زما په ښار کې
بکارت............
د سګرټ د قُطي د هاغه طلايي رنګه کاغذ په څېر ده
چې!
که وشکېږي او خلاصه شي....
نو؛ هريو د دې هوس کوي، چې لاس دراوږد کړي!
بايد د سوځېدو او ختمېدو لپاره تيار اوسې.!
ډېر ژر به دې لرې وغورځوي!
حتا هماغه څوک چې دا بسته یې خلاصه کړې هم وي!
په لرې غورځولو او ورکولو کې دې ځنډ نه کوي.
07.01.2013
- samim
پښتنه (ازاد نظم) زه چې نړۍ ته راغلم، چغې مې د نرو نه وې د پښتون كور و، ګنګوسى و چې نجلۍ پيدا شوه مور مې په خپله سپېره ټنډه وه، پلار وانخيستم تا به ويل چې، له انسانه چرته سپۍ پيدا شوه +++ خو زه نجلۍ وم، ما يو حق درلود چې وخوره! وڅښه! او په بدل كې شپږو وروڼو ته كالي ومينځه ورته اوتو يې كړه، كتاب قلم يې هم پيدا كړه مور نه په پټه د ټوټو ګوډيانې ولوبوه او په څلورو دېوالونو كې ساګانې واخله له دې نه پورته يو خواهش هم، م...
23.04.2013
- samim
پلار، د کورنۍ ښوونکی
رفيع الله ستانکزی
پلرنی مسؤليت او د اولادونو سرپرستي يو تر ټولو ستر مسؤليت دی، چې برياليتوب یې په بلهارۍ يا قربانۍ، اخلاق او معلوماتو سره شونی دی. د حضرت محمد (ص) په وینا: والرجل راع علي اهل بيته و هو مسئول عنهم. پلار د دې مسؤليت لري، چې په خپلې کورنۍ کې اعتماد رامنځ ته کړي او د خپلو اولادونو پالونکی اوسي، همدارنګه هغوی ته آزادي او خپلواکي ورکړي او خطرونه دې ورنه لرې کړای...