د لوګر ولايت د قومونو د اتحاد شورا جوړه شوه

د ثور په لسمه نيټه سهار مهال د يوې لويې او درنې غونډې په ترڅ کې په خوست کې د اوسيدونکو لوګريانو د قومونو د اتحاد شورا پرانستل شوه.
د پرانيستې په نوموړيو مراسمو کې د لوګر ولايت د بيلابيلو قومونو د لسګونو مشرانو، دينې عالمانو او اوسيدونکو سربيره پکې د خوست ولايتي شورا وکيلانو، د مدني ټولنې د نهادونو استازيو، د بيلابيلو رسنيو خبريالانو او حکومتي مامورينو برخه اخيستې وه.
د مراسمو په پيل کې مولوي محمد اضغر د پاک قران مبارک ايتونه تلاوت کړل وروسته د خوست ټولنيز مرکز ميديوتيک مشر نجيب الله الوخېل د غونډې پيليزې خبرې وکړې.
نوموړي د شورا اړتيا او ارزښت ته په پام سره يادونه وکړه، چې د وروستيو څلورو لسيزو راهيسې په خوست کې د لوګر ګڼ شريف اوسيدونکي استوګنه لري، چې له سيمه والو قومونو او وولسونو ترڅنګ په ډېره نږدې اړيکه کې پاتې شوي او د دوى تر منځ په نوموړي موده کې ګڼې دوستۍ او خپلوۍ شوي دي.
لوګريانو له پيله بيا تردې دمه، چې کميت يې له دونيموزرو کورنيو اوړي د بيلابيلو لارو او حرفو له مخې ددې سيمې خدمت کړى او خوستي قومونه د دوى د صداقت او رښتينولۍ درناوى کوي.
ښاغلي الوخېل وړاندې وويل، چې ميديوتيک د خپلو مدني او ټولنيزو فعاليتونو په دوام هڅه وکړه تر څو د نوموړې سيمې د يو شمېر مشرانو په مرسته د نوموړو قومونو ترمنځ دهمکارۍ د ډېروالي او يووالي د لازيات ټينګښت په غرض د نوموړې شورا جوړيدو ته زمينه برابره کړي.
وروسته د سيمې نوماند فرهنګي او مطبوعاتي شخصيت محمدغفور مهيدي خبرې وکړې او دنوموړې شورا په ايجاد يې دخپلې ژورې خوښۍ او خوشالۍ مراتب په ډاګه کړل.
ښاغلي مهيدي ټولنيز مرکز وستايه، چې د خپلو روزنيزو، فرهنګي او ټولنيزو فعاليتونو تر څنګ يې د قومي جوړښتونو ايجاد او پراختياته هم ډېره پاملرنه کړې ده.
محمدغفور مهيدي. د لوګر د اوسيدونکو عزتمنتوب او درنښت په ژونديو بيلګو کې ياد کړ او دوى يې د زيات قدر او درناوي وړ وبلل.
ښاغلي مهيدي لوګري قومونو ته ډاډ ورکړ، چې د دوى رواغوښتنو د انعکاس او ملاتړ لپاره به له هيڅ راز مادي او معنوي مرستو څخه ډه ډه ونه ونه کړي.
له ښاغلي مهيدي وروسته متقاعد ډګروال عبدالستار خان لوګري وينا وکړه او د شورا په ايجاد يې د خپلې خوښۍ او خوشالۍ احساسات په ډاګه کړل.
دده په خبره له داسو پيښو سره مخامخ شوي يو، چې د لوګري يو مړي لپاره د کفن پيسې نه وي موجودې، که په روغتون کې مو ناروغ بستر شوى، ورسره د دوا درملو پيسې نه وي، چې دا ډول ټولنيزو ستونزو ته د اتفاق او اتحاد له لارې رسيده ګي کيداى شي.
په غونډه کې ځوان سياستوال نصيراحمد روښان وينا وکړه او ويې ويل: (( د لوګر اوسيدونکي دهغو خلکو له ډلې څخه دي، چې د خپل فرهنګ ساتنې ته متوجه دي، دوى وطن، خلکو او ملي افتخاراتو ته ژمن دي، سره لدې، چې لوګر د ناامنو سيمو په مينځ کې راګير دى، ولې دوى بيا هم د نوموړې سيمې امنيت او ثبات ساتلى دى.
وروسته په وار سره د لوګر يو شمير اوسيدونکو هر يو نيک محمد، اغاصيب عمرګل ، سليمان شاه، مدير فيض اغا ډګروال فدا محمد خان، قاضي، حاجي جدران، غوث الدين او نورو خبرې وکړې او په خپلو ويناوو کې يې خپلې يو شمير بنسټيزې ستونزې د هغې له جملې د مستقلې هديرې نه شتون ياد کړ.
ويناوالو د سيمه والو قومونو او وولسونو له ښه چلند او بې توپيره برخورد څخه خوښي څرګنده کړه او ددې سيمې په ابادۍ او پرمختيا کې يې د خپلې پراخه ونډې ډاډ ورکړ.
د دوى په خبره لکه څرنګه، چې غلام نبي خان چرخي د نورستان او فيض محمد خان لوګري دخوست په سيمو کې نه هيريدونکي خدمتونه تر سره کړي دي، دوى به هم ددې سيمې په ابادۍ او ښيرازۍ کې ونډه واخلي.
په غونډه کې د لوګر ولايت د قومونو د اتحاد شورا رئيس ډاکټر نوراغا احمدزي د شورا تفاهمنامه، چې په لسو مادو کې ترتيب شوې وه ګډونوالو ته ولوسته.
ياده دې وي، چې شورا د يو تن رئيس او دوو تنو مرستيالانو په ګډون شل کسيزه لارښوده جرګه او درې کسيز سکرتريت لري، چې د يوه کال لپاره وټاکل شول.

 

اخذ: روهي ګورتپاڼه