پښتنې دود

تاسو تیری مـه کوی ، مــونــږ خــپـلـــواکـــی غــــواړو
د ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو

زاړه واړه او ځــوانــان ، بــه ټـــول فــکـــرونـه وکـړو
د خــپــل وطــن پــه خــاطــر ، بــه نــوښـــتــونـــه وکـــړو
ټــول پــه مـــرکــز بــه یــو ، مــونـــږ اتــــــڼــــونــه وکــړو
د ګــاونـــډی ملــکــــونـــو ، ســـره دوســـتــې غـــواړو
د ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو

د د وستۍ مزی ټیـنګ کـړی ، په دوشمنۍ څه کـوی
نـــفـــاق دی کــډه واخـــلــې ، په تــربـګـنـۍ څـــه کـوی
بــې اتـفـاقې پــه ملـک کـې ، په بـدمـرغـی څــه کوی
ورونـــو قــامـــونـــو ســـره ، مـونــږ ورورلــې غــواړو
د ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو

راځـۍ چـې یــو شــو ورونـــو ، دا د بـــابـــا«۱ » ویــنـا ده
قــا مــی وحـــدت حـــاصـل کــړو ، دا د لالا«۲ » ویــنـا ده
ژبـــــــه د قـــــــام نـــــــښــــه ده ، دا د دادا«۳ » ویـــنــا ده
د نـــــورو ژبــــو ســـره ، مـــونــــږه ســـیـــالـــې غـــواړو
د ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو

ذهــن غــلام دې ورک شې ، قام ته خـدمــت نه کوی
نســیــمــه ګـــوره ورتـــه ، ژونـــــد د عــــزت نـــه کــــوی
اعـتـبار پـــه تـــه ونـــکــــړی ، دی حـــرکــــت نــه کــوی
ذهــــــنـــې غـــلام لـــــره مـــونـــــږ ، دا ازادی غـــواړو
د ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ ) ارواښاد خان بابا عبدالولی خان ( لا به یو کیږو کنې ورکیږو)
۲ ) خان محمدافضل خان لالا (پښتون قامی وحدت زمونږ قانونی حق دی )
۳ ) ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری (چا ويل تش د پوهیدو نښه ده ژبه د قام د پيژندو نښه ده )