نن سهار مې په آریانا نیوز کې د وردګو والي عبدالرحمن طارق مرکه اورېدله، کله یې چې د امنیت په اړه ترې وپوښتل، ده ویل:« د وردګو ولایت امن دی، یوازې په ولسوالیو کې یې لږ ستونزې شته، هغه هم نوي سلنه خاوره یې زموږ تر کنترول لاندې ده او پاتې لس یې کله – کله طالبان چریکي بریدونه کوي، چې بېرته زموږ لخوا په شا تمبول کېږی».

اې د خدای په لحاظ، پک مې لیدلی وو نه ماغزه وتلي، دورجن کسان مې دېر لیدلي وو نه زموږ د والي په شان!

زه د وردګو ولایت اصلي اوسېدونکی یم، که څه هم چې دولس کاله کېږي چې د ناامنیو له کبله خپل کلي کور ته نه یم تللی؛ خو دا په دې مانا نه چې زه دې له خپل کلي کور، ولسوالۍ او ولایت نه نا خبره وم. زه تر بل هر چا د یوه لیکوال او ژورنالېست په توګه د افغانستان له هر ګوډ ـ ګوډ څخه خبر یم، چې څه په کې تېرېږي.

راځم زموږ د والي صیب ښکرورو دروغو ته. هغه وايي، د وردګو ولایت نوي سلنه خاوره  زموږ  په واک کې ده، خی بیا ولې له کابل نه تر میدان ښاره او یا هم لږ ور پورته د پولیسو تر ښوونیز او روزنیز مرکز پورې نظامي ځواکونه دې په طیارو کې ځي؟!

ولسوالۍ خو بېخي پرځای پرېږده، زه د چک ولسوالۍ یم، که څه هم چې ما مخکې یادونه وکړه چې زه دا دولس کاله کېږي چې وردګو ولایت ته د ناامنيو له کبله نه یم تللی؛ خو زما، کاکا، ماما، کلیوال....... ملګري هلته ژوند کوي، رسنۍ دي، هره ورځ د معتبرو سرچینو لخوا خبرونه را لېږي او تاسو ( والي ) په دومره سپین سترګۍ دورغ وایئ!

د چک ولسوالۍ ته به تر اوسه تاسو تللي وئ کنه، خو که تللی پام کوئ چې د دېرشو څلوېښتو ټانګونو تر څنګ طیارې هم باید در سره وي کنه بیا به ستاسو راوتل ناشوي وي. البته زما له دې خبرو مانا دا نه ده/ وه چې خدای مه کړه زه دې دا نظام ډېر تظعیف و ښیم، بلکې زما موخه دا وه / ده چې تاسو باید لاس په کار شئ، د خلکو سترګو ته خاورې ونه شیندئ، دروغ ویل بند کړئ، اوس د تکنالوجۍ دوره ده. نه یوازې د وردګو په اړه بلکې د ټولې نړۍ په اړه کولای شو چې په یوه دقیقه کې یې په اړه کره مالومات تر لاسه کړو.

ښاغلیه والي صیب، ته به خبر وې کنه، د چک ولسوالي دې یوازې تر نیم کیلومترۍ د دولت په لاس کې ده، نوره ټوله د مخالفینو سره ده. هلته د هر څه په اړه طالبان پرېکړه کوي او حکومت نه پېژني، دا نورې ولسوالۍ دې هم همداسې در واخله.

ګرانه والي صیب، ته لومړی له میدان ښآره  د ټوپ تر دښتې امنیت ټینګ کړه بیا دې د ولایت د ولسوالیو په امنیت کار وکړه.

ته خبر یې کنه، ستا د ولایت د مقام په څو کیلو مترۍ کې امنیت نشته، طالبان د سړک سر ته راوځي، په رڼا ورځ تالاشي کوي، د دولت کسان دې کوزوي، ته لومړی د هغوی غمه وخوره بیا د لس سلنه نیول شوې خاورې خبرې کوه.

ګرانه والي صیب، زه خپله د دې دولت یو کارمن یم، خو دا هر څه مې د زړه له درده لیکلي دي، تر کومه به د خلکو سترګو ته خاورې ور شیندئ، تر کومه به د دورغو په تبلیغاتو ځانونه چلوئ، د خدای په لحاظ د وردګو په خلکو لږ رحم وکړئ، ښوونځي یې سېځل کېږي، سړک یې په بمونو الوځول کېږي، پرمختیايي پروژو ته اجازه نه ور کول کېږي، دا ځکه چې امنیت نشته او تاسو دې د نوي سلنه خاورې دعوا کوئ، چې زموږ تر کنټرول لاندې ده .