samim samim

Profile Photo

زه رفيع الله ستانکزی او د انجينر محمد جميل ستانکزي زوی یم، په کال 1986 زېږدي کې د لوګر ولايت، محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی یم او ښوونيز ژوند مې په کوزې پښتونخوا پېښور کې پيل کړ، چې همهلته د محمديې عالي لېسې څخه فارغ او په کال 2002 زېږدي کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بريالی شوم او پر کال 2006 زيږدي کې ورنه فارغ شوم.

په پوهنتون کې د زده کړيالۍ له مهاله مې له ادبياتو سره مينه وه او وخت ناوخت به مې په ادبي بانډارونو کې برخه اخیسته او له هماغه وخت راهيسې مې ليکنې هم پيل کړې، چې تر فراغت وروسته مې (د ژباړې فن) په نامه يو اثر خپور شو. دا اثر د ژباړې په اړه کابو هر اړخيزه څېړنه رانغاړي او د مبتدي ژباړنو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.

ورپسې مې دويم چاپ شوی اثر (قرآن او تخنيک) دی، چې ژباړه ده، ترکيې د ستر ليکوال شعبان دوغن په زړه پورې اثر دی.

1- د ژباړې فن

2- قرآن او تخنيک (ژباړه)

3- د ژباړې فن د دوهم ځل لپاره هم چاپ شوی دی.

د هېواد په بېلابېلو ادبي او کولتوري خپرونو کې مې بېلابېلې ليکنې خپرې شوي او د وېبسايټونو له لارې هم زما ليکنې تر ډېرو پښتنو رسېدلي.

چاپ ته چمتو اثار:

1- ذهني پياوړتيا

2- ماشوم روزنه

اوسمهال په يوې نا دولتي مؤسسه کار کوم، زما برېښليک پته : rafiullah.stanikzai@gmail.com ، او ګرځنده شمېره: 0093700308908 او 0093788308908 ده.

د فیس بوک پته : http://www.facebook.com/#!/rafiullah.stanikzai

لوګر پېژندنه


د لوګر مخور: کوچيانو ته دې په ټولو ولايتونو کې ځمکې ورکړل شي

د لوګر مخور: کوچيانو ته دې په ټولو ولايتونو کې ځمکې ورکړل شي د پژواک خبري آژانس د راپور له مخې د لوګر قومي مشرانو له ولسمشر څخه وغوښتل چې کوچيانو ته دې د هېواد په ټولو ولايتونو کې ځمکې ورکړل شي. دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د غويي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن غرمه د لوګر قومي مشرانو له ولسمشر سره په ارګ کې د کتنې پرمهال په دغه ولايت کې د بيارغونې د بهير پر چټکتيا ټينګار وک

09.05.2012 samim

لوګريان د مس عينك امتيازات غواړي

لوګريان د مس عينك امتيازات غواړي له خدمتگار ورځپاڼې په مننې د امنيتي مسووليتونو د لېږد د پروسې مشر ډاكټر اشرف غني احمدزي د لوګر ولايتي شورا له غړو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو استازو، امنيتي چارواكو او والسوالانو سره د دغه ولايت د هر اړخيز وضعيت د معلومولو لپاره بېلابېلې غونډې لرلې.اشرف غني احمدزي چې وړمه ورځ لوګر ته تللى و، خبريالانو ته وويل: ((موږ د لوګر په اړه كافي معلومات لااسته راوړل چې پر اساس به يې په دغه ولايت كې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه پلې كېږي.))

