لمړۍ: ددي ډلي شتون په کابل کي د عبدالله عبدالله په مشری. عبدالله عبدالله د طالبانو او بهرنیانو سره کته پورته کیږي او لیري نه ده چه ډبل عبدالله او یا دهغه کسان به دراتلونکي حکومت برخه وي.

دوهم: ددوي اکثریت مشران لکه کریم خلیلي، یونس قانوني، سلاح الدین رباني، محقق او داسي نور چه فعلأ په پاکستان کي دي اودپاکستان دحکومت په مرسته به دوي وکولاي شي چه په طالبانو فشار راوړي تر څو دغي ډلي ته پوره امتیاز ورکړي. ددي ثبوت لپاره دپاکستان د (ISI ) دمشر سفر کابل ته په اوسني وخت کي یادولي شو. 

دریم: حقیقت دا ده چه ټول ولایتونه تقریبأ پرته دجنګ نه د طا لبانو لاس ته ولویدل خو دغي ټلوالې د پنجشیر په ولایت کي مصلح بغاوت پیل کړ چه تر نن ورځي پوري دوام مومي او طالبانو ته یي لوي سر خوږي جوړ کړي ده. که طالبان ډير زر پنجشیر تر خپلی ولکي لاندي رانه ولي دابه ددوي لپاره ګرانه وي چه دوي په ټول افغانستان ولکه ټینګه کړي او ددوي په ضد به په نورو ولایتونو کي بغاوتونه پیل شي چه دا به بلاخره دافغانستان دویش په معني وي. پدي سره به ددي ټلوالې اصلي مقصد چه دافغانستان ویش او دخراسان جوړول دي دعمل جامه واغوندي. 

نتیجه: که چیري د پنجشیر مقاومت مات شي او شونیا يی هم شوني ده دغه ټلواله به بیا هم دعبدالله عبدالله په مرسته چه کابل کي ورته ناست دي، د مشرانو شتون يي په پاکستان کي او د ISI دمشر سفر کابل ته د دغي ډلي څیره په راتلونکي حکومت کي تر یوه حده تضمین کړي ده. 

افغانانو ته پکار ده چه هوشیار اوسي، دغي ډلي او یا نورو افغانۍ ضد کړیو سره یووالې ناشوني ده دا ځکه چه دغه افغانۍ ضد کړي په یو یا بل نوم دغازي آمان الله خان د وخت نه تر نن ورځي پوري د افغانانو په ضد او د پره دیو په لمسون چلینجونه جوړ کړي دي او جوړوي،تر څو افغانستان یو وروسته پاتي هیواد وي.  فلاهاضأ په یو وروسته پاتي افغانستان کي دوي خپل اصلي مقصد  چه د افغانستان ویش ده پوره کولي شي. ددي مقصد لپاره دغي ټلوالي په دا آخرو شلو کالونو کي نه ستړي کیدونکي مبارزه کړي ده او کوي چه نتیجه يي ترډیره بریالي هم وه. 

دیو امن، پیاوړي او یو موټۍ افغانستان په لور.