د ګاونډيو نادودې او د کرزي درناوی

 د تېرو څو کلونو ځور او کړاو وروسته افغانانو ته د يووالي يو څرک د ګوشتې د جګړې او په کابل کې د خميني د نمانځنې پرضد له لاريونو وروسته راښکاره شو، چې موږ لا هم يو ملت يو او د يو ملت کېدا په پار یوازې یو جهت يا يو لوري ته اړتيا شته ده .

له دې سره له خيالي ۲۰۱۴ وروسته د افغانانو وېره مخ په کمېدا شوه او د ښه راتلونکي په پار یې هیلې لا وغوړېدې، خو دغه هيلې هغه وخت مړاوې شوې، چې کله ولسمشر کرزي د چاپېريال ساتنې ادارې لخوا په يوې جوړې شوې غونډه کې د دې پرځای چې د ملي يووالي او هېوادنۍ مینې چاپېريال سم کړي لا يې پسې خراب او دوړن، خيرن او حتا خوسا کړ، ښاغلي کرزي د دې پرځای چې د خپل وطن، وطن پالو ځوانانو او هېوادوالو ننګه وکړي، د هغوی د ژوندي احساس پلوي وکړي، پرعکس یې هغوی وغندل او د هغوی کار یې يو چټي کار وباله، آيا د خپل هېواد ملي حاکميت ساتنه او د پرديو د يرغل غنده چټي کار دی؟ آيا د پرديو له انحصار څخه وتل او ځان يو ملت او يو افغان ګڼل چټي کار دی؟ آيا ولسمشر ته پکار وه، چې د چاپېريال ساتنې په ورځ سياسي چاپېريال په خپل ککړو خبرو ککړ کړي، نه پوهېږم موږ ولې له مشرانو هېڅ طالع نه لرو، زموږ دغه مشر خو په تېر تاريخ کې چې تر لسيزې هم وراوړي ده تر يوې سمې خبرې وروسته پنځه نورې خطا خبرې کړي، لکه چې د ځينو خلکو خبرې په زبات (ثبوت) رسوي، چې دی د نورو لخوا ديکته کېږي او د هغوی خوشالۍ په پار تر خپلو هغو تېر دی.

 آيا عجيبه نه ده، ولسمشر په هغو کارونو هغه زموږ د ځينو يارانو خبره خاشه اچوي، چې بايد پرضد یې خبره وکړي او په هغه کارونو ځان بېخي له چټې باسې چې باید یې وستايي، نه پوهېږم ماته خو د خپل ولسمشر شخصيت يو ډول ضد او نقيص ښکاره کوي، ځکه يو ډول او ثابت سياست نه لري، ثابت دريځ نه لري، بس چې هرڅه یې وویلې نو خدای ورپېښه کړې وه وحيد عمر او اوس اېمل فیضي ته چې لکۍ به یې ورسموي.

د ځوانانو مدني خوځښتونو له خوا په کابل کې د ايراني ګوډاګيانو او جاسوسانو او د ايران د ناروا کړنو پرضد سوله ييز لاريون ترسره شو، لاريون د هر انسان مدني حق دی او بايد څوک یې مخه ډب نه کړي، دوی ښه په نره دا لاريون ترسره کړ او د ولس مخې ته یې د جاسوسانو او لاسپوڅو انځورونه راووېستل او د يوه لاسپوڅي له انځور سره یې چې څه ښايي تر هغې یې لږ ورسره وکړل، تر دې کړنې وروسته د همدغو لاسپوڅو په رسنيو کې د همدې لاريونو پرضد شعارونه ورکول کېدل او ځينو ابن الوقتو ليکوالانو یې پرضد ليکنې هم وکړې، خو ځای یې ونه نيوه او ولس په دې ښه پوهېږي، چې دا لاسپوڅي له اوسه نه بلکې له کلونو راهيسې د خپل هېواد پرضد خو د ايران هېواد په پلوي کارونه کوي او د هغوی د خوشالولو په پار هرې ناروا ته لاس اچوي، مشر لالا ته د ايران سفير پيغام واستوه، چې دا څه روان دي، موږ چې تاسې ته هغه حق السکوت درلېږه او درلېږو هغه خو حلال کړه ځانته او کنه نو بندول یې خو موږ ته اسانه دي.

مشر لالا خو چې امر ترلاسه کړي بیا یې اجرات ده ته پرېږده سمدستي یې د سياسي چاپېریال د ککړتيا په موخه یې سپېڅلي ځوانان ناسپېڅلي وبلل او د دوی کړنه یې سمه ونه ګڼله، دا په داسې حال کې ده، چې د همدغو ځوانانو هغه اندېښنې او ادعاوې په زبات ورسېدې، ځکه تر لاريون ورځې وروسته د ايران د سياسي مشر تلين دلته په کابل کې ښه په درز کې ونمانځل شو او جاسوسانو یې د تعظیم لپاره ورته سرونه ښکته کړل، تر چارې یې ډېر پخوا معلم عطا په بلخ کې يو سړک د ايراني جاسوسانو په نامه نومولی و او په ډېر وياړ یې اوس هم يادوي، خو زموږ مشر لالا بیا هېڅ ونه ویل، ځکه چې حق السکوت قطع کېږي. د مشر لالا له دې خبرو به تېر شو، ځکه اوس هر افغان په دې پوهېدلی دی چې غوا توره او شيدې سپينې دي.

اوس به راشو د ایران کړنو ته، چې په دې ورځو کې یې زموږ له هېوادوالو سره څه کړي او ولسمشر ورته څه ځواب ویلی دی.

