1. ولسمشر غني چه دهیواد ولسمشر وو ولې یي دفساد مخه ونه شوه نیولې.
2. دولسمشر غني په دوره کي په هیواد کي په ملیونونو ډالره حذف کیدل د خیالې معاشونو نه نیولي د دولت او ګمرکونو ډیره برخه پیسي شخصي جیبونو ته لویدلي.
3. دده په اووه کلنه دوره کي وکیلانو او یا لوړ رتبه دولتي کارمندانو د ځان ساتلو لپاره په سل هاوو ملیشو د دولت بودیجي نه پیسي اخیستي  او دقانون نه یي هم سرغړونې کولي.
4. ولسمشر غني قانون ته پخپله هم نه ووپابند او په مصلحتونو یي حکومت کولو. یو ښه مثال يي دډبل عبدالله سره د حکومت ویش او دجنګسالار نظام الدین قیصاري معافیت یادولې شو. 
5.  داسي انګیرل کیدل چه د دولت ډیرو لوړپوړو چارواکو دمخلیفونو سره لاس یو کړي وو. ولسمشر ولې د یو ولسمشر په صفت دداسي اشخاصو مخه ونه شوه نیوله او یا یي د نظام نه، نه شړل.
6. ولسمشر غني کله چه پوره قدرت اوصلاحیت نه درلود ولې يي استعفأ نه کوله.
7. ولسمشر غني دهیواد حالاتو نه ولې ځان نه خبراوه. دده په خبره چه خوست ته تلم خو راته وویل شول چه خوست هم تسلیم شوي ده. حالا دا چه اصلي خبره داسي نه وه او خوست دکابل نه یوه ورځ وروسته تسلیم شو.
8. ولسمشر غني ولې پخوا د طالبانو سره یو تفاهم ته ونه رسید چه دي ښه پوهیده امریکا دهیواد نه د تیښتي په حال کي ده او ولې یي مخکي له مخکي د افغانانو ژوند ونه ږغورلو. 
9. ولسمشر غني ولي د ډیورنډ په کرښه د پاکستان له خوا دسیم تړلو سره مخالفت ونه ښود او یا یي دولس سره مشوره ونه کړه. 
10. ولسمشر غني دخلکو سره نه وو او د خلکو له احوال نه بي خبره وو او د یوي خاصي کړي سره په ارګ کي ناست وو. بلاخره دا هرڅه ددي لامل شول چه خلک ورنه ناراضه او دي يواځي پاتي شي.