07.05.2012 samim

دژورنالیستانو د ټولنې مشري او که سوداګري

  دژورنالیستانو د ټولنې مشري او که سوداګري ایا ټول هغه کارکوونکي چې په رسنیو کې کار کوي ژورنالیستان دي؟ په هیواد کې د ټولنو دجوړیدو له کلتور سره سم په هر ولایت کې د یاد ولایت د ژونالیستانو ټولنې هم جوړې شوې،خو دهر ولایت د ژورنالیستانو د ټولنو پر وړاندې یو شمیر ننګونې او ستونزې هم شتون لري چې دنورو ولایتونو په پرتله دغه ستونزې د لوګر ولایت د ژورنالیستانو په ټولنې کې ډيره جدي او تر نورو زیاتې دي، د همدې ټ

22.04.2012 samim

د مس عينکو د کان شاوخوا ۱۵۰ تاريخي اثار ترلاسه شوي

  د مس عينکو د کان شاوخوا ۱۵۰ تاريخي اثار ترلاسه شوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې تر اوسه پورې یې ۱۵۰ تاريخي اثار د لوګر ولايت د مس عينکو د کان په شا او خوا کې د کوښښونو په پایله کې ترلاسه کړي دي او دا کوښښونه به د کان د استخراجولو څخه دمخه پای ته ورسېږي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې رياست وايي، چې د هغوی دا کوښښونه او زيارونه د ۱۳۸۸ کاله راپدېخوا د عينک د غرونو په سيمه کې، شا

21.09.2011 samim

په لوګر کې يو قومي مشر ووژل شو

په لوګر کې يو قومي مشر ووژل شو پل علم- کندوز (پژواک ٢٩ وږى ٩٠): د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې يو قومي مشر او په کندوز ولايت کې د امنيتي سازمان يو وسلوال د طالبانو له خوا ووژل شول. د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني نن (د وږي ٢٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شاه ولي تېره شپه د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې ووژل شو. هغه زياته کړه، چې دغه کس يو قومي مشر او همدارنګه د زرغون ښار د مرکزي لېسې تح

21.09.2011 samim

د لوګریانو د سوې زړه آواز

د لوګریانو د سوې زړه آوازلوګر ولایت د کابل په ګاونډ کې پروت ولایت دی، او د تاریخ په اوږدو کې د باب الجهادپه نامه یاد دې ده ، د اشغال ګرو انګریزانو یا د هغه مهال د خلکو په وینا د پرنګیانو د تجاوز او تیرې پر مهال به آزادې غوښتونکي، له دې ځایه په ګروپونو تنظیمیدل په وسلو به سنبالیدل او له همدې ځایه به یې خپل بریدونه او عملیات د کابل پر ګوډاګې رژیم باند په لاره اچول، همدارنګه د پخوانې شوروې اتحاد د تچاوزاو تیرې پر مهال به هم کله به چې مجاهدین

25.08.2011 samim

د لو ګریانو غږ

د لو ګریانو غږلوګر د افغانستان اوپه تیره بیا د کابل سهیلی لورته پرته سیمه ده چې پکتیا د یوې لویې لارې پواسطه له کابل شره نښلوي او همدارنګه د میدان وردګو، غزني او ننګرهارولایتونو سره ګډې پولې اود تګ راتګ لارې لری او ډیر ځلې د کابل د در وازې په نوم بلل شوی چې کابل ته د تاریخ په اوږدوکې ددې دروازې له لارې ډیرې ګټې اوتاوانونه ور اوښتی دي.داسیمه له نیږدې پنځو لسیزو را په دې خوا په اداری توګه د ولایت (نایب الحکومګي) په تو ګه غوره شوی ده چې اوس د مرکز په شمول اوه اداری ( د برکي

04.08.2011 samim

د ايساف په هوايي بريد کې ٩ ملکي وګړي

د ايساف په هوايي بريد کې ٩ ملکي وګړي او اوه طالبان ووژل شول پل علم (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٠):د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو د هوايي عملياتو په پايله کې نهه ملکي وګړي او اوه وسلوال طالبان وژل شوي دي. د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکتر عبدالولي وکیل د دې خبرې په څرګندولو سره نن سهار د (چنگاښ په ٢١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ايساف ځواکونو تېره شپه يوه بجه د دغه ولايت د ازرې په تنګه دره کې د مولوى غلام رسول او يوه بل تن پر کورونو