ایران څه موده دمخه له ايران افغان ماشوم په ډېرې بې رحمانه توګه وشړل او په ډېر بد حالت کې یې د نړيوالو اصولو تر پښو لاندې کولو سره سره یې هغوی سره بد چلند هم کړی و.

اوس دا دی له ايران د راوېستل شويو کورنيو شمېره ۴۵ ته رسېږي، سره له دې چې دغو کورنيو له ځانه سره قانوني اسناد هم لرل خو د قُم له ولايت څخه بېرته افغانستان ته راګرځول شوی دي، په دې کورنيو کې داسې هم شته دي، چې ډېریو يې خپل غړي هلته له لاسه ورکړي یانې ورنه پاتې دي او ځينې یې یوازې ښځينه رالېږلي دي او نارينه یې هلته پاتې دي، دا يوازې اوسنۍ چاره نه بلکې له دېر پخوا ايران له افغانانو سره همداسې کړي دي، چې د کورنۍ یو غړی یې رالېږلی او نور یې هلته بې سرپرسته پاتې دي او یا هم ښځينه یې رالېږلي او نارينه یې هلته پاتې دي، حميدالله خطيبي په هرات کې د کډوالو او راستنېدو چارو ريس د ايران دغه کړنه د درې اړخيزو اصلونو او هوکړه ليکونو خلاف چاره ګڼي او زياتوي، چې په تېر کې هم ډېری افغانان په دې بهانه چې افغانان په منع کړای شویو ځايونو کې لکه بلوچستان او مازندران کې تګ راتګ کاوه، خو دا ځل یې بیا له قانوني اسنادو سره سره د قُم له ولايت را اېستلي دي.

همداسې د تخار په لسګونو اعدام شوي کسان او د دوی جنازې به هم تر سترګو شوي وي چې راوړل کيدې او هره ورځ خښيدې او ان د دې کړنو پر ضد خو د هيواد په ډيرو ولايتونو کې پراخ لاریونونه هم وشول.

همدارنګه تيره اونۍ  د کندهار امنيه قومندان په خبري ناسته کې وويل چې په سويل کې په لسګونو ميله ايراني وسلې او ماينونه نيول شوي دي چې نوموړي يي ښه بيلګه له طالبانو نيول شوي او رسنيو ته ښودل شوي ايراني لس ډزي ټوپک ياد کړل.

حسين، زينب، سکينه او په سلهاوو نور افغانان د ايران له دغو کړنو څخه ډېر ځورېدلي دي، دوی وايي چې د ايراني پولیسو لخوا لومړی رټل شوي، ښکنځل شوي او وهل شوی دي او بیا یې په ناڅاپي توګه له پولې اړولي دي، دا يوازې لومړی ځل نه دی او نه ښايي وروستی ځل وي، څه موده وړاندې ايراني پولیسو افغان ماشومان بې له دې چې کورنۍ یې ورباندې خبرې کړي له پولې رااړولي چې تر اوسه پورې سرګردانه او بې سرپرسته ګرځي.

ځينې شنونکي بیا دا وايي، چې ايران دغه کړنه په افغانستان کې د هغوی پرضد د شويو لاريونونو په بدل کې ترسره کړې او دا یې افغانستان ته یو ډول ځواب ورکړی دی، چې که موږ خپلسري ته پرېنږدﺉ نو تر دې به مو هم چاره بدتره کړو، دا په داسې حال کې ده، چې ايران، افغانستان او ملګرو ملتونو داسې ډېرې هوکړې لاسليک کړي، چې په پايله کې یې افغان کډوال بايد له هر هېواد څخه په خپله خوښه راستانه شي، نه دا چې په زور اېل کړای شي او یا هم واېستل شي.

د ایران د دغو کړنو په بدل کې زموږ ولسمشر هم ورته د تعظيم سر ښکته کړ او د دې پر ځای چې د ایراني چارواکو دغه کړنې وغندي پرعکس یې د افغان ځوانانو لاريونونه وغندل او هغوی څه کوې، حتا رسنۍ یې هم د دغه ډول خبرونو د خپرولو څخه منع کړې، نه پوهېږم دېته اوس څه ډول ديپلوماسي ووايو، چې یو ولسمشر د خپل هېواد د وګړو رټل، غندنه او شړنه مني، خو د بل هېواد له خوا د هر ډول يرغل هرکلی کوي، ستاينه یې کوي او ډاډګيرنه هم ورکوي، چې خپل هر کار په بېغمۍ ترسره کړﺉ زه یې مخنيوونکي رټم او غندم، حتا که وخت یې راشي درته یې له مخې لرې کوم هم.

ځينې ملګري او شنونکي بیا د کرزي دې خبرو ته بل رنګ ورکوي او وايي چې لاريون کوونکو ته یې یو ډول پسيف کمپاين کړی دی، زما په اند دا پسیف نه بلکې ایران ته یې ښه په ښکاره کمپاين کړی دی او هغه ته یې د نور جرات ډاډ ورکړی دی، چې زه خو ستاسې د کارونو د پرمخ وړنې او ستاينې په موخه له تاسې حق السکوت ترلاسه کوم، د ولسمشر له دې کار سره د ولس په منځ کې هغه راټوکېدلې هیلې بېرته مړاوې شوې او يو ځل بیا یې د ګاونډيو او ټوپکمارو لاسنيوی وکړ، دا چې څه بدې پایلې به  ولري او ولس به نور څومره له دولت څخه واټن پيدا کړي دا به حالات راته په خپله ووايي.

رفيع الله ستانکزی