رفيع الله ستانکزی

لرې کېږم

لرې کېږم

خو بیا بېرته نږدې کېږم

هغه ځکه

زه او ته خو ګرانې واوره!

نه رښتیا چې درته وایم

زه او ته خو بېخي نشته

همدا يو وجود کې دواړه

ژوندي پايو

او مړه کېږو

دا د مينې يو جهان دی

چې بېلتون مو دی وژلی

لا پخوا په دې وطن کې