باور وکړي چه د یو افغان په صفت شرمیږم کله چه په خارجي ورځپاڼو کي لولم چه په هغوي کي دعامو خلکو نطرونه هم  انعکاس شوي دي. دوي د افغانستان او افغانانو په هکله متافاوت نظرونه لري چه اکثریت یي منفي دي او دا منفي نظرونو نن او سبا ډیر زور اخیستي دي. 

د نو په نوم یوي هالینډي ورځپاڼي لیکلي دي چه افغانان د اسلام د پیغمبر په شان ژوند غوره ګڼي چه څوارلس سوه کاله مخکي تیر شوي ده خو په مقابل کي دوي یعني افغانان دنن ورځي مډرنۍ وسلي کاروي او همدارنګه دنن ورځي سوسیال میډیا نه کار اخلي. آیا دا دواړه یعني د پیغمبر په اصولو ژوند کول او دنن ورځي سیوسیال ميډیا کارول دیوبل سره په ټکر کي نه دي؟ د همدي ورځپاڼي خبرنګار پوښتلي دي چه دخارجیانو نه مرسته غوښتل آیا دخپل مذهب اوکلتور او دهغه اصولو سره بي احترامي نه ده. دوي یعني افغانان چه دخپل ژوند اصلي اصول د پیغمبر پشان چه څوارلس سوه کاله مخکي تیر شوي دي او دوي یي همدا اوس په یوویشتمه پيړۍ کي پلي کوي نو بیا ولې د بل چا نه مرسته غواړي او دهغي پر ځاي د الله پروردګار ته سوال او زاري وکړي.

همدغي ورځپاڼي په بله ګڼه کي افغانان د اوکراین خلکو سره پرتله کړي دي چه د خپل هیواد سره څومره مینه لري اودسر په بیه د نړۍ ستر ذبر ځواک په مقابل کي ولاړ دي او د افغانانو  دري لکه اردو په درو ورځو کي وتښتیده خپل کورونه او کورنۍ یي پریښودي او ځانونه يي په طیارو پسي وځړول. 

فلهاذا دغربي نړۍ اکثرأ خلک داسي انګیرنه لري چه داسي یو هیواد سره مرسته کول هیڅکله هم نه ده پکار چه خلکويي د څوارلس سوه کالونو مخکيني اصول غوره کړي دي چه ډیر پخوا تیر شوي دي او دا چه همدغه اصول ددوي د نن ورځي د ژوند اړتیاوي نه شي پوره کولاي دا د افغانانو کلتوري او مذهبي ستونزي دي او همدا دي چه دنوري نړۍ نه دي دمرستي تمه نه کوي. 

په پاي کي هیله او تمه کیږي چه افغانان نوره خپل ټاټوبي آباد کړي. ددیني زده کړو تر څنګ عصري او مډرنې زده کړي وکړي ځوانانو ښځینه وو او نجونو ته دکار او تحصیل زمینه برابره کړي تر څو مو هیواد دنورو هیوادونو سره داسلام په چوکات کي سالمه سیالي وکړه شي.

پدي هیله.