د میرویس زړن لخوا خپرې شوې لیکنې


بهرنۍ ورځپاڼي څه لیکي: دافغانستان حکومت او افغانانو ته پکار ده چه دخارجیانو پر ځاي دالله پروردګار نه مرسته وغواړي او یا د خپله لاس پکار شي

باور وکړي چه د یو افغان په صفت شرمیږم کله چه په خارجي ورځپاڼو کي لولم چه په هغوي کي دعامو خلکو نطرونه هم  انعکاس شوي دي. دوي د افغانستان او افغانانو په هکله متافاوت نظرونه لري چه اکثریت یي منفي دي او دا منفي نظرونو نن او سبا ډیر زور اخیستي دي.  د نو په نوم یوي هالینډي ورځپاڼي لیکلي دي چه افغانان د اسلام د پیغمبر په شان ژوند غوره ګڼي چه څوارلس سوه کاله مخکي تیر شوي ده خو په مقابل کي دوي یعني افغانان دنن ورځي مډرنۍ وسلي کاروي او همدارنګه دنن ورځي سوسیال میډیا نه کار اخلي. آیا دا دواړه ی

24.06.2022 میرویس زړن

از کجا هستي؟ از افغانستان

دمهاجرت یوه خاطره: ۲۷ کاله پخوا د مهاجريت په اوله ورځ دمهاجرینو کمپ ته ولاړم. دا یوه ډیره هیاجاني شیبه وه. هیاجاني پدي وه چه زړه مي نه غوښتل  اووجدان مي هم نه منله چه ووایم: I want to be a refugee  لاکن بله چاره مي هم نه درلوده. خو بلاخره د مهاجرینو کمپ ته وراسیدم او دپورته جملي په ویلو سره دځان او بکس د تلاشي او د بعضوفورمو ډکولو نه وروسته یو سړي راته مخکي شو او راته وه یي ویل چه ما پسي راځه. زه ورپسي روان شوم او موږ یو کوچني بلاک دوهم پوړ ته پورته شولو. په دوهم پوړ ک

07.02.2022 میرویس زړن

پخواني ولسمشراشرف غني مفسد وو که نه؟ قضاوت به تاریخ وکړي خو دده کړنۍ د دسوال وړ وي

1. ولسمشر غني چه دهیواد ولسمشر وو ولې یي دفساد مخه ونه شوه نیولې.2. دولسمشر غني په دوره کي په هیواد کي په ملیونونو ډالره حذف کیدل د خیالې معاشونو نه نیولي د دولت او ګمرکونو ډیره برخه پیسي شخصي جیبونو ته لویدلي.3. دده په اووه کلنه دوره کي وکیلانو او یا لوړ رتبه دولتي کارمندانو د ځان ساتلو لپاره په سل هاوو ملیشو د دولت بودیجي نه پیسي اخیستي  او دقانون نه یي هم سرغړونې کولي.4. ولسمشر غني قانون ته پخپله هم نه ووپابند او په مصلحتونو یي حکومت کولو. یو ښه مثال يي دډبل عبدالله سره د حکومت

01.01.2022 میرویس زړن

آخ آخ هیواد مي

افغانانو پخپله کړ خپل هیواد خوار عریب کباړ کباړ بیا وايی دا خو دپنجاب او تهران ګناه ده دوي پخپله نه پریږدي نجونۍ مکتب ته بیا وایي دا خو دعمران خان ګناه ده نه اخلي تذکري نه مني دانتخاباتو پایليبیا وايی دا خو د ګلمرجان ګناه ده پښتون چه کابل ته راشي ورنه هیره شي خپله ژبهبیا وايی دا خو د فارسي زبان ګناه ده یو پکي طالب شي بل عسکر، پریکوي دیوبل نه سربیا وایی دا خو دروس بل امریکا ایران او پنجاب ګناه ده وطن مو خ

27.12.2021 میرویس زړن

قیام کنید که کابل دوباره با خون کشانیده شود و شوراي نظار دوباره صاحب قدرت شوند.

 شوراي نظار ویا اتحاد شمال همیشه در تلاش قدرت بودند و هستند. حکومت ۲۰ ساله آخر همیشه توسط همین ګروه بخاطر سهم درقدرت ضعیف شده که بلاه خره منجر به سقوط ایشان ګردید.  این و آن والې را قبول ندارم قومندان آمنیه از ما باشد ۵۰ در ۱۰۰ قدرت از ما باشد . سرود ملي را به پښتو قبول ندارم ، در تذکره کلمه افغان را قبول ندارم. اینها از نام افغان و افغانستان نفرت دارند.  نه تنها حکومت ۲۰ ساله اخر بلکه بالاي  مرحوم نجیب الله ومجاهدین هم اینها بخاطر احیاي قدرت کودتاه کردند.  ریشه سابقه این ګروه

