لاندې نظم چې ډاکټر نجیب ته لیکل شوی؛ خو نن يي تر هغه سربېره، ارواښاد عثمان کاکړ ته هم ډالۍ کوم:
نجیب ته!
یو نجیب دی چې په زړونو پاچاهي کړه
په دربار کې يي سپاهي او لښکر نشته
هسې ومړ چې يي داغ پر زړونو کېښود
هیڅ خپګان ته يي حاجت د ټبر نشته
هغه سر چې د وطن غم کې شي خاورې
یو پیدا شي، هر وخت داسې بل سر نشته
په سرو کې میړني سرونه کم دي
په هر سر کې د مېړانې اثر نشته
نور قومو ته پیغمبر دی خدای لیږلی
د پښتون لپاره خپل پیغمبر نشته
هر یو قوم خپل میړني په درنښت پالي
په پښتون کې د پاللو هنر نشته
دښمني د پښتنو په خپل هویت ده
پښتنو څخه بل څه د ضرر نشته
د پښتون هویت ته لوی خطر پنجاب دی
تر پنجاب پرته، پښتون ته خطر نشته
د وروستي افغان تر مرګه به جنګیږي
په پنجاب کې بله پرېکړه، نظر نشته
نوکران به د انګریز په دنیا ډېر وي
خو پنجاب غوندې پرېوتی نوکر نشته
پښتنو ته اوس وروستی سنګر پنجاب دی
تر پنجابه موږ ته بل لوی سنګر نشته
۲۰۲۲ کال د جون ۲۱ مه
سرلوڅ مرادزی