د samim samim لخوا خپرې شوې لیکنې
يوځای ليکل او جلا ليکل
پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار د ژبپوهنيزې قاعدې له مخې ټول ژبني توکي يا واحدونه سره بېل بېل ليکل، په بله وينا، د اړوند ليک سېستم له شونتيا سره سم، تر وسې وسې جوليز يووالی(لفظي وحدت) له مانيز يووالی(معنايي وحدت) سره غاړه غړۍ کول په کار دي. که هغه ازاد وييکي(پارتيکلونه particles) وي، لکه: سربلونه+ وستربلونهprepositions+pospositions) ): (په، پر، تر، د، له، سره، کې، پورې، ته...) يا اړيکوييکي يا ارتبا
پښويه(ګرامر Grammar)
پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار پښويه ديوې ژبې له بېلابېلوګړدودو يالهجو(dialects) څخه د را اېستلو يا استخراج کړو اصولو او قاعدو يوه يوازېنۍ ټولګه ده چې د ژبپوهانو له خوا د ژبپوهنې په رڼا کې کښل کېږي. يو داسې ګرامر، لکه يو دېموکراتيک اساسي قانون له اړوندو ويونکيو څخه رامنځته کېږي، خو تطبيق يې په هغو نه، بلکې په هماغو کښونکو (ژبپوهانو) او ښوونکو اړه لري چې پرخپلو يې د يوې- يوازېنۍ کره ليکلارې د راخپل
د ز مان ولاړه شېبه
د ز مان ولاړه شېبه ومې کره ګرانې ما د زړه په کونج کې وکره هسې چې را شين شمه سپر لين شمه زلمى شمه
ګرانې مور جانې ته
ګرانې مور جانې ته : مورجانې شکر دی چې تا لرمهشکر څلور کونجه دنيا لرمهچې تاته ګورم ستا دعا لرمهنه هيڅ ارزو نه مدعا لرمه که په دښمن يا بلاګانو ورځممورجانې ستا په دعاګانو ورځمتر اوسه هيڅ په شا راغلی نه يمپه پاکو هيلو ارزوګانو ورځم پر زمکه جنګ پر زمکه بلې لمبېزما په سر ستا د دعا سيوری دیستا پر ژوندون څومره خوشبخته يمهلکه
ژبه
پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار ژبه د يو لړ تړوني غږيزو او اوريزو پيلامو( قراردادي صوتي او سمعي علايمو، نه سېمبولونو) سېستم دی چې وګړي يې تر پېنځه- شپږکلنۍ په ټولنه (کورني او اړوند چاپېريال) کې زده کوي او بيا يې د خپلمنځي پوهاوي لپاره د خپلو ويندو غړيو(ژبې، ژبۍ، تالو،کومي، ستوني، چنغړک، سږو، شونډو، غاښو، اووريو، ژامو او هوا) په مرسته اداکوي او يوبل ته سره اوروي. په بله وينا: ژبه د يادش
ستانکزي څوک دي؟
ستانکزي څوک دي؟ د توکمپوهنې د اصولو له مخې چې:( توکم-کام-تپه-پښه-کهول-کورنۍ) ستانکزي په دې توګه پېژندل کېږي:ستانکزي:لرغوني آريايان-پښتانه-احمدزي-سلېمانخېل-ايزب-برهان-غلزي دي.(1) ستانکزي په آر کې د لوګر او ننګرهار اوسېدونکي دي او تر دې مهاله همدغو سيمو کې مېشت ځايونه لري،خو برسېره پر نوموړو ځايونو د وخت په تېرېدو او د نفوسو د زياتوالي له امله د هېواد شمال،مرکز او آن سوېل ختيځو سيمو ته کډه شوي او هلته مېشته شوي
ډاګتر اشرف غني احمدزي او ګردې ويرژلې کورنۍ ته يې!
