د ګران ملګري او يار انسان محمدیار یار ښکلی شعر، چې زما یې اوښکې تويې کړې، له تاسې سره شريکوم.
حرامي نسل
=======
زه د نفرت او کرکې د ناروا اړيکو
زه د خالق د کرم ځری او بڅری نه یم
د پلار او ورور رشته منحوسه ګڼم
د ورور ناموس مې لا د وخته دی ليلام ته وړی
د خور عزت باندې مې سل دلالان وګرځول
د مور جامې مې د هغې په تن کې
د تقدس پر سوداګرو باندې خرڅې کړلې
دوست او قریب مار او لړم دی زما
یار و دلدار، جبر و ستم دی زما
زه بنیادګر، د بدرنګۍ د یوې داسې ماڼۍ
چې د زرو انقلابونو د توپان غضب یې
يوه ذره هم لړزولای نه شي
ما مې د خپلو دلدارانو د ارام جونګړې
د خپل غرض په جهنم کې داسې غرقې کړلې
چې بیا به کله یې پر غولي هم ذره موسکا څرک ونه وهي
ګوره!
حیا، شرم، عفت او مقدس لفظونه
راته پرمخ د اوبو کرښې اېسي
او د انسان د نامه وږی نه یم
دا ځکه،
زه یو نامشروع او حرامي نسل یم
عبدالاحمد محمدیار