د ښاغلي حنيف حيران تکيه کلام ( څه چل وکه که نه ) چې ماته يې ډېر خوند راکوه او په غير ارادي ډول دا دی  د غزل د رديف په شکل .
هسې خو د حيران صيب هره خبره د شعر غوندې خوږه ده خو په دې (څه چل وکه که نه ) کې يو لوی راز پټ دی ، ځکه خو پر ما ډېره خوږه لګي .

جلال
 
 
غزل 
تياره په سپينه ورځ خوريږي ، څه چل وکه که نه
زلفې دې مخ باندې رالوېږي ، څه چل وکه که نه
 
داسې نری ، نری رپيږي ، څه چل وکه که نه
ګوره په زړه مې څه چل کيږي ، څه چل وکه که نه
 
شپه ده  نشه يم ، بهر نه شم وتی ، سر مې ګرځي
بهر د مرګ سيلۍ لګيږي ، څه چل وکه که نه
 
ځار دې له نن او له سبا نه ، ناځواني مه کوه
ځواني په نن سبا تېريږي ، څه چل وکه که نه
 
نرۍ نرۍ اوښکې مې مخ باندې راماتې شولې
نری نری باران وريږي ، څه چل وکه که نه
 
د مازيګر د زېړي لمر منظر پرهر شړوي
رنګ ته مې ګوره چې زېړيږي ، څه چل وکه که نه
 
ما درته ويلي و چې شونډې به دې نه سرې کوې
اوس مې شکرو ته زړه کيږي ، څه چل وکه که نه
 
د ژوند په دښته کې بلا يوازې شوی يمه
سترګې دې ډېرې راياديږي ، څه چل وکه که نه
 
جلال امرخېل