۱. طالبه شریکي حکومت مه جوړوه بلکه یو قوي مرکزي حکومت جوړ کړه چه د جګړه مارو، زورواکو، مفسیدینو اوغلو مخه ونیسیي.

۲. طالبه مسلح قواوي او حکومتي جوړښت مه ورانوه لاکن اړین اصلاحات پکي راوله او د هیواد آبادي او دولس سوکالي لپاره يي وکاروه.

۳. طالبه دټولو افغانانو ملي ، تاریخي او ویاړلې دري رنګه بیرغ (تور ، سور او شین) ته درناوي او دا ویاړلې تاریخي ویاړ له افغانانومه اخله. 

۴. طالبه دنړۍ ضبر قدرتونو، ګاوڼډیانو او دهغوي داخلي ګوډاګیانو دافغانستان په چارو کي لاس وهني ته دپاي ټکي کیږده.

۵. طا لبه دهیواد آبادي او ښي لاسته راوړني وساته. ښه یي لا پیاوړي کړه او هغه څه چه دافغانۍ ټولني سره سمون نه خوري او دپره دیو له خوا تحمیل شوي وي لغوه کړه. 

۶. طالبه دتاریخي ځایونو نومونه بیرته را ژوندي کړه لکه حربي پوهنتون، دکابل نړیوال هوایی ډګر، ملي ګالرې او داسي نور … 

۷. طالبه نجونۍ د ښوونځیو او پوهنتونونو مه ګر ځوه بلکه آسانتیاوي ورته برابري کړه. 

۸. طا لبه تقلبي دمارشالي  رتبي او ملي اتلوالي لغوه کړه. 

۹. طالبه دهیود د ټولو وګړو ژوند خوندي وساته او درناوي يي وکړه. 

۱۰. طالبه که امارت جوړي جوړ يی کړه خو دا امارت د نړۍ د نورو هیوادونو او عربي اماراتو سره سیال کړه.

 ۱۱. طالبه دهیواد ملي ژبه پښتو بیرته را ژوندي کړه او ددفتر او کاغذ ژبه يی وګرځوه. همدارنکه د هیواد رسمي ژبه دري او نوري ژبي لکه اوزبکي لا پیاوړي کړه.

۱۲. طالبه اکثرأ افغانان مسلمانان دي او هغوي د فرضو او سنتو ادا کولو ته په زوره مه اړین کوه. هوشیاران څومره ښه وايي: ګور دهرچا خپل دي.

الله پروردګار د په هیواد کي نوره صلح او آمن راولې:

وایو آمین - وایو آمین