بې له تا ژوند نه تېرېږي!
د ستورو ننداره وکړه، چې شپه یې رڼه کړې.
بې له تا زما شپه بې له ستورو ده.
لمر ته وګوره، چې د تيارو د رڼولو په پار روڼ شوی
بې له تا زما ورځ لمر نه لري.
چمنونو او ښکلاوو ته نظر وکړه
بې له تا زما ژوند له چمن او زرغونتيا خالی دی.
ځمکې ته وګوره چې زرغونه او ښکلې ده...
اما زما زړه بې له تا هېڅ ښکلا يا شادابي نه لري.
بې له تا هېڅ نه يم....
که غواړې چې پاتې شم او که غواړې چې ونه مرم....
هېڅکله راڅخه مه ځه او هېڅ مه ځه.......
24.03.2010
- samim
يوازې تاته!
يوازې تاته يې ليکم
هغه دا چې د زړه په هر ګوټ کې مې ستا نوم ليکلی
تا ته ستا د کليزې مبارکي په داسې حالت کې درکوم، چې د زړه د کتاب په هره پاڼه مې ستا نوم ليک شوی او په هره ساه کې مې شريکه شوې يې.
ښايي باور ونه کړې:
داسې يو څوک به وي، چې له ځانه دې هم ډېره غواړي
هو داسې څوک شته او په ډېر وياړ يې و ايم
هماغه زه يم
راځه چې...
02.05.2010
- samim
د لوګر ولايت د قومونو د اتحاد شورا جوړه شوه
د ثور په لسمه نيټه سهار مهال د يوې لويې او درنې غونډې په ترڅ کې په خوست کې د اوسيدونکو لوګريانو د قومونو د اتحاد شورا پرانستل شوه.د پرانيستې په نوموړيو مراسمو کې د لوګر ولايت د بيلابيلو قومونو د لسګونو مشرانو، دينې عالمانو او اوسيدونکو سربيره پکې د خوست ولايتي شورا وکيلانو، د مدني ټولنې د نهادونو استازيو، د بيلابيلو رسنيو خبريالانو او حکومتي مامورينو برخه اخيستې وه....