د لوګر په عينک کې دوه نيم زره کلن بودايي معبد وموندل شو
فرانسوي لرغونپوهانو، چې د لوګر د عينک په سميه کې پلټنې کوي، د مسو د کان په سيمې کې يو دوه نيم زره کلن بودايي معبد موندلی. له دغه معبد څخه تر اوسه 150 مجسمې را ايستل شوي اويو شمېر نورې لا هم پاتې دي. داسې اټکل کيږي چې دا سيمه تر ميلاد دمخه د وريښمو د لارې پر سر يو مهم مرکز و. د هغو کېندنو له امله چې په دغه سيمه کې د مسو د استخراج په موخه شوې يوشمېر لرغوني اثار له منځه تللي.