د samim samim لخوا خپرې شوې لیکنې


د بېګنۍ مناظرې؟ لنډ جاج

د بېګنۍ مناظرې؟ لنډ جاج   د خپل هېواد تېر ته چې ګورم، دا هم ښه بولم، ځکه چې لومړی ځل واک د رايو له لارې لېږدول کېږي او د يو بل پرضد د مرميو د ويشتلو برخلاف تبصرې کوي. زه چې څومره د مناظرې په اړه پوهه لرم، مناظره کې بحث او د يوه او بل پروګرام ننګول دي او ورسره د خپل پروګرام او طرحې څخه ننګه کول دي، خو د طلوع تلویزون په بېګانۍ مناظره کې دا هیڅ یو هم نه و او د استاد داود جنبش په وینا يوې ګروپي مرکې ته ورته و، چې هر یو به خپل ځواب وایه او د بل په پروګرام به یې

06.02.2014 samim

اې زما بې غيرت که غيرتي ولسه!

اې زما بې غيرت که غيرتي ولسه!   رفيع الله ستانکزی    له پلار او نيکه به مې د خپل ولس د مېړانې ډېرې کیسې اورېدې، خو اوس راته ځان هغه شان نه ښکاري او نه مې په ولس کې هغه د غیرت نښې نښانې شته دي، اوس خو هرڅه سرچپه شوي دي، ځکه چې د غیرت ځای بې غیرتۍ نيولی. په پخوانيو کیسو به مو سر نه در خوږوم، خو اوس اوس داسې کیسې

22.09.2013 samim

ځوانان، ټاکنې او مسؤليتونه

    ځوانان، ټاکنې او مسؤليتونه   رفيع الله ستانکزی   لکه چې په ډېرو معتبرو سروې ګانو کې ښوول شوې، چې افغانستان داسې یو هېواد دی، چې د وګړو ډېری شمېره یې ځوانان جوړوي، دا چې دا هېواد ځوان اوسېدونکي لري، نو هرو مرو ده، چې ځوانې ارادې او انرژۍ به هم لري، يو هېواد چې د دومره ځوانانو په شتون کې بیا هم د کړاو او درد شېبې زغمي هغه هېواد کې هرو مرو یا هم ځوانان ويده دي او يا هم د هېواد د لوبې توپ د بل

12.09.2013 samim

د ګاونډيو نادودې او د کرزي درناوی

  د ګاونډيو نادودې او د کرزي درناوی  د تېرو څو کلونو ځور او کړاو وروسته افغانانو ته د يووالي يو څرک د ګوشتې د جګړې او په کابل کې د خميني د نمانځنې پرضد له لاريونو وروسته راښکاره شو، چې موږ لا هم يو ملت يو او د يو ملت کېدا په پار یوازې یو جهت يا يو لوري ته اړتيا شته ده . له دې سره له خيالي ۲۰۱۴ وروسته د افغانانو وېره مخ په

10.06.2013 samim

له زېږون وروسته

  له زېږون وروسته له هغه وروسته، چې خدای مو ارمان پوره کړي او خدای درته ماشوم درکړي؛ نو د دغه ارمان د پوره کېدو شکرانه او يا هم د دې نعمت د شکرانې بدل د ماشوم سالمه او سمه روزنه ده. ځينې وخت موږ ناسم فکر کوو او وايو، چې ماشوم روزنه به وروسته ښه وکړو او په لومړيو کې مو ورته بېخي پام نه وي، هسې بابېزه او يا لاپروا يې ګنو، خو روزنيزې چارې بايد آن له هماغې لومړۍ ورځې پيل شي، ځکه چې ماشوم له همدغې ورځې خپله ټولنه درک کوي. تر هرڅه دمخه باید د م

04.06.2013 samim

د زېږون پر مهال

د زېږون پر مهال رفيع الله ستانکزی لکه څنګه چې مو په تېر کې وويل، چې د ماشوم تر زېږون دمخه باید هره مياشت مېرمن د کتنې لپاره ډاکټر ته يووړل شي، ترڅو د ماشوم او د مور د روغتيا په اړه ډاډمن شي.  اوس نو د دې وخت راغلی دی، چې ماشوم زېږي او له لویه خدایه دې د خپلې مېرمنې او ماشوم دواړو روغتيا غوښتونکی شي، د مننې او شکرانې لمونځونه دې وکړي او له خپلې مېرمنې سره دې د درد او نورو بې حوصلګۍ پرمهال له صبر او مرستندويه اوسېدنې

07.05.2013 samim

ماشوم روزنه

ماشوم روزنه موږ افغانان ډېر عجيبه خلک يو، کله چې مو اولاد نه وي او يا نه کېږي؛ نو په جوماتونو، ملايانو، تعويذګرو، کوډګرو، زيارتونو او هېوادونو باندې ګرځو، چې که خدای مو د کوم اولاد څښتن کړي، کله چې يې خدای راکړي، بيا يې پر سر نظرونه او ... نيسو، که خدای يې راته وساتي، دا مې د دې لپاره ذکر کړل، چې موږ له خپلو اولادونو سره دومره لېونۍ مينه هم لرو، خو بنسټيزه روزنه باندې يې نه پوهېږو، حتا چورت مو هم نه دی پرې وهلی، موږ کله هم هغوی ته د هغوی سم او اړين حقونه نه دي ورکړي؛ بلکې پرځای مو يې

