په لوګر کې د بودايي دورې خورا مهم لرغوني اثار وموندل شول
افغان مقاماتو نن وویل چې لرغونپوهانود کابل په جنوب کې د بودايي دورې ډېر مهم اثار موندلي دي.د دې دورې تر ټولو لویې مجسمې ،چې په بامیان کې وې، وسله والو طالبانو د ځینو افغانانوپه ادعا د پاکستان د آی ایس آی او د اسامه بن لادن په غوښتنه د خپلې واکمنۍ په دوره کې ویجاړې کړې.
د افغانستان د لرغونپوهنې د ادارې د مشرمحمدنادر رسولي په وینا د بودايي دورې په دې نویو کشف شویو اثارو کې یوه ګومبزه،معبدونه، ښکلې خونې،لویې او وړې مجسمې،چې دوې یې اووه(۷) او(۹) متره اوږدوالی لري،د سرو زرو په اوبو انځور شوي او رنګارنګ توږل شوي دېوالونه او یوشمېر سکې شاملې دي.
ده همداراز وویل :« ځینې اثارله څلورمې میلادي پېړۍ سره تړاو لري.موږ داسي نښې لیدلي چې ځینې شیان ممکن له میلاد مخکې زمانې سره تړاو ولري.»
د افغانستان د لرغونپوهنې د ادارې مشر په عین حال کې وویل چې د دې اثارو د ساتنې او په ساحه کې د نورو کیندنو لپاره د بهرنیانو مرستې ته اړتیا لري.
دا اثار په لوګر ولایت کې د عینک کان په دولس کیلومترۍ کې موندل شوي دي.پخوا هم ویل شوي وو چې په دې سیمه کې ډېر لرغوني اثار شته او ممکن د عینک د مسو له کانه د استخراج او هلته د سړکونو د جوړېدا په صورت کې زیانمن شي.
د دغو اثارو موندنه که له یوې خوا زېری دی خو له بلې خوا د اندېښنې وړ ده ځکه چې امینتي وضعیت ښه نه دی اودا وېره شته چې د لرغونو اثارو قاچاقبران او د افغانستان د تاریخ دښمنان هغو ته زیان واړوي.
د افغانستان د لرغونپوهنې د ادارې مشر ښاغلي رسولي هم دې مسلې ته په اشارې وايي چې د افغانستان حکومت دومره امکانات نه لري چې دا اثار له دې لېرې پرتې سیمې څخه انتقال کړي خو دی هیله لري چې په همدې سیمه کې به یو موزیم جوړ شي.
د افغانستان په لسګونو او د ځینو لرغونپوهانو په وینا په لکونو قطعې لرعوني اثار او پخوانۍ خطي نسخې د پاکستان او ایران د حکومتي ادارو له لوري په ډېره کمه بیه اخیستل شوي او په خپلو دولتي او په ځینو مواردو کې شخصي موزیمونو کې یې د خپلو هیوادونو په نوم خوندي کړي دي.د افغانستان بې شمېره نور لرغوني اثار اروپايي هیوادونو ته په قاچاق وړل شوي او دا په داسي حال کې ده چې ډېر نور اثارو د ناپوهو کسانو له لوري ویجاړ شوي دي.
سرچينه: تاند ګورتپاڼه