samim samim
زه رفيع الله ستانکزی او د انجينر محمد جميل ستانکزي زوی یم، په کال 1986 زېږدي کې د لوګر ولايت، محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی یم او ښوونيز ژوند مې په کوزې پښتونخوا پېښور کې پيل کړ، چې همهلته د محمديې عالي لېسې څخه فارغ او په کال 2002 زېږدي کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بريالی شوم او پر کال 2006 زيږدي کې ورنه فارغ شوم.
په پوهنتون کې د زده کړيالۍ له مهاله مې له ادبياتو سره مينه وه او وخت ناوخت به مې په ادبي بانډارونو کې برخه اخیسته او له هماغه وخت راهيسې مې ليکنې هم پيل کړې، چې تر فراغت وروسته مې (د ژباړې فن) په نامه يو اثر خپور شو. دا اثر د ژباړې په اړه کابو هر اړخيزه څېړنه رانغاړي او د مبتدي ژباړنو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.
ورپسې مې دويم چاپ شوی اثر (قرآن او تخنيک) دی، چې ژباړه ده، ترکيې د ستر ليکوال شعبان دوغن په زړه پورې اثر دی.
1- د ژباړې فن
2- قرآن او تخنيک (ژباړه)
3- د ژباړې فن د دوهم ځل لپاره هم چاپ شوی دی.
د هېواد په بېلابېلو ادبي او کولتوري خپرونو کې مې بېلابېلې ليکنې خپرې شوي او د وېبسايټونو له لارې هم زما ليکنې تر ډېرو پښتنو رسېدلي.
چاپ ته چمتو اثار:
1- ذهني پياوړتيا
2- ماشوم روزنه
اوسمهال په يوې نا دولتي مؤسسه کار کوم، زما برېښليک پته : rafiullah.stanikzai@gmail.com ، او ګرځنده شمېره: 0093700308908 او 0093788308908 ده.
د فیس بوک پته : http://www.facebook.com/#!/rafiullah.stanikzai
د وير په چم کې وار د نغمو دی
د بېګنۍ مناظرې؟ لنډ جاج
د بېګنۍ مناظرې؟ لنډ جاج د خپل هېواد تېر ته چې ګورم، دا هم ښه بولم، ځکه چې لومړی ځل واک د رايو له لارې لېږدول کېږي او د يو بل پرضد د مرميو د ويشتلو برخلاف تبصرې کوي. زه چې څومره د مناظرې په اړه پوهه لرم، مناظره کې بحث او د يوه او بل پروګرام ننګول دي او ورسره د خپل پروګرام او طرحې څخه ننګه کول دي، خو د طلوع تلویزون په بېګانۍ مناظره کې دا هیڅ یو هم نه و او د استاد داود جنبش په وینا يوې ګروپي مرکې ته ورته و، چې هر یو به خپل ځواب وایه او د بل په پروګرام به یې
اې زما بې غيرت که غيرتي ولسه!
اې زما بې غيرت که غيرتي ولسه! رفيع الله ستانکزی له پلار او نيکه به مې د خپل ولس د مېړانې ډېرې کیسې اورېدې، خو اوس راته ځان هغه شان نه ښکاري او نه مې په ولس کې هغه د غیرت نښې نښانې شته دي، اوس خو هرڅه سرچپه شوي دي، ځکه چې د غیرت ځای بې غیرتۍ نيولی. په پخوانيو کیسو به مو سر نه در خوږوم، خو اوس اوس داسې کیسې
ځوانان، ټاکنې او مسؤليتونه
ځوانان، ټاکنې او مسؤليتونه رفيع الله ستانکزی لکه چې په ډېرو معتبرو سروې ګانو کې ښوول شوې، چې افغانستان داسې یو هېواد دی، چې د وګړو ډېری شمېره یې ځوانان جوړوي، دا چې دا هېواد ځوان اوسېدونکي لري، نو هرو مرو ده، چې ځوانې ارادې او انرژۍ به هم لري، يو هېواد چې د دومره ځوانانو په شتون کې بیا هم د کړاو او درد شېبې زغمي هغه هېواد کې هرو مرو یا هم ځوانان ويده دي او يا هم د هېواد د لوبې توپ د بل