29.04.2013 samim

پلار، د کورنۍ ښوونکی

 پلار، د کورنۍ ښوونکی رفيع الله ستانکزی پلرنی مسؤليت او د اولادونو سرپرستي يو تر ټولو ستر مسؤليت دی، چې برياليتوب یې په بلهارۍ يا قربانۍ، اخلاق او معلوماتو سره شونی دی. د حضرت محمد (ص) په وینا: والرجل راع علي اهل بيته و هو مسئول عنهم.  پلار د دې مسؤليت لري، چې په خپلې کورنۍ کې اعتماد رامنځ ته کړي او د خپلو اولادونو پالونکی اوسي، همدارنګه هغوی ته آزادي او خپلواکي ورکړي او خطرونه دې ورنه لرې کړای

23.04.2013 samim

بکارت

زما په ښار کې بکارت............ د سګرټ د قُطي د هاغه طلايي رنګه کاغذ په څېر ده چې! که وشکېږي او خلاصه شي.... نو؛ هريو د دې هوس کوي، چې لاس دراوږد کړي! بايد د سوځېدو او ختمېدو لپاره تيار اوسې.‎! ډېر ژر به دې لرې وغورځوي! حتا هماغه څوک چې دا بسته یې خلاصه کړې هم وي! په لرې غورځولو او ورکولو کې دې ځنډ نه کوي. 

21.01.2013 samim

پښتنه (ازاد نظم)

پښتنه (ازاد نظم) زه چې نړۍ ته راغلم، چغې مې د نرو نه وې د پښتون كور و، ګنګوسى و چې نجلۍ پيدا شوه مور مې په خپله سپېره ټنډه وه، پلار وانخيستم تا به ويل چې، له انسانه چرته سپۍ پيدا شوه +++ خو زه نجلۍ وم، ما يو حق درلود چې وخوره! وڅښه! او په بدل كې شپږو وروڼو ته كالي ومينځه ورته اوتو يې كړه، كتاب قلم يې هم پيدا كړه مور نه په پټه د ټوټو ګوډيانې ولوبوه او په څلورو دېوالونو كې ساګانې واخله له دې نه پورته يو خواهش هم، م

07.01.2013 samim

سالمه کورنۍ

په تېر پسې... سالمه کورنۍ رفيع الله ستانکزی په تېرو ليکنو کې مو درې ډوله کورنۍ در وپېژندلې، چې هرې کورنۍ خپلې ستونزې لرلې، اوس څلورمه کورنۍ درپېژنو، چې دا کورنۍ د اولاد روزنې په برخه کې تر ټولو سالمه کورنۍ ده او يقيناًً چې د دې کورنۍ اولادونه به سالم وي. اوس به ستاسې مخې ته د سالمې کورنۍ ټولې ښې ځانګړنې کېږدو:   ۱-  د دې کورنۍ غړي ژوندي او مينه ناک دي او د دوی ټ

30.12.2012 samim

خپه او ځورېدونکې کورنۍ

په تېر پسې .... خپه او  ځورېدونکې کورنۍ   په تېر کې مو په بلا پسې کورنۍ خبرې کړې وې، دا ځل یې ځورېدونکې او خپه کورنۍ درته مخې ته ږدو، دا کورنۍ د خپل ماشوم په اړه تل ځورېږی او همدغه ځور به یې د اولاد په روزنه کې ستونزې راولاړوي. په داسې کورنيو کې ماشومان يو ډول رواني حالت سره مخ وي، ځکه چې د دوی مور او پلار تل

18.12.2012 samim

بې پروا يا بلا پسې کورنۍ

ب )‌  آسانه کورنۍ  (بې پروا يا بلا پسې کورنۍ) په تېر کې مو سخت ګيره کورنۍ درمعرفي کړه اوس به بې پروا يا بلاپسې کورنۍ در وپېژنو، چې دا کورنۍ کومې ستونزې او کومې ښېګڼې لري، خو تر ډېره بريد یې ستونزې ډېرې وي. ۱- د دې کورنۍ مور او پلار د خپلو اړتياوو پوره کولو پسې دي، هغوی خپلې هلې ځلې د خپل ځان د خوښې  لپاره ترسره کوي. ۲-  د ماشوم د روزنې د اصولو سره سم د هغوی د جسمي او اروايي اړتیاوو د پوره کولو

