کودتاوې، د یوې ډلې د پوځې لارې، د ټولټاکنو او د ولس له پراخ ګډون پرته، د حکومتونو او نظامونو بدلون که یوخوا نامشروع او د ولس د رایو او ارادې سره ښکاره دښمني ده؛ بلخوا که څه هم په ظاهر کې اني او فوري پېښیږي، خو پېښېدو ته يي لاملونه او شرایط تر مخکې برابریږي.
کودتاوې لکه بې وریځه اسمان کې چې باران نه کیږي، پېښېدو ته يي باید تر مخکې لاملونه یو په یو برابر شوي وي. د اکست د ۱۵ مې کودتا هم که پېښېدا يي اني وه، خو شرایط ورته مخکې تر مخکې برابر شوي ول!
د اګست د ۱۵ مې کودتا د نورو کودتاوو په توپیر، لومړی د مرکزي واک په اطراف او ولایتونو کې پیل شوه او لږ وروسته په پلازمینه کابل کې د اتنخابي حکومت او نظام په وړاندې پېښه شوه. په دې کودتا کې د مرکز واک لومړی په ولایتونو کې ورژول او ختم شو او وروسته په کابل کې مرکزي واک د التیماتوم په بڼه پریښودو ته اړویستل شو.
د کودتا په رامنځته کېدو کې په کوردننه پخوانۍ جهادي مافیا، د طالبانو منځ کې شرګډو کړیو او له دواړو څخه په بهر کې ټاکلو حکومتونو او کړیو ملاتړ کړی دی!
جهادي مافیا چې مشري يي د پخوانیو جهادي تنظیمونو اکثره مشرانو پر غاړه درلوده، په حکومت کې دننه د پنځم ستون پتوګه نقش درلود. دا مافیا یوخوا د حکومت برخه وه او بلخوا حکومت يي لکه د چینجیو پشان له دننه خوړ، پیاوړتیا او د ټولنې په وړاندې يي خپلو مسوولیتونو پلیتوب ته نه پرېښود. جهادي مافیا، د حکومت مخالف پوځي اپوزیسیون یعنې طالبانو سره هم د مرکزي حکومت په وړاندې راشه درشه درلوده. په ماسکو، دوحا، ترکیه، بېجینګ، اسلام اباد، تهران او نورو ځایونو کې يي ورسره ګډې غونډې جوړولې؛ طالبانو ته يي حیثیت ورکاوه، هغوی يي وپړسول او د کابل په وړاندې يي ګدې توطیې په لار اچولې.
طالبان هم د اسلام اباد او بلخوا د خلیلزاد په ملګرتیا په واشنګټن کې د واکمنو په لاس، افغان مرکزي حکومت کې د هېوادپالو په وړاندې پوځي دوامدارې جګړې ته وهڅول شول. د پوځي اپوزیسیون پتوګه طالبان او په نیمه پوځي اپوزیسیون حکومت کې دننه جهادي مافیا؛ د اسلام اباد او امریکا په ملاتړ د اکست ۱۵ مې کودتا ته مخکې تر مخکې شرایط برابرکړل.
د کودتا لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحا تړون چې د افغان حکومت له ګډون پرته د تړلو دروازو ترشا لاسلیک شو، لار نوره هم هواره کړه. څه د پاسه ۶۰۰۰ طالب بندیان چې یو شمېر يي خطرناک بلل شوي، پر افغان حکومت د امریکا د زیات فشار په پایله کې خوشې شول. دغه بندیانو په لویلاس د طالبانو لیکې پیاوړي کړې او دوی ته يي په جګړه کې د بریا قوي ذهنیت ورکړ.
امریکا یوخوا جهادي مافیا په کابل کې دننه تغذیه کوله او ژوندۍ ساتله او بلخوا يي د اسلام اباد په ملتیا د طالبانو پوځي اپوزیسیون پیاوړی کاوه. همدارنګه امریکا د جهادي مافیا او طالبانو اړیکې هم نږدې کولې او پاللې چې د کودتا په مهال د مرکزي حکومت په نسکورېدا کې همهال رول ولوبوي.
په داسې حال کې چې امریکا افغان دولت سره ستراتېژیک او امنیتي تړون درلود، په یوازې سر يي خپل پوځي ځواکونه افغان حکومت سره له ګډ پلان پرته وویستل. لویدیځو هېوادو خپل دیپلوماتیک حضور په کابل کې پیکه کړ. د مرکزي حکومت نسکورېدا لپاه يي لومړي ۶ میاشتې او بیا درې میاشتې ضرب الاجل وټاکه.