08.09.2021 میرویس زړن

شمالي ټلواله د ۳ خواوو نه کوښش کوي چه راتلونکي حکومت کي بیا هم پوره ونډه ولري

لمړۍ: ددي ډلي شتون په کابل کي د عبدالله عبدالله په مشری. عبدالله عبدالله د طالبانو او بهرنیانو سره کته پورته کیږي او لیري نه ده چه ډبل عبدالله او یا دهغه کسان به دراتلونکي حکومت برخه وي. دوهم: ددوي اکثریت مشران لکه کریم خلیلي، یونس قانوني، سلاح الدین رباني، محقق او داسي نور چه فعلأ په پاکستان کي دي اودپاکستان دحکومت په مرسته به دوي وکولاي شي چه په طالبانو فشار راوړي تر څو دغي ډلي ته پوره امتیاز ورکړي. ددي ثبوت لپاره دپاکستان د (ISI ) دمشر سفر کابل ته په اوسني وخت کي یادولي شو. 

04.09.2021 میرویس زړن

طا لبانو ته دافغانانو سپارښتنه

۱. طالبه شریکي حکومت مه جوړوه بلکه یو قوي مرکزي حکومت جوړ کړه چه د جګړه مارو، زورواکو، مفسیدینو اوغلو مخه ونیسیي. ۲. طالبه مسلح قواوي او حکومتي جوړښت مه ورانوه لاکن اړین اصلاحات پکي راوله او د هیواد آبادي او دولس سوکالي لپاره يي وکاروه. ۳. طالبه دټولو افغانانو ملي ، تاریخي او ویاړلې دري رنګه بیرغ (تور ، سور او شین) ته درناوي او دا ویاړلې تاریخي ویاړ له افغانانومه اخله.  ۴. طالبه دنړۍ ضبر قدرتونو، ګاوڼډیانو او دهغوي داخلي ګوډاګیانو دافغانستان په چارو کي لاس وهني ته دپاي

16.08.2021 میرویس زړن

پښتون ته د جعلي او ذ هنونو غولونکي صفتونو کارول لکه: پیاوړي، ښاغلي، توریالې، ویاړلي، ننګیالي او داسي نور ...

پیاوړي یعني څه، ښاغلي یعني څه، توریالي یعني څه؟ پیاوړي، توریالي او ویاړلي خو پنجاب ده چه تقریبأ د دوي د پایدایښت نه تر ننورځي پوري په دا لڼډه موده کي یعني په دا 74 کالونو کي دوي د نړې په سطحه لسمه قوي اردو جوړه کړه، اټومي وسلي يي جوړي کړي  او خپل زوړ خاوند یعني افغانستان يي په ګینډو کړ او هرساز ته چه دوي او په هر ډول وغواړي پښتانه  نڅاولي شي. اي پښتونه خداي ته وګوره او خپل ګریوان ته لږ سر ټیټ کړه. آیا دا پورته صفتونه چه ته يي ځانته کاروي جعلي نه دي؟ آیا د خپل هیواد او ولس سوکا

13.06.2021 میرویس زړن

په کابل کي چاودني او د آروپا خلک د افغانستان په هکله څه وايی

دا فغانستان په هکله ما دیو انلاین فورم نه یو څه معلومان راخیستي ده چه د آخرو خونړیو بریدونو د دشت برچي په سیمه کي دنجونو لیسي مخي ته د آروپایانو عبرګونونه یی راپارولي دي.  البته په دي فورم کي په سلګونو خلکو خپل نظرونه د افغانستان په بار وړاندي کړي وو.  څه شي چه ډیر دپام وړ وو هغه دا چه په افغانستان کي د بي ثباتي او ورانکاري نه نوره آروپایان ستړي شوي دي او وايی چه افغانان نوره بل څه نه پيژني او دوي څو پيړي وروسته پاتي خلک دي.  یو چا لیکلي وو چه د افغانستان نه باید ټولي

09.05.2021 میرویس زړن

دصلحي په راتلو سره داجتماعي عدالت تامینول هم اړین دي که نه خداي مه کړه داصلح به پایداره نه وي

لمړۍ - په دا آخرو دوه څلویښتو کالونو کي په افغانستان کي هیڅوک هم دملي اتل او یا مارشال وړ کس نه وو بلکه دا تقلبي اتلان اومارشالان په اصل کي دهیواد او نوامیسو اصلي تجاران وو. بس اړینه ده چه د دا سي کاغذي او تقلبي اتلانو او مارشالانو لقب د بیرته واخیستل شي. او جنګي جنایتکاران دتقدیر په ځاي باید ولس ته حساب ورکړي او محاکمه شي.  دوهم - دشهید او مجاهد په نوم دي د هر ‌‌‌‌‌‌ډول تلین او لمنځغاستو ته د پاي ټکي کیښودل شي. دریم - دواټونو ، هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګرونو دولتي او غیر د ولتي موسساتو ن

