په لوګر کې يو قومي مشر ووژل شو

پل علم- کندوز (پژواک ٢٩ وږى ٩٠): د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې يو قومي مشر او په کندوز ولايت کې د امنيتي سازمان يو وسلوال د طالبانو له خوا ووژل شول.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني نن (د وږي ٢٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شاه ولي تېره شپه د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې ووژل شو.

هغه زياته کړه، چې دغه کس يو قومي مشر او همدارنګه د زرغون ښار د مرکزي لېسې تحويلدار هم وو.

روغ لېوني زياته کړه، چې شاه ولي د طالبانو د سيمه ييز قوماندان قاري برهان د کسانو له خوا وژل شوى او په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي ذبيح الله پژواک ته وويل: "د شپې اته بجې طالبانو د شاه ولي پر کور بريد وکړ او هغه يې له ځان سره بوت."

هغه زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو دغه کس د هغه له کوره لږ لرې په ډزو وواژه او له سيمې وتښتېدل.

سرچينې زياته کړه، چې دغه قومي مشر د لېسې تحويلدار هم وو او له چا سره يې دښمني نه درلوده.

په داسې حال کې، چې د لوګر امنيتي چارواکي د دې وژنې پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي، خو تر اوسه يې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چې تېره مياشت هم د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې دوه بزګران د وسلوالو طالبانو له خوا وژل شوي وو.

همدارنګه د امنيتي سازمان يو وسلوال کس د کندوز ولايت په چهاردره ولسوالۍ کې وژل شوى دى.

د چهاردرې امنيه قوماندان سمونمل غلام محى الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کس تېره شپه د دې ولسوالۍ د اى خانم پرسړک د ماين د چاودنې له امله، چې پلى روان و، ووژل شو.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو بل تن، چې هغه هم د امنيتي سازمان غړى و، ټپي شوى دى.

دغه سازمان د کندوز د امنيه قوماندانۍ په چوکاټ کې د روان کال د غبرګولي په مياشت کې جوړ او د ايساف د ځواکونو له خوا تمويلېږئ.

تر اوسه ٣٧٠ تنه، چې ځانګړى يونيفورم لري، د کندوز ولايت په بېلابېلو برخو کې د امنيت د ټينګښت او د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د مبارزې لپاره ګومارل شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمد دين وويل، د شپې اته بجې په سراچه موټر کې له سيمې تېرېده، چې خلک د سړک شاوخوا راټول شوي وو، کله چې ورنږدې شو، ويې ليدل، چې يو وسلوال وژل شوى او يو بل په ټپي حالت کې روغتون ته وړل کېده.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې هغوى په دې چاودنه کې د کليم په نوم د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له دوو ساتونکو سره وژلى او درې تنه نور يې ټپيان کړي دي.

د يادونې ده، چې په روانه مياشت کې هم د محمد اکبر او غلام حيدر په نومونو د امنيتي سازمان دوه قوماندانان د کندوز په چهاردره او خان اباد ولسواليو کې د سړک غاړې په ماين چاودنو کې وژل شوي وو.