samim samim
زه رفيع الله ستانکزی او د انجينر محمد جميل ستانکزي زوی یم، په کال 1986 زېږدي کې د لوګر ولايت، محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی یم او ښوونيز ژوند مې په کوزې پښتونخوا پېښور کې پيل کړ، چې همهلته د محمديې عالي لېسې څخه فارغ او په کال 2002 زېږدي کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بريالی شوم او پر کال 2006 زيږدي کې ورنه فارغ شوم.
په پوهنتون کې د زده کړيالۍ له مهاله مې له ادبياتو سره مينه وه او وخت ناوخت به مې په ادبي بانډارونو کې برخه اخیسته او له هماغه وخت راهيسې مې ليکنې هم پيل کړې، چې تر فراغت وروسته مې (د ژباړې فن) په نامه يو اثر خپور شو. دا اثر د ژباړې په اړه کابو هر اړخيزه څېړنه رانغاړي او د مبتدي ژباړنو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.
ورپسې مې دويم چاپ شوی اثر (قرآن او تخنيک) دی، چې ژباړه ده، ترکيې د ستر ليکوال شعبان دوغن په زړه پورې اثر دی.
1- د ژباړې فن
2- قرآن او تخنيک (ژباړه)
3- د ژباړې فن د دوهم ځل لپاره هم چاپ شوی دی.
د هېواد په بېلابېلو ادبي او کولتوري خپرونو کې مې بېلابېلې ليکنې خپرې شوي او د وېبسايټونو له لارې هم زما ليکنې تر ډېرو پښتنو رسېدلي.
چاپ ته چمتو اثار:
1- ذهني پياوړتيا
2- ماشوم روزنه
اوسمهال په يوې نا دولتي مؤسسه کار کوم، زما برېښليک پته : rafiullah.stanikzai@gmail.com ، او ګرځنده شمېره: 0093700308908 او 0093788308908 ده.
د فیس بوک پته : http://www.facebook.com/#!/rafiullah.stanikzai
د وير په چم کې وار د نغمو دی
بې له تا ژوند نه تېرېږي!
بې له تا ژوند نه تېرېږي! د ستورو ننداره وکړه، چې شپه یې رڼه کړې. بې له تا زما شپه بې له ستورو ده. لمر ته وګوره، چې د تيارو د رڼولو په پار روڼ شوی بې له تا زما ورځ لمر نه لري. چمنونو او ښکلاوو ته نظر وکړه بې له تا زما ژوند له چمن او زرغونتيا خالی دی.
يوازې تاته!
يوازې تاته! يوازې تاته يې ليکم هغه دا چې د زړه په هر ګوټ کې مې ستا نوم ليکلی تا ته ستا د کليزې مبارکي په داسې حالت کې درکوم، چې د زړه د کتاب په هره پاڼه مې ستا نوم ليک شوی او په هره ساه کې مې شريکه شوې يې. ښايي باور ونه کړې: داسې يو څوک به وي، چې له ځانه دې هم ډېره غواړي هو داسې څوک شته او په ډېر وياړ يې و ايم هماغه زه يم راځه چې
زما او ستا نېکمرغه ورځ
زما او ستا نېکمرغه ورځ نن ستا د پيدايښت او زما د ژوند تر ټولو غوره ورځ ده ستا موسکا زما د ژوندانه تر ټولو خوښوونکې شېبه ده او څومره ښه، چې خدای تعالی ستا په څېر پرښته زما لپاره په دې ورځ پيدا کړې. او رښتیا هم چې زه یې بايد منندوی اوسم او د عمر تر پايه یې ستاينه وکړم.
