې شاوخوا حالات خراب دي او پړه په خلکو اچوي