د ګاونډيو نادودې او د کرزي درناوی
د ګاونډيو نادودې او د کرزي درناوی د تېرو څو کلونو ځور او کړاو وروسته افغانانو ته د يووالي يو څرک د ګوشتې د جګړې او په کابل کې د خميني د نمانځنې پرضد له لاريونو وروسته راښکاره شو، چې موږ لا هم يو ملت يو او د يو ملت کېدا په پار یوازې یو جهت يا يو لوري ته اړتيا شته ده . له دې سره له خيالي ۲۰۱۴ وروسته د افغانانو وېره مخ په
پښتنه (ازاد نظم)
پښتنه (ازاد نظم) زه چې نړۍ ته راغلم، چغې مې د نرو نه وې د پښتون كور و، ګنګوسى و چې نجلۍ پيدا شوه مور مې په خپله سپېره ټنډه وه، پلار وانخيستم تا به ويل چې، له انسانه چرته سپۍ پيدا شوه +++ خو زه نجلۍ وم، ما يو حق درلود چې وخوره! وڅښه! او په بدل كې شپږو وروڼو ته كالي ومينځه ورته اوتو يې كړه، كتاب قلم يې هم پيدا كړه مور نه په پټه د ټوټو ګوډيانې ولوبوه او په څلورو دېوالونو كې ساګانې واخله له دې نه پورته يو خواهش هم، م
مينه څه شی دی؟
مينه څه شی دی؟ شرر ساپینه پوهيږم له کوم ځايه يې پيل کړم او چېرته ورته د پای ټکی کيږدم،هسې خو يې د نړۍ ډېر فيلسوفان، پوهان، شاعران، صوفيان او عالمان حيران کړي دي، هر چا دخپلې پوهې او ذاتي تجربې سره سم مينه تعرف کړې ده،څرنګه چې د ښکلا په اړه پوهان يوه خوله نه دي او کوم جامع او مانع تعريف ورته نه لري، همدارنګه مينه هم کوم جامع او مانع تعريف نه لري، د مينی واحد لا تر اوسه په لاس نه دی راغلی چې مينه پرې وتلو، د ابجدو له مخې مينه څلور توري لري، په اردو کې ورته پيار
بېلتون
رفيع الله ستانکزی لرې کېږم لرې کېږم خو بیا بېرته نږدې کېږم هغه ځکه زه او ته خو ګرانې واوره! نه رښتیا چې درته وایم زه او ته خو بېخي نشته همدا يو وجود کې دواړه ژوندي پايو او مړه کېږو دا د مينې يو جهان دی
آخ!
رفيع الله ستانکزی آخ! درنه لرې شوم جانانه دومره لرې دومره لرې چې ليدلې دې نور نه شم ځکه ستا وجود کې حل شوم خو تر اوسه مې جانانه دا وجود لا فنا نه دی وایم ورک وجود پيدا کړم دا ب
افغانستان د اپارتايډ په لومه کې
افغانستان د اپارتايډ په لومه کې حنان حبیبزی یادونه - دا لیکنه د ټولنیزې (سوشیل ) تیورۍ او د شخړې (کنفلکټ ) تیورۍ پر بنسټ چمتو شوې ده او پر هغو اخځلیکونو ولاړه ده چې له اکاډیمک سیسټم سره سم په انګریزي بڼه د لیکنې په پای کې شمیرل شوي دي. هر اخځلیک ځانګړې شمیرې ته په پام سره له هغه'
دپیغلتوب پیټی
دپیغلتوب پیټی ډاکټر حسن پښتنې پیغلې ستا وفاته سلامیار درنه غرب ته په سفر تللی دیبیلتون دهر چا له پښو زمکه لوټيخو ستا په زړه کې يې خنجرتللی دی په نم دسترګو دې پوهیږم ګلېنم دمچکو دې رخسار ته غواړيسره اننګي دې ولونه ولونه نه شولمالیار دخپل حسن ګلزارته غواړي ته هم
حرامي نسل
د ګران ملګري او يار انسان محمدیار یار ښکلی شعر، چې زما یې اوښکې تويې کړې، له تاسې سره شريکوم. حرامي نسل ======= زه د نفرت او کرکې د ناروا اړيکو يو نا مشروع او حرامي نسل یم زه د خالق د کرم ځری او بڅری نه یم د پلار او ورور رشته م
