ستانکزي څوک دي؟
د توکمپوهنې د اصولو له مخې چې:( توکم-کام-تپه-پښه-کهول-کورنۍ) ستانکزي په دې توګه پېژندل کېږي:
ستانکزي:
لرغوني آريايان-پښتانه-احمدزي-سلېمانخېل-ايزب-برهان-غلزي دي.(1) ستانکزي په آر کې د لوګر او ننګرهار اوسېدونکي دي او تر دې مهاله همدغو سيمو کې مېشت ځايونه لري،خو برسېره پر نوموړو ځايونو د وخت په تېرېدو او د نفوسو د زياتوالي له امله د هېواد شمال،مرکز او آن سوېل ختيځو سيمو ته کډه شوي او هلته مېشته شوي دي.د ستانکزيو مېشتځايونه په لاندې ډول دي:
1-په لوګر کې:
احمدزی کلا
مغل خېل
شاهی کلا
تاج خان کلا
کتب خېل
غزني خېل
آبده خېل
کندهاري پول
شامزار
آبازک
بني شروګان
2-کابل کې :
موسهي
د چهار اسياب الياس خېل
نمونياز
پغمان
سروبي
جګدلک
تيزين
3- په ننګرهار کې:
سرخرود او ځينې نورې سېمې
4-ميدان وردک کې:
نرخ
5-په کندوز کې:
امام صاحب
خان آباد
6-بغلان کې :
بلادوري
پلخمري
نهرين
7-مزار کې:
ايبک
8-په هرات کې:
ريزشک
9-هلمند په ځينو سيمو کې
10-په لغمان کې هم استوګنې لري.
سرچينه:
1-بانډه وال،دسر څېړونکي مرستيال حسن ګل،پښتنې قبيلې او خېلونه،ختيځ بيارغاونه،(کور) 233مخ
عبدالرحمن حبيبزوی