03.12.2012 samim

د ماشوم روزنې له پلوه د کورنۍ ډولونه

د ماشوم روزنې له پلوه د کورنۍ ډولونه  رفيع الله ستانکزی د ماشوم روزنې د اصولو او حتا ويلای شو، چې په ټوليز ډول زموږ په ټولنه کې همدا ډول کورنۍ شتون لري، ما د خپلو تجربو له مخې د کورنيو وېش کړی دی کېدای شي تولنپوهان یې بل ډول ووېشي، خو زموږ ټولنه په ځانګړې توګه د اولاد روزنې په برخه کې همداسې کورنۍ شته دي. د ماشوم روزنې له پلوه او يا هم په ټوليز ډول د کورني سيسټم کولای شو په څلورو ډولونو ووېشو.چې په هر ډول به یې په خپل وار سره لږه رڼا واچوو: الف -

15.11.2012 samim

په مورنۍ ژبه زده کړې او د پوهنې وزارت

په مورنۍ ژبه زده کړې او د پوهنې وزارت رفيع الله ستانکزی په مورنۍ ژبه زده کړې د زده کوونکو يو بشري حق دی، چې د نړۍ هر قانون او هرې علمي څېړنې یې اغېزمنتيا او ښه والی په ډاګه کړی او تاکيد یې ورباندې کړی دی. د بېلابېلو ژبو پيدا کوونکو خاوند ستر څښتن تعالی هم هر قوم ته د هماغه قوم په ژبه پيغمبر لېږلی دی، چې وکولای شي، خپل قوم ته په خپله ژبه د دين مفهومونو په ساده او آسانه ډول ورورسوي؛ نو په همدې پار مورنۍ ژبه د نړۍ د نورو قانونونو ترڅنګ اسلامي قانون هم مهمه او اغېزم

11.11.2012 samim

پايله

پايله         قرآن کريم  هر ډول فن او صنعت ته اشاره کړې ده.  هغه خدای (ج)، چې پوهېږي، په کوم وخت کې څه شی پېښېږي، خپل کتاب يې داسې را استولی دی، چې په هروخت کې د ټولو انسانانو لپاره د ګټنې وړ وي. د موندنو او نوښتونو په ترسره کېدلو سره انسانانو ته دا معلومه شوه، چې دا کتاب يو الٰهي کتاب دی او دغو موندنو او نوښتونو ته قرآن کريم  لا دمخه اشاره کړې وه.

02.10.2012 samim

د حضرت موسی (ع) امسا

د حضرت موسی (ع) امسا      بني اسرائيل د تيه له دښتې څخه په تنګ شوي وو او کله به، چې لمر راښکاره شو دوی به ګرمۍ سوځول او دوزخ به يې ورپه ياداوه. حضرت موسی (ع) په مصر کې ژوند کاوه او د بني اسرائيلو (د يعقوب د اسحاق زوی د اولادونو) لپاره د پيغمبر په توګه را استول شوای و. په هغه وخت کې د مصر ټولواک فرعون و، چې د خدايي دعوه يې کړې وه او له بني اسراييلو څخه به يې د غلامانو او مزدورانو

02.10.2012 samim

هغه اور چې ونه سوځېده

هغه اور چې ونه سوځېده   نمرود د يوه غټ اور د جوړېدو امر ورکړ، ميدان يې د خسو او لرګيو د غونډيو په څېر جوړ  کړ او يوه ورځ يې لرګيو او خسو ته اور ورکړ، د اور شغلې او سپرغۍ به تر ډېرې لوړې تللې او ابراهيم (ع) يې د اور دننه وروغورځاوه.     آيا يخچال پېژنئ؟  له برېښنا سره کار کوي، هر شی يې، چې دننه کېښوول شي يخ او ساړه  يې ساتي او د شيانو په تازه پاتې کېدو کې مرسته کوي.

02.10.2012 samim

د ابابيل له آلوتونکود نيوترون تر بمه

د ابابيل له آلوتونکود نيوترون تر بمه   ابرهه خپلو سرتېرو ته پر کعبه شريفه د بريد کولو امر کړی و؛ خو هغه فيل (محمود) چې ابرهه ورباندې سپور و، په ځمکه کې ننوت او قدم يې نه شو وهلای.  ابرهه د يمن والي عيسوي مذهبه و، کعبې شريفې ته يې د ډلو ډلو انسانانو تګ وليد، د مخنيوي لپاره يې يوه کليسا، چې دروازې يې له  سرو زرو، سپينو زرو او ياقوتو څخه جوړې شوې وې- جوړه کړه.

02.10.2012 samim

قرآن کريم سپوږمۍ ته پرتګ ګړېدلی

قرآن کريم سپوږمۍ ته پرتګ ګړېدلی    پر ۱۹۶۹ زېږدي کال کې امريکايان د انسانانو په لاس جوړو شويو توكو په وسيله فضا ته لاړل، ښې پايلې يې لاس ته راوړې؛ خو ډېرو انسانانو باور نه کاوه، چې څنګه انسان کولای شي، سپوږمۍ ته لاړ شي؟ آيا دا کېدای شي؟ دې خبرو به ډېر وخت ضايع كاوه، هر چا به ويل، چې سپوږمۍ نور دی او انسان سوځوي او په خپلو خبرو به يې ټينګار هم کاوه.  په هغه وخت کې مې له يو تن سره پېژن

02.10.2012 samim

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more