04.05.2021 میرویس زړن

مردم افغانستان دین پرست وشخص پرست هستند لاکن آیا وطنپرست هم هستند؟

اګر مردمان سرزمین افغانستان با واقیعت وطنپرست میبودند امروز آنقدر بیچاره نمیبودم وحد اقل وطن خودرا با کشور هاي همسایه رقیب میساختیم. اطفال ما ګرسنا و سؤ تغضیه هستند آینده کشور ما مربوط میشوند با همسایه ګان. در دفاع از کشور و تما میت ارضي عاجزهستیم ومیبینم که همسایه ګان هر روز با مرز هاي ما تجاوز میکند وروز به روز خاک کشور ما را زیر تسلط خود درمیاورند.  همچنان شواهد نشان دهنده این است که حکومت امروزي کابل خط فرضی دیورند را قبول کرده وبا پاکستان یکجا برادران پښتون آن سوی مرض را توسط دیو

02.05.2021 میرویس زړن

دثور ۷ نیټه که د پښتنو دغرور او یووالي پاي

محترمو زه په کوم ګوند او یا سازمان پوري اړوند نه یم او د یو عادي افغان په توګه کله نا کله دقلم په واسطه دزړه پړاس باسم او تاسوسره يي شریکوم.  ټولو ته ښه معلومه ده چه روس او امریکا دافغانستان نه وځي او یا هم وتلي دي خو دنااهلو پښتنو او لږکیو په مرسته امریکا، روس، ایران او پاکستان دپښتنو یووالي او غرور مات کړ. دثور د ۷ کودتا یا انقلاب نه وروسته روسانو ډیر زر قدرت لږکیو یعني پرچمیانو ته چه په سر کي يی مرحوم ببرک کارمل وو وسپاره. روسانواودهغوي ملګرو بل څه نه غوښتل فقط وفقط د پښتنو

27.04.2021 میرویس زړن

دجمهوریت بدیل فدرالې اویا امارتي نظام نه ډار نه ده پکار!

دا چه په هیواد کي دوه څلویښت کاله افغانان د یو بل سره په جنګ کي ښیګل دي او نن سبا دبل هر وخت نه یوي سرتاسري سولي ته لاره هواره شوي ده او مختلف اړخونه ډول ډول نظرونه د افغانستان راتلونکي په اړه وړاندي کوي.  خو دهر څه نه مهم د ولسمشر غنۍ ټینګار د جمهوریت په پلو د پوښتني وړدي. تاسو ته ښه جوته ده چه شل کاله وړاندي په بن کي یولڼدمهال انتقالي حکومت د کرزي په مشري رامنځ ته شو چه پښتاته تر نن ورځي پوري په دا شل کلنه دوره کي د حکومت په چوکات کي کمرنګه وو اودي. او اکثرأ لوړۍ حکومتي

21.04.2021 میرویس زړن

دیو جهادي مشر ساتنه د کال په ۴ ملیارده افغانیو ترسره کیږي

آیا ښه به نه وي چه دکال په ۴ ملیارده افغانیو دیو جهادي مشر دساتني په ځاي دبیوزلو ماشومانونسونه ماړه شي؟ ۱۸۰ دجنرال دوستم، ۱۵۰ د محقق او ۱۲۵ ساتونکي د کریم حلیلي او داسي نور....چه پدي سره د هر یوه جهادي مشر مصرف دکال ۴ملیارده افغانیو ته رسیږي.  په نظامي تشکیلاتو کي تر ټولو وړوکي جوړښت دلګي ده چه ۱۱ نفره جوړښت لري. دري دلګي یو بلوک جوړوي او دري بلوکه یوه ټولې جوړوي او داسي کنډک، غنډ،  فرقه او قل اردو چه تر ټولو لوړ نظامي جوړښت ده. دا چه دجهادي مشرانو دساتني لپاره دلګي او بلوک خو

17.01.2021 میرویس زړن

واوري واوري سپیني سپیني - ښکلئ ښکلئ او شیریني

واوري واوري سپیني سپیني   ښکلئ ښکلئ او شیریني   دخواږو اوبو جامونه  دسندرو افشارونه چه دا غرونه پري غونچي کړو دا دښتونه پري میوي کړو  پري روان کړو ماشینونه  پري ودان کړو ولسونه ښار زموږ دي موږ د ښار تل يي پاک ساتو په زیار دنن نه ۴۵ کاله کیږي چه زه دا شعر د ځان سره او کله نا کله د خپلو اولادونو سره زمزمه کوم او دا شعر د هماغه وخت یعني د مرحوماعلیحضرت سردار محمد داوود خان د وخت ددوهم یا دریم ټولګي کتاب نه مي زده کړي