ښځه
ښځه مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه د نارينه د څو شيبو د خوشالۍ لپاره يوه اله ګڼلې مونږ هميشه ښځه په مقابل کې د ځاند بې ارزښته مات خاورين لوښې نه ټيټه ګڼواو داسې نور درواخلهخو مونږ هيڅکلهد انسانيت ددغې نيمې نړۍ معنوي اړخ ته قايل شوي نه يومونږ ښځه تلدمور خور لور او د ميرمنې په نوم ياده کړېبس له ادمه تر دې دمه پورېددې شعار
کرکټ ډلې ته د کاروان غزل (ډالۍ)
مل يې شه مولا چې بريمنه لاره ووهي (( دا ماشوم د يوې شپې ، سل کلنه لاره ووهي )) ځوان دې شي ، جانان دې شي ، د ټولو قهرمان دې شي مشک يې شه خولې چې تر ختنه لاره ووهي هر څو که پښې يبلې دی پڼې يې د دعا په پښو باغ ته د ګلونو به اغزنه لاره ووهي ګل به د بري د خپل وطن پر جنډه وګنډي تار د ارادې سره چې ستنه لاره ووهي
ځواني مرګه زرلښته
ځواني مرګه زرلښته دا يورښتينی کيسه مې ديومور نه چې دهغې يادونه به تل راسره ژوندې وي اوريدلې ده مينه اخلاص اومحبت دد وه زړونو پيوندونه دي اوريدلې مې ده چې کلونه مخکې دکلی ښايسته طالب العلم ځوان حکيم چې ښاسته قواره دنګ ونه خرمايي سترګې درلودې هغه وخت په زرلښته زړه وبايلله کله چې د زرلښتۍ کشرې خورګلښته دنرې رنځ نه په ځوانې کې مړه شوه کلښته رښتيا هم چې دګلوڅانګه وه خو دمرګ څپيړه بی وخت دهغې پر مخ ولګيدو
د ز مان ولاړه شېبه
د ز مان ولاړه شېبه ومې کره ګرانې ما د زړه په کونج کې وکره هسې چې را شين شمه سپر لين شمه زلمى شمه
ګرانې مور جانې ته
ګرانې مور جانې ته : مورجانې شکر دی چې تا لرمهشکر څلور کونجه دنيا لرمهچې تاته ګورم ستا دعا لرمهنه هيڅ ارزو نه مدعا لرمه که په دښمن يا بلاګانو ورځممورجانې ستا په دعاګانو ورځمتر اوسه هيڅ په شا راغلی نه يمپه پاکو هيلو ارزوګانو ورځم پر زمکه جنګ پر زمکه بلې لمبېزما په سر ستا د دعا سيوری دیستا پر ژوندون څومره خوشبخته يمهلکه
لمر ته
لمر تهلمره دا وارې، چې ډوب شوېپسې ډوب شهپسې ورك شهپسې غيب شهچې بيا سر راپورته نه كړې. *** لمره دا وارې، چې ډوب شوېپسې ډوب شهپسې ورك شهپسې غيب شهچې بيا سر راپورته نه كړېزما ښځه ده بربنډهخور او مور مې لڅه پڅهاو ورېنداره مې لغړهد نازكې لور تنكى نازك وجود مېستا د نور په پلوشو كې د شهوت د مقناطيس وحشي كشش تهد زرې غوندې جذبېږيزما د توان مېړانه دومرهد تيارو له جامو پ
ظلم
شعر
اسرائيل د مسلمانانو نفاق زړه ورکړي
اسرائيل د مسلمانانو نفاق زړه ورکړي Numandost75@yahoo.com ځينې واکمنان ، سياسي او مذهبي مشران چې کله په جذباتو راشي ، هرڅه وايي خو چې دعمل وخت راشي بيا يې هغه جذبه نه وي . د ايران ولسمشر احمدي نژاد هم يو وخت ډېره احساساتي او جذباتي وينا کړې وه ، خو د عمل په وخت کې غلى دى . دغه جناب ويلي و : (( د اسراييل نوم بايد د نړۍ له نخچې پاک شي . )) هغه وخت ددغه شعار اورېدلو ساده زړو خلکو ته دا احساس ورکړ چې ګوندې احم
نو که ما غواړې غم د مهر وکړه !
پس له سلامه ددې خط هر توریښه زړه د خلاصه ښه په غور واورهستا چې پرون په جرګه مونږ کره وه مور راغلېهم مازیګر کې دې د پلار سره سپین ګیري د چمشاید چې تا به زه وم پټه ښه لیدلې چرته یا به دې زما د لوی ښایست وي دبدبه تر غوږوهو زه خبره یم چې تا په رومالونو ځینېد بر شهید بابا جنډه ډکه دهپدې هم پویه یم سرزوری ېې د چم ژڼو کېټول بهادر دې بوليخو ما تر اوسه ته لیدلی نه ېېاو وړکتوب مو هم هجرت کې تیر شوخو زه ددې
څه چل وکه که نه
د ښاغلي حنيف حيران تکيه کلام ( څه چل وکه که
پښتنې دود
پښتنې دود تاسو تیری مـه کوی ، مــونــږ خــپـلـــواکـــی غــــواړود ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو زاړه واړه او ځــوانــان ، بــه ټـــول فــکـــرونـه وکـړود خــپــل وطــن پــه خــاطــر ، بــه نــوښـــتــونـــه وکـــړوټــول پــه مـــرکــز بــه یــو ، مــونـــږ اتــــــڼــــونــه وکــړود ګــاونـــډی ملــکــــونـــو ، ســـره دوســـتــې غـــواړود ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو د د وستۍ مزی ټیـنګ کـړ
For export only!
