که مې تاته د سزا درکولو وړتيا درلودای
نو!
له تابه مې غوښتي وای چې ....
دومره مينه راسره وکړه
لکه څومره چې زه درسره مينه لرم.
rstanikzai@hotmail.com
28.10.2008
- samim
اولاد
ټولې ميرمنې ترې راتاوې وې ، چا په ژيړ کټوري کې چې ايت کرسي پرې ليکل شوې وه اوبه ورکولې ، چا پرې ياد سورتونه چوفول او چا پټې – پټې اوښکې تويولې .
خو د هغې دردونه هماغه شان مخ په ډېرېدوو. يوې غږ کړ : له درې شپور ورځو راهيسې يې سترګې نه دي پټې کړي ، په يوه چيغه ده . موږ ويل ، کور کې به پرې خداى ورحمېږي خو داسې ونه شوه ، بايد د ډاکټر غمه وخورو . کمينه بيا کټ کې واوښته او له درده يې پر بازو خوله خښه کړه . شېبه وروسته غلې شوه ، په مخامخ ځړېدلي عکس يې سترګې خښې کړې...
02.11.2008
- samim
بختور
په هغه ورځ تابه وې په ا مبو لانسونو کې هم زړونه پيدا شوي وو ، په خپلو چيغو يې د وزير اکبر خان روغتون ودانۍ ښوروله او په با مونويې لکه د ټپيانو وينې سرې رڼا ګانې تا وېدلې، امبولانسونه پوره لالهانده وو، شيبه په شيبه دروغتون مخ ته درېدل او په وينو ککړ بدنونه ترې را ښکته کېدل .په هغه ورځ له سرونو تور پاچ لنګوټي غورځېدلي وو او د سرونو په ځاى ؛ له پښو ، لاسونو ، ملاګانو او زنو راتاوو ، وو.د زګيرويو غږونه به تيز شول او بيا به يو دم د شهادت د کلمې غږ تر نيما يي وا ورېدل شو...