د جنت لټون
زه د جنت په لټه
تر کومو کومو ولاړم
چېرته مې څه او چېرته څه وکړل
له چا مې مينه چاته مينه ورکړه
خو
بېرته نهیلی
او ستومانه راغلم
ځکه جنت مې هاخوا دېخوا
ونه موند
یو کتابګوټی مې راواخیست د لوستلو په پار
په کې ليکلي يې ول
جنت د مور او پلار تر پښو لاندې دی
رفيع الله ستانکزی
د مور د نړیوالې ورځې په وياړ
دوشنبه ماسپښين – دوه نيمې بجې
نوی ښار کابل
02.06.2010
- samim
د مينې نوې لوبه
نوې لوبه مې زده کړه
غوښتل مې دا په زبات ورسوم، چې کولای شم ستا په اړه هېڅ فکر ونه کړم
سپينه پاڼه مې راواخیسته ... نو داسې وپتېيل شوه، هرځلې چې ستا په اړه فکر کوم،
يوه آسماني رنګه شنه نښه به پر سپينې پاڼې کښم
او هر وخت چې ستا فکر ما پرېږدي،
نو نښه به په سور رنګ ږدم اوس
مې، چې د شنه رنګ ټول قلمونه ختم شول
او د سور رنګ قلمونه مې بې ګټې پاتې شول
زه او د شنه رنګ نښې پاتې شوې...
24.06.2010
- samim
پښتون رواج او پښتنه پېغله
پلار مې د غرورپه نيلــي ســـپور و ځان يې نه ليدو دنګ و په خپل ځـــان کې مـــقابل انســان يې نه ليدو نيـــغ به يې اســـمان ته کتل ټيټ جهــــان يې نه ليدو پوره غره په ځان و خود لوى خداى شان يې نه ليدو
پاڅيــــدو پـه نـه خـــــبره خــــرپ ســـړى يې ووژه اور شــــو د غضــب ته وا هــــوسـۍ بچى يې ووژه خدايزده چې د چا د قسمت شـــين بنــګړى يې ووژه قتــــل سره جــــ...