برکي برک:

برکي اوبدلو ته وايي او په هزاره جاتو کې یو ډول اوبدل شوي شال ته هم وايي،چې په لاسونو اوبدل شوی وي       . برکي برک دلوګر یوه ولسوالۍ ده،چې دسجاوند تاریخي سیمه هم په کې پرته ده.ددې سیمې دنوم ایښودلو تاریخ داسې دی،چې په دغه سیمه کې دولس اورمړي کورنۍ میشته شوې او دغو کورنیوددې سیمې له اصلي اوسیدونکو سره خپلوي پیل کړه او په خپلو کې ېې سره وادونه وکړل.په دې مانا چې دغه دولس اورمړي کورنۍ دلته واوبدلې شوې.ځکه نو دغې سیمې ته دبرکي برک نوم نسبت ورکړل شو.اورمړیان په لوګر اوپیښور کې استوګن دي.په پیښور کې اورمړوسټاپ په نامه اوس هم یوځای شته ده    .(۲۱) برکی دبرګیستان له بڼې څخه رغیدلې ده چې داورمړ دقوم دویم نوم دی په افغانستان کې اته سیمې دبرکي په نامه هم شته دي چې ټولې یې داورمړي قوم زیږندځایونه دي  دبیلګې په توګه په سرپل کې برکي په فاریاب کې برکي په پنجشیر کې برک برګیستان په غزني کې  په لوګر کې برکی راجان او برکی برک د کابل په دهبوري او شهرآرا کې برکی په نامه ځایونه په کاڼي ګروم کې برګیستان یوه سیمه ده. دغه قوم داریایي ژبو له ډلې څخه ځانته بیله ژبه درلوده،چې اورمړي ژبه بلل کیده.خو دامهال داژبه ژوندۍ نه ده،مړه شوې ده.او ځای ېې پښتو ژبې نیولی.

برکي برک هغه لرغوني سیمه ده،چې هلته ابومسلم خراساني خښ دی.( ۲۵-۳۵ه) دنوموړي زیارت په همدې سیمه کې ده.(۲۲)دابومسلم خراسانی زیارت دبرکي برک دپل جوګي په سیمه کې دی،چې ورکې دابو مسلم خراساني ژوند او پیژندنه په ډبره کې کښل شوی دی. په اټکل ګمان سره داسې ویل کیږي،چې ابو مسلم خراساني له لوګر څخه و.خو په دې اړه علمي څیړنې نه دي تر سره شوي.


برکي راجان:

داسیمه هم یوه لرغونې سیمه ده.تاریخ ېې لرغونو بودایانو(۲۶۵ز) ته رسیږي.او هغه ځکه چې دبرکي واکمن پر هغه مهال هندي راجا و.وروسته بیا برکي په برکي راجا یا راجان ونومول شو.په دې توګه په لوګر کې دهندي واکمنانودواکمنۍ لړلۍ۲۶۵زکالونو ته رسیږي.هغه مهال ددې سیمې اسیدونکي لا داسلام پر سپیڅلي دین نه وو مشرف شوي. دغو وګړو دبودايي مذهب پیروي کوله.


ګمران:
داسیمه دلوګر دمحمداغې لودیځ لور سپیدسنګ سیمې  ته څېرمه پرته ده.دګمران دنوم دایښودو په اړه دوه فولک ایتمولوجیک نظریات شته دي.یو لړ خلک وایي چې: دغه نوم په اصل کې د(ګم)او (راهان) زړه بڼه ده.چې دلارې ورکونکي په مانا دی.وروسته دوخت په تیریدو سره د(ګمراهان) «ه» ترې لویدلې ده او ګمران منځ ته راغلی دی.ګمران يا ګمراهان دمغلو دلښکرو هغه ډله وه،چې په (
۱۳) مه میلادي پیړۍ کې دافغانستان په جنوبي سیمو یرغل راوړی و.په دې ترڅ کې څو مغلي لښکرو په همدغه سیمه (ګمران) کې خپله لاره غلطه کړه او بیا همدغلته استوګن شول، چې په پایله کې داسیمه د(ګمران یا ګمراهان) په نامه دوی ته منسوبه شوه.

دویم نظر دا دی،چې خلک وایي (ګمران) له دوو کلیمو«ګم» او «ایران» څخه رغیدلی دی.تاریخي شالید ېې داسې دی،چې کله دایران صفوي شاه(۱۶-۱۸ز پیړۍ) په کال ۱۵۰۲زکې دافغانستان ځینې سیمې ونیولې. په دې سیموکې لوګر هم شامل و، ایراني صفوي لښکرو په همدغه (ګمران) سیمه کې خپله لار غلطه کړه،چې وروسته داسیمه دوی ته منسوبه شوه.یانې «ګمران» یا (ګمران) هغه ایرانیانو چې خپله لاره ورکه کړې ده.په دغه تاریخي سیمه کې تاجک او پښتانه عبدالرحیم زي میشته دي او د پلازمینې کابل له چهار اسیاب ولسوالۍ سره ۱۲کیلو متره واټن لري.

 

ليکوال: عبدالرحمن حبيبزوی