For export only! زموږ هېواد د اوږدې جګړې او بې احساسه مسوولينو له شامته د نړۍ په يوه مصرفي بازار بدل شوى دى ، همدا لامل دى چې ټولې هټۍ په بهرنيو توکو ډکې دي او حتى موږ په خپل زراعتي هېواد کې هم پردۍ تازه ترکاري خورو . له دغو بهرنيو توکو څخه پر ځينو ښکاره ليکل شوي وي for export only! ( يواځې د صادراتو لپاره ) .ځينې خلک وايي چې دا جمله پر هغو شيانو ليکل کېږي چې ، جوړونکى هېواد پرې ټکس ( ماليه ) نه اخلي ترڅو قيمت يې ټيټ وي او په بيرون کې ښه بازار پيداکړي . خو ځينې نور بيا واي
بوش ، وروستۍ نښه نه ده
بوش ، وروستۍ نښه نه ده د تره زوى او د کوچينوالي ملګري مې هميشه په خپل سپي پشيانې زغلولې او له همدې يې خوند اخيست .يوه ورځ زه هم ورسره وم ، سپي پيشو په مخه کړه ، هغه زموږ واړه باغ کې د بکيانډې ونې ته وښته او سپي د ونې له بېخه ورته غپل . د تره زوى مې په پېشو د غولکې ګزارونه وکړل ، هغه ناچاره شوه . لاندې سپي ورته تور او بريښ کو او په ونه کې له کاڼو په امن نه وه . يو ناڅاپه يې را ټوپ کړ ، د سپي پر مخ ونښته ، د هغه مخ يې په وينو سور کړ او بيا سپې د سترګو په رپ کې باغ پرېښود .
د ارواوو ننواتې
د ډبرپېر وحشت بلهارو ته: پوهانددوکتورم.ا.زيار
هلمندى قاضي
هلمندى قاضي اصلي نوم يې رانه هېر شوى خو دومره مې په ياد دي، چې دغه قاضى صاحب د هلمند و . هغه له ګڼې اوږدې ږيرې سره اوږدې څڼې هم لرلې، د طالبانو په وروستيو کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په دنده ګومارل شوى و . هغه مهال لارې ډېرې خرابې وې، تر سروبي پورې چې له کابل ښاره شاوخوا ٧٥ کيلومترۍ واټن لري، لږ تر لږده د يوه تېز رفتاره موټر لپاره درې ساعته په کار وو . خو قاضي صاحب به هر سهار وختې پاڅېده ، له دوه نورو طالبانو سره په خپله زړه کرولا کې وظيفې ته او مازيګر قضا به بېرته
يخه خولګۍ
د لبو جام سړي ته خوب ورولي
د لیک لوست ژبه
د لیک لوست ژبه د غــږ د ژبــې نــه ، د لـــیـــک ژبـــه پـــخــه دهد لـیــکـــوالانـــو د خــــولــی وتــی دا قـیـصـه ده چــا چــې لیــکلــي کـتـابـــونـــه ، ژونــــدي بــــه ويد ولس زړه کې به تـل پـاتـی ، خـونـدي بـه ويدا ئــې خــپــل قـام تـــه پــریښودلی خــزانــه دهد لـیــکـــوالانـــو د خــــولــی وتــی دا قـیـصـه ده لیک دی ژوندی ساتي دونیا کې ، ژوندی به ئېتــاریـخ به ویـاړی په تـا ګــوره هـر ځـای بـه ئــېمــعــنــوی پــانــګــه ده چــې قـ
بختور
بختور په هغه ورځ تابه وې په ا مبو لانسونو کې هم زړونه پيدا شوي وو ، په خپلو چيغو يې د وزير اکبر خان روغتون ودانۍ ښوروله او په با مونويې لکه د ټپيانو وينې سرې رڼا ګانې تا وېدلې، امبولانسونه پوره لالهانده وو، شيبه په شيبه دروغتون مخ ته درېدل او په وينو ککړ بدنونه ترې را ښکته کېدل .په هغه ورځ له سرونو تور پاچ لنګوټي غورځېدلي وو او د سرونو په ځاى ؛ له پښو ، لاسونو ، ملاګانو او زنو راتاوو ، وو.د زګيرويو غږونه به تيز شول او بيا به يو دم د شهادت د کلمې غږ تر نيما يي وا ورېدل شو
سزا
که مې تاته د سزا درکولو وړتيا درلودای
اولاد
اولاد ټولې ميرمنې ترې راتاوې وې ، چا په ژيړ کټوري کې چې ايت کرسي پرې ليکل شوې وه اوبه ورکولې ، چا پرې ياد سورتونه چوفول او چا پټې – پټې اوښکې تويولې . خو د هغې دردونه هماغه شان مخ په ډېرېدوو. يوې غږ کړ : له درې شپور ورځو راهيسې يې سترګې نه دي پټې کړي ، په يوه چيغه ده . موږ ويل ، کور کې به پرې خداى ورحمېږي خو داسې ونه شوه ، بايد د ډاکټر غمه وخورو . کمينه بيا کټ کې واوښته او له درده يې پر بازو خوله خښه کړه . شېبه وروسته غلې شوه ، په مخامخ ځړېدلي عکس يې سترګې خښې کړې
آخ! زړه مې.....
آخ! زړه مې..... هو. دا منم، چې دا چې تاسې ورته ګناه واياست، زه ورته په دېرې سپېڅلتيا قايل یم او تل به يې تکراروم، هو دا مينه ده، چې ما کړې، ستاسې په ا
سزا
که مې تاته د سزا درکولو وړتيا درلودای