ډاګتر اشرف غني احمدزي او ګردې ويرژلې کورنۍ ته يې! د ډاګتر اشرف غني احمدزي د ارواښادې مور بي بي د دردېدلې مرګ څړيکې تر ما او د لوګر د محصلينو او ځوانانو د ټولنې غړيو هم راورسېدې او د نورو دوستانو غوندې يې سخت ودردولو؛ نو، اجازه راکړﺉ، چې په دغه وير او ناورين کې درسره موږ هم يوځای اوښکې تويې کړو او د زړه له کومې خپلې ژورې خواشينۍ او خواخو
د لوګر ولايت کولتوري او لرغوني ميراثونه
د لوګر ولايت کولتوري او لرغوني ميراثونه لوګر ولايت د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې څخه دی، چې ډېری کولتوري او تاريخي آثار په خپله لرغونې او کولتوري لمن کې رانغاړي، د افغانستان د څو ولايتونو – هرات، غزني او ... څخه څلورم-پنځم ولايت دی، چې د نړۍ کچه لرغوني او کولتوري زېرمې او آثار لري. زه يې يوازې دلته يادونه کوم، چې هغه څرخ، سجاوند، خروار (کافرکوټ)، د عينکو مس، د جمشېد تخت، زرغون ښار (خواجه صدر اوليا زيارت)، سلطان صېب غر او پ
د لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنې لخوا د جوړې شوې غونډې راپور
د لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنې لخوا د جوړې شوې غونډې راپور جمعه، د مرغومې څلورمه، کابل، نوی ښار د لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنې او د لوګرولايت مقام د ځوانانو او لوګريانو د همغږۍ او د خپلو وياړونو د نازولو په پار يوه ستره او پرتمينه غونډه جوړه کړې وه. د لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنې او د لوګرولايت مقام په نوښت په کابل کې د هراټ رسټوراټ په سالون کې د لوګري ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او د لوګري وياړونو د نمان
وړاندیزونه
وړاندیزونه: دلوګر ولایت دپولیسو شمیر د لوګر اوسني حالت ته په کتو سره ډیر لږ دی.ان داچې دوی دامنیت په راوستو کې پاتې راغلي دي. ځکه دوی د لرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې په برخه کې څه نه شي کولی.نو پر دې بنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مکلف دی،چې دلوګر ټولو لرغونو سیمو ته چې هلته دلرغونو اثارو نښې لیدل شوي (۰۱۲)امنیتي قطعه ولیږي.او یا دې ددغه ولایت له چارواکو سره په مشورې ددغو سیمو دساتنې مسولیت پر غاړه وا
دلرغونو سیمو اوسنی وضعیت
دلرغونو سیمو اوسنی وضعیت: دلوګر ټولې لرغونې سیمې دیوې لسیزې په ترڅ کې ډیرې ځپل شوي، غصب شوي او په ډیرو برخو کې ېې په خپل سري توګه کیندنې ترسره شوي دي،چې دلته ېې څو بیلګو ته کتنه کوو. د لوګر سجاوند له تخت جمشید سیمې څخه دوه دسروزرو مجسموچې یوه ېې نارینه اوبله ېې ښځینه وه، کیندل شوي او بیا دطالبانو د واکمنۍ پر مهال( ۱۹۹۵ –
لرغونې سيمې (برکي برک، برکي راجان او ګمران)
برکي برک: برکي اوبدلو ته وايي او په هزاره جاتو کې یو ډول اوبدل شوي شال ته هم وايي،چې په لاسونو اوبدل شوی وي . برکي برک دلوګر یوه ولسوالۍ ده،چې دسجاوند تاریخي سیمه هم په کې پرته ده.ددې سیمې دنوم ایښودلو تاریخ داسې دی،چې په دغه سیمه کې دولس اورمړي کورنۍ میشته شوې او دغو کورنیوددې سیمې له اصلي اوسیدونکو سره خپلوي پیل کړه او په خپلو کې ېې سره وادونه وکړل.په دې مانا چې دغه دولس اورمړي کورنۍ دل
لرغونې سيمې (محمدآغه او د سقاوې دښته)
محمد اغه: داسیمه دلوګر لومړنۍ ولسوالۍ ده،چې له پلازمینې کابل سره ۴۰کیلو متره واټن لري .ددې سیمې تسمیه په دې ډول ده،چې له غزني څخه دوه ورونه دمحمد اغا او جمال اغا په نامه لوګر ته راغلل.محمد اغا ېې په لوګر کې میشته شو او جمال اغا ېې په شمالي کې،چې اوس هم دشمالي په کاپیسا کې دجمال اغه په نامه دیوه ځای نوم دی.محمد اغه دهمدغه لومړني ورورنوم دی چې اوس د
