دصلحي په راتلو سره د اجتماعي عدالت تامینول هم اړین دي که نه خداي مه کړه چه دا صلح به پایداره نه وي!
لمړې - دا څلویښت کاله په افغانستان کي نه څوک دملي اتل او یا مارشال وړ کس وو بلکه دوي دهیواد او د نوامیسو اصلي تجاران وو. بس اړینه ده چه د دا سي کاغذي او تقلبي اتلانو اومارشالانو لقب د بیرته واخیستل شي.
دوهم - دشهید او مجاهد په نوم دي د هر ډول تلین او لمنځغاستو ته د پاي ټکي کیښودل شي.
دریم - دواټونو ، هوايي ډګرونو دولتي او غیر د ولتي موسساتو نومونه دي بېرته خپل اصلې نومونو ته واړول شي.
څلورم - دافغانستان ملې تیرمینالوژي دي بیرته ژوندي او لاپياوړي شي.
پنځم - استعمارګر او دهغوي داخلې ګوډاګیان دي په دي پوهه شي چه نوره دپښتنو وژنو او ځورونو ته باید د پاي ټکي کیښودل شي. لمړۍروسانو بیا امریکا د پنجاب ، تهران او دهغوي داخلي ګوډاګیانوپه مرسته د هرڅه نه مخکي دپښتنو څپل او کمزوري کول وو چه تر ډيره حده همداسي وشوه. که نه آيا په دا څلويښتو کالونو کي يو پښتون هم پيدا نه شو چه د تقدیر وړ کس بلل شوي وه؟
شپږم - د رسمي ژبو اندول دي د هیواد په کچه په پام کي ونیول شي او هر هغه څوک چه د هیواد رسمي ژبو د پاس سند ونه لري په دولتي چوکیو تر ریاستونو او د هغوي معاوینینو پوري ونه نومول شي.
دیو سوکاله او پرمختللي افغانستا ن په لور.