دخوست په یوه لیري پرته سیمه کي یوه سپین سري بوډا مور مریضه وه په کور کي دوي د ډاکټر پيسي نه درلودي او لور يی خپلې مریضي مور ته وویل چه موري زما ګاڼه به خرڅه کړو چه ته ډاکټر ته په ولاړه شي. بلاخره همداسي وشول دوي دخپلي لور ګاڼه خرڅه کړه او یو څه پیسي يي ورته برابري کړي.
دوي څو ځلي د خوست مرکز ته ډاکټرانو ته وراغلل خو یو څه پیسي به يي خرچ شوي لاکن د مریض حالت به ورځ تر بلي خرابیده. دوي بلاخره تصمیم ونیوه چه کوزې پښتونخوا ته ولاړ شي. خو دي سپین سري مور پاسپورت خو څه چه تذکره يي هم نه درلوده.
دا سپین سري او مریضه مور به هره ورځ غلام خان بندر ته وړله کیدله تر څو پیښاور ته سفر وکړي. خو دوي بلاخره په دریمه ورځ وتوانیدل چه د دیورنډ کرښئ هغي غاړي ته په سفر بریالي شي.
پیښاور کي کله چه دا افغانه مریضه ډاکټر وکتله او ډاکټر پدي هم پوهه شو چه دغریبۍ دلاسه په شخصي روغتون کي د بستر کیدو تاوان نلري، عاجلي درملنې ته اړتیا لري، که نه خداي مه کړه دا افغانه مریضه جدي د مرګ ګواښ سره مخامخ ده. دا وو چه همدغه ډاکټر د خواخوږي له کبله دا سپین سري افغانه مور دولتي روغتون ته معرفي کړه چه هلته څلور شپي په emergency او تر یوي اونۍ پوري بدون د خرچي نه په همدغه روغتون کي بستر پاتي شوه. دیوي اونۍ نه وروسته دا سپین سري افغانه مور د کټ پر ځاي چه روغتون ته پکښي وړل شوي وه د خداي په براکت او زمونږ پښتنو وروڼو او خویندو په مرسته د روغتون نه پخپلو پښو راووتله.
خو اوس پوښتنه دا ده چه آیا د داسي یو مریض تداوي پخپل کور یعني کابل کي شوني وه او هغه هم چه واسطه او یاپيسي ونه لري؟
نخیر نه! بس راځي چه د کرکي او بي باوري پر ځاي دکوزي پښتونخوا خویندو او وروڼو سره خواخوږي اوسو او سره یو موټي شو، پيښاور او کابل خپل کور وګڼو تر څو مو د لوي افغانستان آرمانونه په واقعیت بدل شي.