12.07.2011 samim

شاغاصي کلا چېرته ده؟

شاغاصي کلا چېرته ده؟  څېړنيار:عبدالرحمان حبيب زوی په دغه نامه دوې کلا ګانې موږ لرو، چې یوه یې په لوګر کې د یوه کلي نوم دی او بله یې په کابل کې ده.کیدای شي د هیواد په ځینو نورو سیمو کې هم وي.شاغاصي کلا هغه کلا ده، چې له ځانه سره یې یوه فوکلوریکه کسیه او بدله را نقل کړې ده. د شاغاصي مانا تر دې مهاله ما نه ده پیدا کړې،خو داسې ویل کیږي،چې په پخوا وختونو کې شاغاصي یو ډول نظامي رتبه او منصب و. د ډیرو خلکو په آند

11.07.2011 samim

د لوګري ليکوالانو او ژورنالېستانو چوپتيا- بې غوري او که...؟

د لوګري ليکوالانو او ژورنالېستانو چوپتيا- بې غوري او که...؟ رفیع الله ستانکزی ليکوال او ژورنالېست د ټولنې سترګې دي او دوی کولای شي د يوه هېواد په رغونه، بيارغونه، پرمخوړنه او ... کې رغنده ونډه واخلي او لکه څنګه چې یې اوس خپل شتون، اړتیا او مهموالی په زبات رسولی دی همداسې د همدې څانګې کسان یانې ليکوالان او ژورنالېستان بايد خپل ملي رسالت د هېواد او سيمې په برخه کې ترسره کړي او پرې نه ږدي،

30.06.2011 samim

د ازرې پېښه او د والي صاحب ښکرور دروغ

د ازرې پېښه او د والي صاحب ښکرور دروغ       د لوګر ولايت ډېر ښکلی ولايت دی او ډېر ښکلي خلک لري، همدغو خلکو د ټول هېواد په ودانولو کې ډېرې هلې ځلې کړې دي، د هېواد او نړۍ په کچه يې عالمان، پوهان او تکړه انسانان روزلي او وړاندې کړي دي. نوموړی ولايت يو وخت د ښوونې او روزنې ځای و، چې بیا ورپسې باب الجهاد ونومول شو، خو اوس د تراوسه په واک کې پاتې شويو مشرانو لامله  ورنه هغه نو

28.06.2011 samim

د لرغونو اثارو کشف د لوګر د عینکو د کان استخراج ځنډوي

د لرغونو اثارو کشف د لوګر د عینکو د کان استخراج ځنډوي د افغانستان د کانونو وزارت وايي چې د لوګر په عینک کې د لرغونو بودايي اثارو د موجودیت له کبله کېدای شي د چینايي کمپنۍ له لوري په دې سیمه کې د مسو استخراج درې کاله وځنډېږي.   لرغونپوهانو په دې و

06.12.2010 samim

د لوګر په عينک کې دوه نيم زره کلن بودايي معبد وموندل شو

د لوګر په عينک کې دوه نيم زره کلن بودايي معبد وموندل شو فرانسوي لرغونپوهانو، چې د لوګر د عينک په سميه کې پلټنې کوي، د مسو د کان په سيمې کې يو دوه نيم زره کلن بودايي معبد موندلی. له دغه معبد څخه تر اوسه 150 مجسمې را ايستل شوي اويو شمېر نورې لا هم پاتې دي. داسې اټکل کيږي چې دا سيمه تر ميلاد دمخه د وريښمو د لارې پر سر يو مهم مرکز و. د هغو کېندنو له امله چې په دغه سيمه کې د مسو د استخراج په موخه شوې يوشمېر لرغوني اثار له منځه تللي.

02.12.2010 samim

په لوګر کې د بودايي دورې خورا مهم لرغوني اثار وموندل شول

په لوګر کې د بودايي دورې خورا مهم لرغوني اثار وموندل شول افغان مقاماتو نن وویل چې لرغونپوهانود کابل په جنوب کې د بودايي دورې ډېر مهم اثار موندلي دي.د دې دورې تر ټولو لویې مجسمې ،چې په بامیان کې وې، وسله والو طالبانو د ځینو افغانانوپه ادعا د پاکستان د آی ایس آی او د اسامه بن لادن په غوښتنه د خپلې واکمنۍ په دوره کې ویجاړې کړې.د افغانستان د لرغونپوهنې د ادارې د مشرمحمدنادر رسولي په وینا د بودايي دورې په دې نویو کشف شویو اثارو کې یوه ګومبزه،معبدونه، ښکلې خونې،لویې او