اوه ايتونه
که د قرآن کريم دغه اوه مبارک ايتونه د ورځې په پيل که ولوستل شي، څښتن تعالی هغه تن د ورځې تر پايه او که يې د شپې په پيل کې ولولي نو د شپې تر پايه یې له هرډول آسماني او ځمکني مصيبت څخه ژغوري. نو راځۍ چې دغه اوو ايتونه د ورځې په پيل او پای کې هره ورځ ولولو. بسم الله الرحمن الرحيم قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلاَّ
دژباړې فن کتاب ارزونه
دژباړې فن کتاب ارزونه خوشال روهي که تاريخ ته وکتل شي نو مهاجرتونو ،لويو سوبو او ورسره ژباړو د مدنيتونو په وده کې ډېر لوی لاس لرلی او دليل يې هم له دې لارو د مدنيتونو تر منځ د تجربو ، افکارو او پوهنو راکړه ورکړه ده . د نړۍ ډېر لوی مدنيتونه د مهاجرتونو يا لويو سوبو په پايله کې رامنځته شوي . له جبل الطارق څخه تر اندونيزيا پور ې د مسلمانانو دسوبو په پايله کې د عباسيانو د لوی اسلامي مدنيت زېږېدل او يا د امريکې د لويې
د ژباړې فن ته یوه لنډه کتنه
د ژباړې فن ته یوه لنډه کتنه د لیکوالۍ ویوکې په عمومي توګه په دوو معناوو باندې کارول کیږي:په عامه معنی لیکوال هغه څوک دی چې څه لیکلی شي. لکه چاته یو لیک او یا هم کوم بل څه. خو په خاصه معنی لیکوال هغه څوک دی چې د لیکوالۍ په هنر باندې سمبال وی او په ډیره ښکلی او زړه راښکوونکی بڼه د بیلابیلو مطالبو او
دژباړې فن دكتاب او ليکوال په اړه يوڅو خبرې!
دژباړې فن دكتاب او ليکوال په اړه يوڅو خبرې! له کومه ځايه چې ماته مالومه ده زموږ دهېوادوګړي اوپه ځانګړې توګه ځوانان دخپلې ټولنې داقتصادي اوټولنيزوناخوالوسره لاس اوګريوان وه اودي،چې زمونږپلرونه اوپه خپل وارسره زمونږځوانان هم ددې څخه ځورېږي. په ځانګړي ډول ددې ځانګړتياوولمن هغه وخت نوره هم پراخېږي چې زموږځوانان دنوروخلکواوبياهم په ځانګړې توګه دځوانانوپه هکله چې دپولې نه بهرژوندکوي له کړو وړو څخه خبرتياوې ترلاسه کوي چې اکثراً نيمګړې اوډېرځله دواقيعت څخه ل
لمر ته
لمر تهلمره دا وارې، چې ډوب شوېپسې ډوب شهپسې ورك شهپسې غيب شهچې بيا سر راپورته نه كړې. *** لمره دا وارې، چې ډوب شوېپسې ډوب شهپسې ورك شهپسې غيب شهچې بيا سر راپورته نه كړېزما ښځه ده بربنډهخور او مور مې لڅه پڅهاو ورېنداره مې لغړهد نازكې لور تنكى نازك وجود مېستا د نور په پلوشو كې د شهوت د مقناطيس وحشي كشش تهد زرې غوندې جذبېږيزما د توان مېړانه دومرهد تيارو له جامو پ
لرغونې سيمې (شاهي کلا او سلطان صيب غر)
شاهي کلا: دا کلا او دا سیمه اوس دیوه واړه کلي حیثیت لري او په سلګونه کورنۍ ورکې میشته دي.دا کلا دلوګر دمحمد آغې لودیځ لور ته پرته ده.دا سیمه هم یوه لرغونې او تاریخي سیمه ده، چې ستانکزي او پوپل زي په کې میشت دي.دنوموړې سیمې په اړه لیکني مالومات په لاس کې نه شته.خو له تاریخي شالید څخه ېې ښکاري،چې کله له محمد اغې سیمې څخه دبیلا بیلو پاچایانو اوپه ځانګړي توګه دغزنوي پاچاهانو لړلۍ(۳۵۱-۵۸۳
لرغونې سيمې (د عينکو مس او د جمشېد تخت)
دعینکو مس: داسیمه دلوګر دمحمد اغې لودیځ ته پرته سیمه ده،چې له پلازمینې کابل سره ۲۰کیلومتره واټن لري.ددغې سیمې له نوم څخه ښکاري چې دمسو(cu) دمعدنونو درلودونکې بډایه سیمه ده.دکورنیو اوبهرنیو سروې ګانو پربنسټ دعینکومس دڅومره والي له مخې دهیواد په کچه دمسو ستر کان دی او دڅرنګوالي له مخې هم په سیمه کې سیال نه لري.برسیره پردې دعینکومس یوه زرخیزه سیمه ده.بلکې یوه