15.12.2020 میرویس زړن

زرکلن تاریخ، سل کلنه خپلواکي، یوویشتمه پيړۍ او دافغان ولس برخلیک

همم، کله چه دستیج سر ته پورته شو کله چه مایک مو لاس ته ولویږي او کله چه په محراب کي دجامع مخي ته ناست وو په لاف وهلو نه ستړۍ کیږو. ډیر لیرۍ به نه ځم، انګریزانو ته مو ماته ورکړه روس مو په ګینډو کړ جهاد مو وګاټه، شوروي اتحاد مو ړنګ کړ، شرقي اروپامو آزاده کړه هغه مو وکړل دا مو وکړل... خو آیا په حقیقت کي مو دهیواد په ګټه او دولس هوسایني لپاره کومي لاسته راوړنۍ لرلې دي؟  نخیر نه، دنړۍ په کچه تر ټولو غریب اوبيچاره افغان ولس دي چه په نس نه ده موړ . که رښتیا ووایو نه کوم اسقلال لرو نه دکوم شي

28.11.2020 میرویس زړن

دحکمتیار څرګندوني دوهم کور مي پاکستان، خو راځي چه موږ وایو پاکستان نه بلکه کوزه پښتونخوا ده

دخوست په یوه لیري پرته سیمه کي یوه سپین سري بوډا مور مریضه وه په کور کي دوي د ډاکټر پيسي نه درلودي او لور يی خپلې مریضي مور ته وویل چه موري زما ګاڼه به خرڅه کړو چه ته ډاکټر ته په ولاړه شي. بلاخره همداسي وشول دوي دخپلي لور ګاڼه خرڅه کړه او یو څه پیسي يي ورته برابري کړي. دوي څو ځلي د خوست مرکز ته ډاکټرانو ته وراغلل خو یو څه پیسي به يي خرچ شوي لاکن د مریض حالت به ورځ تر بلي خرابیده. دوي بلاخره تصمیم ونیوه چه کوزې پښتونخوا ته ولاړ شي. خو دي سپین سري مور پاسپورت خو څه چه تذکره

26.10.2020 میرویس زړن

دصلحي په راتلو سره د افغانا نو هیلي

دصلحي په راتلو سره د اجتماعي عدالت تامینول هم اړین دي که نه خداي مه کړه چه دا صلح به پایداره نه وي! لمړې - دا څلویښت کاله په افغانستان کي نه څوک دملي اتل او یا مارشال وړ کس وو بلکه دوي دهیواد او د نوامیسو اصلي تجاران وو. بس اړینه ده چه د دا سي کاغذي او تقلبي اتلانو اومارشالانو لقب د بیرته واخیستل شي.  دوهم - دشهید او مجاهد په نوم دي د هر ‌‌‌‌‌‌ډول تلین او لمنځغاستو ته د پاي ټکي کیښودل شي. دریم - دواټونو ، هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګرونو دولتي او غیر د ولتي موسساتو نومونه دي بېرته خ

06.10.2020 میرویس زړن

دوطن مور

زمانه شوله أخره عجیبه خبري اورم دوطن مور ته یو چا داسی ویلي ای د وطن موری په ما ګرانې په زړه پوري ځار قربان دي له میړو شه دسپيرو شړو دشتو شه خو نالت دي په بچو شه. یوه اونۍ کیږي چه په اصطلاح د افغانانو استازي په دوحه کي په یو پنځه ستوري هوټل کي تر اوسه د خبرو په تګلاره نه دي سره سلا شوي آیا دا په اصطلاح د خلکو استازي د وطن فکر کوي که نه خپلي مزي او چړچي کوي که نه څه اړتیا ده چه دومره اوږدي خبري په دومره ګزاف مصارفو تر سره

18.09.2020 میرویس زړن

جمهوریت دا 47 کاله افغانانو ته څه ‌‌‌‌‌‌ډالي کړل چه افغان حکومت يي نن ورځ سره کرښه ټاکي

دجمهوریت او یا امارت خبري به مو ‌‌‌‌‌‌ډيري اوریدلې وي او د نن ورځي نه 47 کاله مخکي داوودخان د لمړۍ ځل له پاره په افغانستان کي جمهوري نظام جوړ کړ او داوود خان پخپله لمړنۍ افغان ولسمشر شو.  داوودخان غښتلې او په هیواد مین ولسمشر وو او هغه په ‌‌‌‌‌‌ډير کم‌‌‌‌‌‌وخت کي دافغانستان د آبادولو له پاره منظم اقتصا دي پلانونه لاس په سر شو.  داوودخان نه یواځي داقتصاد پياوړتیا له پاره بلکه په هیواد کي یی سیاسيونو ته هم پوره آزادي ورکړه. خو متاسفانأ د هماغه وخت آزادي او یا د نن ورځي دیموکراسي افغانانو

12.09.2020 میرویس زړن

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more