د یوه شهزاده په هرکلي کې:
د یوه شهزاده په هرکلي کې: زیری شهزاده ښه راغلې زه دې په پلونو کې ګلان د ارادت شیندمه زه دې قدم ته د لیمو بخملي فرش غوړوم ته قدم ورو که چې زه ځمکه په بڼو جارو کړم ته شیبه صبر، چې زه ستا د لارې ټول اغزي په سترګو ټول کړم ستا تنکۍ پښې ماته د خپل شاهنشاه نازک بدن، مهربان زړه یادو
دوه پښتانه کپتانان
دوه پښتانه کپتانان ډېره ښکلې او په زړه پورې ليکنه ده، زما زړه پرې اوبه وڅښلې تاسې يې هم ولولۍ، کېدای شي ستاسې هم خوښه شي. له تاند سايټ نه په مننې مطیع الله عابد خوب وینم عالمه که يې څوک راکړي مانه. خوب وینم عالمه چې د ...افغانستان او پاکستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ د ایبټ اباد په میدان د کرکټ مسابقه پیل کیدونکې ده.د میدان چارچاپیره په زر
مورې ته راته ژوندۍ واى
دوستانو مورنۍ مینه داسې یوه پدیده ده چې بیا ځلې یې څوک لاس ته نه شي راوړی په وړوکوالي کې د مور رحم او د ماشوم نازونه او په غټوالي کې د مور دعاوې او سپيڅلې مینه، ډيری د ژوند لوړو پوړیو ته رسولي دي، ما چې د آزمون صیب دا نظم ولوست، راته د مورنۍ مینې بیلابیل ډولونه را یاد شول، دې شعر کې د مور د نه شتون ډير ارمان شوی دی او د ارمان ژبه شاعرانه او ډيره روانه ده، دا شعر دې ټولو هغو دوستانو ته ډالۍ وي کوم چې خپلې میندې له لاسه ورکړي دي یانې میندو یې له دوی سره
رښتينې مينه
له سهاره تر ماښام له خوارۍ مزدورۍ وروسته چې كور ته لاړ ورور ورځينې وپوښتل: څه دې ګټلي؟ مېرمنې ځينې وپوښتل: څه دې سپمولي؟ اولادونو ځينې وپوښتل: څه دې راوړي؟ خو يوا
د اسامه بن لادن ژوند ته یوه کتنه
د اسامه بن لادن ژوند ته یوه کتنه ليكوال :ايمل يوسفزى اسامه بن محمد بن اواد بن لادن د سعودي عربستان د ریاض په ښار کې په یوه شتمنه کورنۍ كې په ۱۹۵۷ کال کې وزیږید. د اسامه مور د محمد بن لادن لسمه ښځه وه. کله چې اسامه وزیږید، دده مور او پلار ډیر ژر سره جدا شول، د اسامه مور بیا د محمد الاعطا سره واده وکړ، دوی څلور زامن درلودل، او اسامه په یوه نوې کورنۍ کې خپل ژوند پیل کړ
پر اسامه بن لادن برید او پټ رازونه
پر اسامه بن لادن برید او پټ رازونه ضیاالحق رشیدی، لوګر - د روان کال د غوایی د میاشتې په ۱۱ نېټه د شپې په ۳ بجو او ۱۰ دقیقو د اسامه بن لادن د استوګنې پر کور د امریکایي ځانګړو ځواکونو او د پاکستاني ځواکونو له خوا عملیات پیل شول او د ۴۰ دقیقو په شاوخوا کې دا عملیات پای ته ورسیدل. هغه څه چه په رسنیو کې خپریږي او عامه اذهانو ته رسول کیږی د ریښتونې انځور سره ډیر توپیر لری. زه دلته غواړم یو څومو مهمو پټو رازونو ته اشاره وکړم:
غزل
غزلد غم پر بستر پر و ت يمه د ځا ن سر ه غږ يږ مد خپلې پا کې مينې له آ ر ما ن سره غږ يږ مد ز ړ ه هر يو پر هر ر ا ته په چيغو چيغو و ا ئيبس ز ه يم چې په تو ر ه شپه جا نان سره غږ يږمشبنم يم که ږ لۍ يم چې د ګل پر مخ مستي کړمکه ز ه يم تړ مه ا و ښکه له ګر يو ا ن سره غږ يږ مد کلي خلک ټو ل پر ما ګما ن د ليو ني کړ يخ