د مرکزي حکومت په وړاندې د لوېدیځو رسنیو لکه BBC ، امریکا غږ، ازادۍ رادیو او نورو سربېره، پاکستاني رسیو هم نوي غوغا پورته کړه. په کور دننه هم د جهادي مافیا رسنیو دغه سیمه یزو او لوېدیځو رسنیو سره غږ ورګډ کړ او د نظام نسکورېدو لپاره يي د ورځو او شپو شمېرل، پیل کړل.
پوځي اقدامات، رسنیزه غوغا او دیپلوماتیک تحرکات ټول سره یوه خوله شول او د کوتا حتمي توب يي قطعي کړ. داچې کودتا د اګست په ۱۵ مه وشوه یا په ۱۶ مه او یا به یوه اوونۍ وروسته یا مخکې شوی وای، دا بیا دومره زیات ارزښت نه لري.
د کودتاچیانو او د نظام د فعالو ساتونکو ځواکونو انډول، د ملت د ملاتړ څرنګوالی او کچه او په دولت کې د هېوادپالو د اشتباګانو مثلث کې دوه لومړي فکټورونه پر دریم فکټور لومړیتوب لري او د کودتا حتمي توب ډادمنوي.
نن چې همدغه یادې زیرمې د اګست ۱۵ مه او په تېره بیا له هېواده د ولسمشر غني وتل ډېر ډېر یادوي او ځلوي، غواړي د کودتاچیانو مخونه پر ماسکونو پټ کړي. له هېواده د ولسمشرغني د وتون تر نوم لاندې غواړي خپله هغه جفا او خیانت پټ کړي چې په کودتا سره يي د افغان ملت په وړاندې ترسره کړ. کودتاچیانو د افغانانو د شل کلونو هلې ځلې په اوبو لاهو کړي. پر ولسمشر غني هم د پيسو تور له دې کبله لګیږي چې د جهادي او امریکايي مافیا ګډ مالي فساد او ترسره شوي جنایتونه پټ پاتې شي.
د ولسمشر غني په مشرۍ مرکزي حکومت چې د بن کنفرانس پر پایلې د موقت حکومت او وروسته د څلورو انتخابي حکومتونو لړۍ وه، د هېوادپالو افغانانو او د نړیوالې ټولنې د خواخوږو ځواکونو د ګډ زیار ثمره وه. دا لړۍ چې شل کلونه يي دوام وکړ، ښېګڼې او بریاوې يي د همدغه هېوادپالو افغانانو او نړیوالو خواخوږو پورې اړه لري؛ بدګڼې، نیمګړتیا او ناکامۍ يي د شرګډو کورنیو او بهرنیو کړیو او ځواکونو پر غاړه دي!
په حیقیت کې د دغه شلکنو حکومتونو ښېکڼو او بریاوو او د هغو پلویانو ماته نه ده خوړلې، بلکې کورني او بهرني شرګدي ځواکونه دي چې په دې تاریخي کشمکش کې د ورانۍ او ویجاړۍ په برخه ویاړي او د دې کشمکش په راتلونکي پړاو کې به يي ولسونو ته مخ بربنډ او تاریخي ماتي سره مخ شي. په دې کشکش کې طبیعي ده چې حلوا نه ویشل کیږي او د دواړ لورو تګلارې او هلې ځلې به وروستی بری ټاکي.
ولسمشر غني په دې تاریخي کشمکش کې نن هم د افغان ملت برحال انتخابي ولسمشر دی، هغه استعقی نه ده کړې او د هېوادپالو افغانانو له ملاتړ برخمن دی.
کودتاچیان او د دوی کورني او بهرني ملاتړي تر ننه په دې نه دي بریالي شوي چې کورني او بهرني مشروعیت ترلاسه کړي.
د یو وړاندیز پتوګه به ښه دا وي چې افغانان پر یوه لویه جرګه راغونډ شي او په جرګه کې د ملت ټولې خواوې استازولي ولري. د نظام مات شوی مشروعیت له دې لارې بیرته حاصل شي او د هېواد راتلونکي له دې لارې تضمین شي.
د ۲۰۲۲ کال د جنوري دریمه
سرلوڅ مرادزی