د یوه شهزاده په هرکلي کې:
زیری
شهزاده ښه راغلې
زه دې په پلونو کې ګلان د ارادت شیندمه
زه دې قدم ته د لیمو بخملي فرش غوړوم
ته قدم ورو که چې زه ځمکه په بڼو جارو کړم
ته شیبه صبر،
چې زه ستا د لارې ټول اغزي په سترګو ټول کړم
ستا تنکۍ پښې ماته د خپل شاهنشاه
نازک بدن، مهربان زړه یادوي
چیرې په دې اغزنو لارو کې تڼاکې نشي
دومره د خپل زرین براق له طلایي رکاب نه
خپلې پستې پاپۍ راکوزې نکړې
چې دغه لارې درته
د سلیمان د ایینو په شانې پاکې نشي
شهزاده ګوره ته د رنګ او نور له غرونو او سیندونو راغلې
مګر زموږ جونګړې
د بدرنګیو او تیارو د ښاپیرکو ځالې
او د جونکړو اوسیدونکي لا هم
د لمر له نوم سره بلد نه دي
ښکلا تر اوسه نا اشنا مفهوم دی
شهزاده راشه
خدای دې ښه راوله
مګر زما د شاهنشاه له شاهي خوی سره
ګله راځه د خپل ګلشن له رنګ و بوی سره
شهزاده ته نه وې ، کلونه مخکې
یو سهار لمر عجیبه سر راهسک کړ
موږ ټول حیران وو، چې زموږه د جونکړو په تندیو کې خو
د رڼا کرښه نه وه
مګر چې ټولو سترګې وموښلې
د شاهنشاه د ژوند براق پاس پر کنډو ولاړ و
څه عجیبه ښکاریده
لکه نظر د زلمي
د ژوندانه د ناوکۍ پر سپین پلو ولاړ و
شاهنشاه راغی او پخپلو بخملي لاسو یې
زموږ د زړونو پر تیارو جونګړو
زکات د نور ووېشه
زموږ ویالو ته یې د نیل د څپو ژبه ورکړه
زموږ پر تورو غرو یې پړک د کوه طور ووېشه
کلونه کیږي، چې موږ
د حافظو په هدیرو کې ناست یو
د شاهنشاه په یاد کې
د اوښکو شمو ته لیتکي د اسویلو ورکوو
شاهنشاه موږ سره د تلو پر وخت وعده کړیده
چې خامخا به راځي
یو ځلې نه ، دوه ځلې نه او په بیا، بیا به راځي
د یوه نوي شهزاده په تن کې
لکه اروا به راځي
شهزاده صبر، ته براق پر کنډو ودروه
چې زه له لارو نه اغزي جارو کړم
او د جونګړو پردې وښوروم
د حافظو په هدیرو کې سوې چیغه وکړم
ای د تیارو د چم ویدو بیدار شئ!
له هدیرو راپاڅئ!
زه درته زیری لرم، زیری لرم
لارې جارو کړئ او اوبه وشیندئ!
د خوشحالیو اوښکې و اوروئ!
توغونه هسک کړئ، له زړو چمبو نه ګرد وڅنډئ!
د هرکلي سندره ټول وبولئ!
براق یې تم دی پر کنډو شاهنشاه بیا راغی
پر هدیرو به ژوند شیندي لکه اروا راغی
د رنګ جامې یې دي پر تن رڼا، رڼا راغی
له پلازمینې نه د ناز او د ښکلا راغی
د لمر له کوره دی له کلي د سبا راغی
د اجابت په خم کې رنګ لکه دوعا راغی
د ژوند بیړۍ به کړي روانه ناخدا راغی
د وږمې ورور دی په وزرو د هوا راغی
شاهنشاه بیا راغی،
شاهنشاه بیا راغی.
د زمري اته ویشتمه، ۱۳۹۰
د اګست ۱۹، ۲۰۱۱
د خپلواکۍ ورځ
کابل
ا- درمل
|