18.08.2010 samim

ستانکزي او ستانېزي

ستانکزي او ستانېزي دکتور لطيف ياد - استر اليا که چيرې دستا نکز يو دقبيلې دنسب ونه يا شجره په غور سره و څېړو نو جو ته به شي چې دغه قبېله له اره غلجي پښتا نه دي او په احمد زيوچې د پښتنو خورا ستره او پياوړې قبېله ده ور ګډيږي٠ ددغې قبيلې خلک زيا تره خلک د لو ګر او ننګر هار په ولا يتو نو کې مېشته دي٠(١) ستا نکزي هم دنورو پښتنو په

07.07.2010 samim

لوګرۍ موسيقي

لوګرۍ موسيقي  ليکوال: عبدالرحمن حبيبزوی په کټ کې پروت یمه رنځور شاه خوبانه یو ځل په ماسه مهربانه راوړه ملهم د لبو ♦♦♦♦ ستا په فرقت کې همیش سوی په انګاریمه جانانه راسه ډیر نا کرار یمه ښکلې دلبر مې ته ېې د زړګي سر مې ته ېې بې له تا یاره له ژوندون  څخه بیزار یمه ډیر نا کرار یمه استاد دوری  لوګری سريزه: موسی

01.06.2010 samim

د لوګر ولايت د قومونو د اتحاد شورا جوړه شوه

د لوګر ولايت د قومونو د اتحاد شورا جوړه شوه د ثور په لسمه نيټه سهار مهال د يوې لويې او درنې غونډې په ترڅ کې په خوست کې د اوسيدونکو لوګريانو د قومونو د اتحاد شورا پرانستل شوه.د پرانيستې په نوموړيو مراسمو کې د لوګر ولايت د بيلابيلو قومونو د لسګونو مشرانو، دينې عالمانو او اوسيدونکو سربيره پکې د خوست ولايتي شورا وکيلانو، د مدني ټولنې د نهادونو استازيو، د بيلابيلو رسنيو خبريالانو او حکومتي مامورينو برخه اخيستې وه.

02.05.2010 samim

دلوگرولايت د برکی برک د ولسوالی جغرافيې ته يوه کتنه

دلوگرولایت د برکی برک د ولسوالی جغرافيې ته یوه کتنه عمومیات: دبرکی برک ولسوالی دافغانستان دجغرافیائی دمهموسمیو څخه  ده چه دلوگر د ولایت په  لویدیځه برخه کی پرته ده . دغه ولسوالی ۱۳۴۹ هجری  شمسی کال له تشکیلات څخه  وړاندی  دلوګر دولایت مرکز ګنل کیده او د 1350 هجری شمسی کال څخه وروسته دلوگرمرکزپل علم انتخاب شو. ښه کڼم  چی  تر تولو دمخه  دلوگر ولایت تاریخی جغرافیا اوتسمیه وجه

21.02.2010 samim

ستانکزي څوک دي؟

ستانکزي څوک دي؟ د توکمپوهنې د اصولو له مخې چې:( توکم-کام-تپه-پښه-کهول-کورنۍ) ستانکزي په دې توګه پېژندل کېږي:ستانکزي:لرغوني آريايان-پښتانه-احمدزي-سلېمانخېل-ايزب-برهان-غلزي دي.(1) ستانکزي په آر کې د لوګر او ننګرهار اوسېدونکي دي او تر دې مهاله همدغو سيمو کې مېشت ځايونه لري،خو برسېره پر نوموړو ځايونو د وخت په تېرېدو او د نفوسو د زياتوالي له امله د هېواد شمال،مرکز او آن سوېل ختيځو سيمو ته کډه شوي او هلته مېشته شوي

