ډاګتر اشرف غني احمدزي او ګردې ويرژلې کورنۍ ته يې!
د ډاګتر اشرف غني احمدزي د ارواښادې مور بي بي د دردېدلې مرګ څړيکې تر ما او د لوګر د محصلينو او ځوانانو د ټولنې غړيو هم راورسېدې او د نورو دوستانو غوندې يې سخت ودردولو؛ نو، اجازه راکړﺉ، چې په دغه وير او ناورين کې درسره موږ هم يوځای اوښکې تويې کړو او د زړه له کومې خپلې ژورې خواشينۍ او خواخوږۍ درڅرګندې کړو! ستاسې ويرژلې او دردېدلې کورنۍ ته له بښاند او لوراند څښتنه زغم او ستر اجر غواړو او مور بي بي ته جنتونه!
وياړ دې وي، پر داسې نېکمرغو ميندو چې داسې بچي يې نړۍ ته راوړي او ورته دمېنې مينه يې په خپلو شودو کې ورکړې ده. د هغوی دې ارواوې ښادې وي او د دوی دې هېوادنۍ او وګړنۍ مينه همداسې تانده او ښېرازه!
په درنښت
رفيع الله ستانکزی او د لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنه
02.01.2010
- samim
د لوګر ولايت کولتوري او لرغوني ميراثونه
لوګر ولايت د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې څخه دی، چې ډېری کولتوري او تاريخي آثار په خپله لرغونې او کولتوري لمن کې رانغاړي، د افغانستان د څو ولايتونو – هرات، غزني او ... څخه څلورم-پنځم ولايت دی، چې د نړۍ کچه لرغوني او کولتوري زېرمې او آثار لري.
زه يې يوازې دلته يادونه کوم، چې هغه څرخ، سجاوند، خروار (کافرکوټ)، د عينکو مس، د جمشېد تخت، زرغون ښار (خواجه صدر اوليا زيارت)، سلطان صېب غر او پ...
11.01.2010
- samim
ستانکزي څوک دي؟
د توکمپوهنې د اصولو له مخې چې:( توکم-کام-تپه-پښه-کهول-کورنۍ) ستانکزي په دې توګه پېژندل کېږي:ستانکزي:لرغوني آريايان-پښتانه-احمدزي-سلېمانخېل-ايزب-برهان-غلزي دي.(1) ستانکزي په آر کې د لوګر او ننګرهار اوسېدونکي دي او تر دې مهاله همدغو سيمو کې مېشت ځايونه لري،خو برسېره پر نوموړو ځايونو د وخت په تېرېدو او د نفوسو د زياتوالي له امله د هېواد شمال،مرکز او آن سوېل ختيځو سيمو ته کډه شوي او هلته مېشته شوي...