کاش بنګړی زه ستا دلاس وای
کاش بنګړی زه ستا دلاس وای - ژباړه عبدالحليم همت ایوبزی داردوژبې دځوان اونامتوشاعروصي شاه دازاد نظم ( کاش مین تیری هاتهـ کی کنګهن هوتا ) ژباړه چې په مينه محبت دې په مستۍ او شرارت دې بې له ترهې ،بې له ډاره
زه له دوو شيانو سره مينه کوم
زه له دوو شيانو سره مينه کوم؛ يو ته او بل ستا وجود دوو شيانو ته عقيده لرم يو ته او بل ستا مينه په دې نړۍ کې دوه شيان غواړم؛ يو تا او بل ستا خوښي! دا نړۍ د دوو شيانو لپاره غواړم؛ يو ستا او بل د تل په پار ستاسره د اوسېدو په لپاره رفيع الله ستانکزی
پښتون رواج او پښتنه پېغله
پښتون رواج او پښتنه پېغله پلار مې د غرورپه نيلــي ســـپور و ځان يې نه ليدو دنګ و په خپل ځـــان کې مـــقابل انســان يې نه ليدو نيـــغ به يې اســـمان ته کتل ټيټ جهــــان يې نه ليدو پوره غره په ځان و خود لوى خداى شان يې نه ليدو پاڅيــــدو پـه نـه خـــــبره خــــرپ ســـړى يې ووژه اور شــــو د غضــب ته وا هــــوسـۍ بچى يې ووژه خدايزده چې د چا د قسمت شـــين بنــګړى يې ووژه قتــــل سره جــــ
د جنت لټون
د جنت لټون زه د جنت په لټه تر کومو کومو ولاړم چېرته مې څه او چېرته څه وکړل له چا مې مينه چاته مينه ورکړه خو بېرته نهیلی او ستومانه راغلم ځکه جنت مې هاخوا دېخوا ونه موند یو کتابګوټی مې راواخیست د لوستلو په پار
د مينې نوې لوبه
د مينې نوې لوبه نوې لوبه مې زده کړه غوښتل مې دا په زبات ورسوم، چې کولای شم ستا په اړه هېڅ فکر ونه کړم سپينه پاڼه مې راواخیسته ... نو داسې وپتېيل شوه، هرځلې چې ستا په اړه فکر کوم، يوه آسماني رنګه شنه نښه به پر سپينې پاڼې کښم او هر وخت چې ستا فکر ما پرېږدي، نو نښه به په سور رنګ ږدم اوس مې، چې د شنه رنګ ټول قلمونه ختم شول او د سور رنګ قلمونه مې بې ګټې پاتې شول زه او د شنه رنګ نښې پاتې شوې
موږک شېر
موږک شېرد لـوی ښار څخه دبـــــانـــــــدې يــــــــــــــو دره وه جوړه کړې يـــــــــــــوه شيخ پــکښې دېــــــــره وه پر سجده به خدای ته پروت و په خواستونـــــو ټـــــــولې شپې يې تــــــېرولې پـــــــه نــفلونــــــــو که هر څو د ښار پـــــر خلکو بــــــانـــــدې ګران و دی د خلکو را ګـــــــوښه پـــــــــــه غم د ځـــــان و د وولس مياشتې بــــه يې تــــل روژې نيــــــولې يــــــــوه ورځ يې چا ډوډۍ نـــــــــــــه
غزل
باغ کښې سره ګلونه داستامخ ته شرمسارشولڅاڅکی دخنداچې ستاپه شونډ وباند ې بارشولشين چمن مليا رميو ې او ونې ئې لا څه کو ېوچ لرګي ديوال هم ستاښکلاباند ې ا قرارشول ستاوښه راغلاست ته هرلمرګلی په تعظیم ولاړبيرته بد ر ګې ته بلبلا ن د با غ تيا ر شو لنشته د ه ساقي د ميخا نې د رو ا ز ه بند ه د هډ کو ميکد و ته شرا بيا ن پا تې خما ر شو لتکه توره شپه سوه سپينه خوله دې رانه ورکه سوهستادتوروزلفو څو تا ر و نه پر ې قطا ر شو لز ه لکه يو غل ستا تر پا لنګ