11.01.2010 samim

د لوګر ولايت کولتوري او لرغوني ميراثونه

د لوګر ولايت کولتوري او لرغوني ميراثونه لوګر ولايت د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې څخه دی، چې ډېری کولتوري او تاريخي آثار په خپله لرغونې او کولتوري لمن کې رانغاړي، د افغانستان د څو ولايتونو – هرات، غزني او ... څخه څلورم-پنځم ولايت دی، چې د نړۍ کچه لرغوني او کولتوري زېرمې او آثار لري. زه يې يوازې دلته يادونه کوم، چې هغه څرخ، سجاوند، خروار (کافرکوټ)، د عينکو مس، د جمشېد تخت، زرغون ښار (خواجه صدر اوليا زيارت)، سلطان صېب غر او پ

02.01.2010 samim

د لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنې لخوا د جوړې شوې غونډې راپور

د لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنې لخوا د جوړې شوې غونډې راپور جمعه، د مرغومې څلورمه، کابل، نوی ښار  د  لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنې او د لوګرولايت مقام د ځوانانو او لوګريانو د همغږۍ او د خپلو وياړونو د نازولو په پار يوه ستره او پرتمينه  غونډه جوړه کړې وه. د  لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنې او د لوګرولايت مقام په نوښت په کابل کې د هراټ رسټوراټ په سالون کې د لوګري ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او د  لوګري وياړونو د نمان

29.12.2009 samim

وړاندیزونه

وړاندیزونه:  دلوګر ولایت دپولیسو شمیر د لوګر اوسني حالت ته په کتو سره ډیر لږ دی.ان داچې دوی دامنیت په راوستو کې پاتې راغلي دي. ځکه دوی د لرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې په برخه کې څه نه شي کولی.نو پر دې بنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مکلف دی،چې دلوګر ټولو لرغونو سیمو ته چې هلته دلرغونو اثارو نښې لیدل شوي (۰۱۲)امنیتي قطعه ولیږي.او یا دې ددغه ولایت له چارواکو سره په مشورې ددغو سیمو دساتنې مسولیت پر غاړه وا

22.12.2009 samim

دلرغونو سیمو اوسنی وضعیت

دلرغونو سیمو اوسنی وضعیت:  دلوګر ټولې لرغونې سیمې دیوې لسیزې په ترڅ کې ډیرې ځپل شوي، غصب شوي او په ډیرو برخو کې ېې په خپل سري توګه کیندنې ترسره شوي دي،چې دلته ېې څو بیلګو ته کتنه کوو. د لوګر سجاوند له تخت جمشید سیمې څخه دوه دسروزرو مجسموچې یوه ېې نارینه اوبله ېې ښځینه وه، کیندل شوي  او بیا دطالبانو د واکمنۍ پر مهال(  ۱۹۹۵ –

22.12.2009 samim

لرغونې سيمې (برکي برک، برکي راجان او ګمران)

برکي برک: برکي اوبدلو ته وايي او په هزاره جاتو کې یو ډول اوبدل شوي شال ته هم وايي،چې په لاسونو اوبدل شوی وي       . برکي برک دلوګر یوه ولسوالۍ ده،چې دسجاوند تاریخي سیمه هم په کې پرته ده.ددې سیمې دنوم ایښودلو تاریخ داسې دی،چې په دغه سیمه کې دولس اورمړي کورنۍ میشته شوې او دغو کورنیوددې سیمې له اصلي اوسیدونکو سره خپلوي پیل کړه او په خپلو کې ېې سره وادونه وکړل.په دې مانا چې دغه دولس اورمړي کورنۍ دل

22.12.2009 samim

لرغونې سيمې (محمدآغه او د سقاوې دښته)

  محمد اغه: داسیمه دلوګر لومړنۍ ولسوالۍ ده،چې له پلازمینې کابل سره ۴۰کیلو متره واټن لري .ددې سیمې تسمیه په دې ډول ده،چې له غزني څخه دوه ورونه دمحمد اغا او جمال اغا په نامه لوګر ته راغلل.محمد اغا ېې په لوګر کې میشته شو او جمال اغا ېې په شمالي کې،چې اوس هم دشمالي په کاپیسا کې دجمال اغه په نامه دیوه ځای نوم دی.محمد اغه دهمدغه لومړني ورورنوم دی چې اوس د

22.12.2009 samim

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more